نظــر

د ایکسپریس د ګستاخي سرچینه څه ده؟

لیکوال: ډاکټر عطامحمد رحیمي

د افغانستان ایکسپریس په نامه له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې څو ورځې وړاندې پخپله ګڼه کې لوړو اسلامي ارزښتونو ته له توهینه ډکه مقاله خپره کړه، چې دولتي مسوولین او د دولت تبلیغاتي مدافعین يې پر وړاندې خورا بې پروا پاتې شول.

که څه هم په ټولنیز شبکو کې يې توند غبرګونونه را وپارول او د اسلام ډېرو خواخوږو دا هم لیکلي و، چې دا خو سیاسي موضوع نه، بلکې عقیدوي موضوع ده چې دغه ځان ته مسلمان ویونکی دولت يې هم باید په وړاندې ودرېږي او د ورځپاڼې له ادارې او لیکواله پوښتنه وکړي.

خو زه وایم چې دا عقیدوي موضوع د یوې بشپړ سیاسي زمينې په غېږه کې را پیدا شوه، همدې سیاسي نظام ورته دا زمینه برابره کړه چې د ایکسپریس ګستاخ ته د خپلې ګستاخۍ د وړاندې کولو ښه موقع وبلل شي.

په هېواد کې د ناندریز سیاسي حالت له ګډوډ تغیر نه وروسته د دین په وړاندې د هېواد په سطحه خورا تندې نظريې وړاندې کېږي. که څه هم د ګډ حکومت مشر د لوړې په مراسمو کې د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه خطبه وویله، خو دا يې هم د همدې مبارکې خطبې د توهین په خاطر وویله  چې له دیني مقدساتو سره د دې نظام کرکه او توهین له همد لومړۍ شېبې پیل شو.

اشرف غني له امان الله خان نه وروسته لومړی مشر دی چې په ډک مجلس کې د هېواد په سطحه په سیاسي برخه کې د خپلې ښځې د مداخلې ستاینه کوي او د میډيا له لارې يې نړۍ ته رسوي. کله چې امان الله خان د کابیني په مخ کې د خپلې مېرمنې له مخه پړون لرې کړ، ټولو شینوارو پرې د کفر ټاپه ووهله او په وړاندې يې مبارزه فرض عین وبلله، خو د کرزي دیارلسو کلو د افغان ځوان نسل په ذهنیت کې دومره بدلون راوست چې هماغه د امان الله خان کانه ترهغه څو چنده شرموونکي او تر هغه څو چنده په پراخ حضور او نړیوال شرم کې تکرار شوه خوپه اړه يې هیڅ ډول غبرګون ونه ښودل شو، په داسې حال کې چې د بې بې ګلې نوم اخیستل هم د یوپلان له مخې وشو، چې تر موږ زموږ مخالفین ورته ډېر متوجه و، د طلوع تلویزون یو مشر په واضحو ټکو وویل چې د اشرف غني په ټولو خبرو کې تر ټولو ښه او مهمه هغه جمله وه چې د خپلې ښځې نوم يې پکې واخیست.

د خپل ارزښت د پېژندلو یوه لاره دا هم ده چې هغه باید ستا د دښمن خلاف وي، دا چې د اشرف غني د ښځې په نوم لویدیځوالې د خوښۍ څرګندونې کېږي دا په ډاګه کوي چې د دې نوم ساتل هم زموږ لپاره مهمه وه چې له بده مرغه اشرف غني پرې پښه کېښوده.

له هغه وروسته له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک چې په پوره مانا د افغانستان د ناموس پلورنې حیثیت لري، یوه مهمه او له دین سره په ټکر موضوع وه، چې د همدې دین ضد او ناموس پلورنې لپاره يې د حنیف اتمر ټاکنه خورا د ښې پېژندنې یوه نمونه بللای شو.

حنیف اتمر چې په خلقیانو کې هم په بې دیني ډېر مشهور و، د دې تړو له لاسلیک وروسته پرون نادره دا کړې ده چې د اسیا په سطحه دې دیني مدرسې وتړل شي. اتمر ته دغه زړورتیا همدې ګډوډ نظام ورپه برخه کړې ده او د دوی بادارانو هم ور په ګوته کړې ده چې افغان نسل يې په دیارلس کاله کې مسخه کړی هغوی به قومیت او ژبني تعصب په اور کې ورتېږي او دوی به د خپلو همدې ریبوټونو په زور خپل شوم اهداف پلي کوي.

د ایکسپریس په ستره دیني ګستاخۍ د حکومت غلي پاتې کېدل پخپله دامانا لري چې همدا د ایکسپریس د مقالې د لیکوال نظر د ټول حکومت نظر دی، کنه په وړاندې يې غبرګون یوه دیني وجېبه ده، خو زه بیا هم وایم چې دې سترې ګستاخۍ ته سیاسي زمینه سازې شوې ده او لیکوال د یومسلمان رژیم په غېږه کې دومره جرئت نه شوای کولای، خو پوهېده چې دغه نظام تر یهودو هم اسلام ته ډېر مضر دی ځکه يې د دولت په خوښه ده توهینونکی ګام واخیست.

د اشرف غني حکومت سړي ته د روسان هغه وروستۍ شېبې ورپه یادوي چې د هغوی بوټ په وتو و، خو په دیني مقدساتو يې په ډېرې زړورتیا حملې کولې، په زندانونو کې وحشتونه اوج ته ورسېدل ملا، ممبر، محراب د وحشت نمونې وګڼل شوې، دا نظام هم کټ ـ مټ همداسې روان دی، د اشرف غني هغه لومړۍ خبره چې دی به ارګ اوجومات سره یوکوي همدا د اتمر خبره وه چې دوی به په جومات او مدرسه کې هم د شرابو بوتلې شرنګوي.

خو پر دې سربېره به د حق داسې ډله تل ژوندۍ وي  چې نه به يې تبلیغاتي پرو پاګند، نه ډالري معاش، نه څوکۍ او منصب د خپلو سترو او غوښو شیندونکو اهدافو په لاره کې خنډ شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پشتو

السلام علیکم دنن ٹکی اسیا کار کونکو ایکسپریس دپانڑی لینک راکی مننہ

خوشحال تسل

نن دیکشنبي په ورځ د عقرب په ۴ نیټه د جلال آباد ښار په پښتونستان چوک کی د فکری اصلاح اسلامی شورا، علما، او مدني ټولنو لخوا په ګډه مظاهره شوی وه، چې د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼه کي د اسلام مقدس دین او حضرت محمد (ص) توهین یې وغانده.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x