آیا طالبان ریښتیا هم د پاکستان غلامان دي (لومړئ برخه)

taliban-fighters-pose-with-weaponsله یو شمیر کسانو سره تر بحث وروسته دې ته اړ شوم چې  په دې اړه لږ مفصل څه ولیکم

تاسو به هم داسې لیدلي وي که په افغانستان کې د کابل په ادارو کې یا د انټرنیت په ټولنیزو سایټونو او فیس بوک کې او یا په هر بل ځای کې چې ضمیر پلوري شتون لري که  د اسلام نوم په ژبه راوړې یا د امریکايي وحشیانو کوم بربنډ جنایت یاد کړې نو د ضمیر پلورو له خوا ډیر زر د پاکستان د اجینټ او غلام ټاپه درباندې ولګي .

زه نه پوهیږم د پاکستان او اسلام تړون څه دئ

د اسلام په ضد چې پاکستان په تیره په دې وروستیو کلوکې کوم اقدامات کړې له هیچا پټ نه دي

له مجاهدینو به ېې پیل کړو تر هغې چې په افغانستان کې جهاد ؤ او روسانو شتون درلود پاکستان د امریکا په مستقیم حکم ډیرې مرستې او وسلې هغو جهادي تنظیمونو ته ورکولې چې د روسانو په خلاف ډیر فعال ؤ  یعنې دا چې هره ورځ ېې د لسګونو روسانو جهنم ته لیږلو تر څنګ په لسګونو خپل باتور مجاهدین هم له لاسه ورکول ، په ریښتیا جهاد ېې کاوه .

حزب اسلامي به یاد کړو په حزب اسلامي هر تور پورې کیدای شي خو د خیانت تور پرې حتې د هغه مخالفین او کمونستان هم نه لګوي د ډیرو جهادي تنظیمونو وسلې به حتې د پاکستان له سرحد هم اوښتې نه وې چې بیرته به خرڅې شوې او قوماندانان به د وسلو او مهماتو په ځای له ډکو جیبونو سره کور ته تلل .

که د روسانو سره د جګړې کمین ،او قربانۍ ورځ به راغله همدا مجاهدین به تر ټولو لومړۍ د توروغرو شاته پت شوې ؤ او که به چا ورته ویل د سرک په سر جګړه ده ته ولې د غرو شاته د بلې درې د کلي په جومات کې غوړ چای له کوچو او پنیر سره خورې هغوی به ویل د جګړې خلک مالوم دي پریږده چې ورسره مالومه ېې کړي

یا به ېې د ځان د برائت لپاره ویل چې ګیدړې وهي د هغو تازیانو خولې تورې وي .

د حزب اسلامي د وسلو او مهماتو دقیق شمیر مالوم ؤ هر مجاهد ته چې ټوپک ورکړل شوئ ؤ له مهماتو او نورو هر څه سره د منظم لست په اساس  ورکول کیدل او په دې د هغه وخت ټول مجاهدین اعتراف کوي چې د حزب اسلامي وسلې د جهاد په وخت کې په هیڅ ډول خرڅې شوې نه دي حتې تر دې چې د کره مالوماتو له مخې طالبان هم په اوسنیو جګړو کې تر ډیره له هغووسلو او مهماتو کار اخلي چې د حزب اسلامي ځايي مجاهدینو د کابل د جګړو په وخت منظمې او په تخنیکي ډول په بیلابیلو پټو ځایو نو کې ډیپو کړې دي .

