افغانستان

«سرتاج عزیز» یکشنبه کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز سبا د یکشنبې په ورځ کابل ته راځي.

نوموړی به په دغه سفر کې افغان چارواکو سره وګوري او په سیمه ییز او دوه اړخیزو مسلو به سره وغږیږي.

د سرتاج عزیز رسمي بیانیه کې راغلي چې کابل ته  د نوموړي دغه سفر د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د ځانګړي استازي په توګه دی.

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د ګډ حکومت د جوړیدو وروسته دا لومړی وار دی
چې یو لوړپوړی پاکستانی چارواکی کابل ته راځي.

تمه ده چې سرتاج عزیز په دغه لیدنه کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ورتګ ته زمینه برابره کړي.

په عین حال کې په ترکیه کې د افغانستان سفارت وايي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان نن شنبه کابل ته راځي او یو شمېر تړونونو به د نوي حکومت سره لاسلیک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x