که خبر رانه اوږه نه شي پاکستان د امریکا په اشاره هغه وخت په حزب اسلامي ټول مهمات او وسلې ودرول چې روسانو په افغانستان کې ماته وخوړه او د نجیب حکومت  راغئ

په دې وخت کې هم پاکستان د لویدیځ په اشاره له افغان مجاهدینو سره هغه لوی خیانت وکړ چې تاریخ به ېې هیر نه کړي هغوی خو د جهاد په لومړي سر کې د حزب اسلامي د تقویه کولو په ځای چې یواځنئ جهادي تنظیم ؤ د حزب په وړاندې سیال تنظیمونه را منځ ته کړل اوښه ېې پیاوړي کړل تر څوپه خپل وخت هغه کار ترې واخلي کوم چې ترې ېې واېې خیست او بیا ېې د نجیب د حکومت په وخت د حزب اسلامي د ټوټه کولو پلان جوړ کړ او اعلان ېې وکړ چې نور به وسلې او مهمات د تنظیم په ځای په خپله قوماندانانو ته سپارل کیږي

حزب اسلامي دا کار تحریم کړ او وېې ویل چې موږ یو تنظیم یو باید په خپله تنظیم ته وسلې  او نور تجهیزات ورکړل شي که نه نو زموږ قواماندانان وسلې نه اخلي دا د هغوی لپاره ښه پلمه وه .

له همدې امله مهمات او نور تجهیزات چې امریکا د روسانو د ماتولو او د خپل ځان له دې لوی ښامار ژغورلو لپاره مجاهدینو ته ورکول په حزب اسلامي ودریدل او نورو جهادي تنظیمونو خپلې ګیدې پرې ښې ډکې کړې دا هماغه وخت ؤ چې د حزب اسلامي د څنګ ته کیدا پروسه پیل شوې وه د حزب په ضد ګن تبلیغات پیل شوې ؤ او د تش په نوم مجاهدینو او کمونستانو پټې خبرې اترې هم پیل وې  .

په هر صورت تش په نوم مجاهدینو او په اصل کې د اسلام او افغانستان دوښمنو په جبل سراج کې د قوم او ژبې تر عنوان لاندې او د حزب او پښتنو په ضد د جبل سراج شرموونکئ تړون وکړ  او په داسې حال کې چې په پاکستان کې کابل ته د ننوتلو په اړه د تنظیمونو غونډه روانه وه مسعود د کمونستانو سره یو ځای کابل ته ننوت  او کرغیړن  کمونیستي او تش په نوم جهادي حکومت ېې را منځ ته کړ کاشکې چې هغه هم یو حکومت وای بلکې هغه له کابله پنجشیر ته د چور تالان د سامانونو او د پښتنو د کورونو لوټولو پړاو ؤ.

نبي عظیمي ،وطنجار آصف دلاور اونور ټول لوړپوړي کمونستان نه یواخې چې په خپلو دندو پاتې شول بلکې لا تقویه شول ، د دې په ځای چې د شهیدانو د وینو غچ ترې واخیستل شي  د شهیدانو وینې پرې وپلورل شوې چې حتې تر ننه په قدرت کې دي .

پاتې شوه د حزب اسلامي خبره حزب چې د تنظیم په کچه د وسلو او تجهیزاتو له اخیستلو ډه ډه کړې وه د حزب یو شمیر قدرت غواړو ځايي قواماندانانو له پاکستانه د وسلو اومهماتو اخیستل پیل کړل چې په دې سره د یوه حزب په ځای ډیر حزبونه را منځ ته شول او د حزب د مرکزي قیادت واک ډیر کم شو .

لویدیځ وال او پاکستان بیا هم په خپل هدف کې بریالي شول حتې په خپله حکمتیار صاحب ته هم چا ډیر اهمیت نه ورکاوه واړه واړه قوماندانان لوی او خپلواک شول د ریښتیو مجاهدینو په ځای ېې د کم عمر  خو په مزو چړچو مین ځوانان له ځان سره ونیول د حزب اسلامي په نوم همدې پوډریانو هغه کارونه وکړل چې تر ننه د حزب په ټنډه داغ دي .

دا وه له حزب اسلامي سره د پاکستان دوستي .

په بل پروګرام کې به انشاء الله د طالبانو او پاکستان په دوستۍ هم لږ رڼا واچوو .

ډاکتر عماد الدین پژمان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د