افغانان تر مبارکۍ زيات غمشريکۍ ته اړتيا لري

blast_on_shrine2په ټوله کې د افغانانو په ژوند کې د خوشحالۍ او مبارکۍ شيبې د غم او خواشينۍ تر شيبو زياتې وې په همدې سبب افغانان د خوښۍ پر مهال د مبارکۍ په پرتله  د غم پر مهال  خواشينۍ او غمشريکۍ ته زياته اړتيا لري ، مطلب دا چې هر لورې او په ځانګړې توګه مسئول خلک که څه هم بايد د خوښۍ مراسم له نظره ونه غورځوي خو د غم پر مهال د تسليت وړاندې کولو ته بايد زيات متوجه وي.

د اسلام  سپيڅلى دين هم د  بل مسلمان ورور سره د هغه په غم کې د شريکيدو او د هغه سره د خواخوږۍ او تسليت وړاندې کولو توصيه کوي

چې په مقابل کې يې مسلمان ته د الله له لورې اجر او ثواب ورکول کيږي.

موخه دا نده چې د يو انسان په خوشحالۍ کې شريکيدل او د هغه په خوښۍ خوښي څرګندول ندي پکار بلکه خپل مسلمان ورور ته د هغه د خوښۍ له کبله د خپلې خوښۍ احساس ورکول هم د خير او ثواب کار دى .

خو زما فکر پدې وروستيو کې په هيواد کې رامنځته شويو دوه پيښو دې لور ته راجلب کړ چې په افغانستان کې د خوښۍ شيبې په خورا جوش او ولولې سره لمانځل کيږي او هر لورې پکې ځان شريک بولي خو د غم حالات بيا له څو دقيقو وروسته له ياده ايستل کيږي.

د روانې ميلادي مياشتې په شپږمه نيټه د هيواد په پلازمينه کابل کې د عاشورى د ورځې په مناسبت د اهل تشيع د وير کوونکو په منځ کې ځانمرګى بريد وشو چې له کبله يې لسګونه تنه مړه او ټپيان شول .

په همدې ورځ د هيواد د شمالي ولايت بلخ په مرکز مزارشريف کې هم په ماتم کوونکو چاودنه وشوه او هم د جنوب لويديځ  ولايت کندهار په مرکز کې ورته پيښه وشوه.

پدې دريواړو چاودنو کې د دوه نيم سوو په شا او خوا کې  ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله ورسيده او لسګونه کورنۍ د وير په ټغر کښيناستلې.

ټول پوهيږي چې په نوموړى ورځ يادې چاودنې او بريدونه د افغانستان او افغانانو د دښمنانو لخوا د يو منظم او له مخکې څخه د پلان شوي پروګرام تر مخې تر سره شوى يو ترهګريز عمل دى چې تر په ټوله کې د سياسي موخو د تر لاسه کولو لپاره شوى  ځکه خو د دولت تر څنګ په افغانستان کې د روان مقاومت مخکښانو (د طالبانو اسلامي امارت) هم دغه بريدونه وغندل او څرګنده شوه ، بهرني لاسونه دي چې د افغانانو تر منځ د مذهبي نفاق د رامنځته کولو هڅې کوي.

د لشکر جنګهوي په نوم په ګاونډي هيواد پاکستان کې د يوې شيعه مخالفې ډلې لخوا د کابل د بريد د مسئوليت د منلو څخه وروسته يو لړ شکونه راپيدا او بالاخره دغه شکونه هغه مهال په يقين بدل شول چې د دښمن لخوا په نژدي دوه ورځو کې د ((لشکر جنګهوي افغانستان!!)) په نوم يوه ډله هم جوړه شوه ، غړي يې هم ورته پيدا کړل ، د عاشورى د ورځې  د بريدونو پلان يې هم ترتيب کړ ، لمړى بريد يې هم دومره کاري او ستر تر سره کړ او د (علي شيرخدا) په نوم يو تن يې ورته مشر هم وټاکلو ، هر د عقل څښتن باوري شو چې دغه چاودنې د بې اتفاقۍ او د مذهب پر بنياد د افغانانو د ويشلو هلې ځلې دي.

دغه پيښه ډيرو لوريو وغندله او خواشيني يې پرې څرګنده کړه.

تر موضوع تړلې دوهم خبر د يکشنبې په ورځ د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې لخوا هيواد ته د اسيايي شل اوريزو لوبو د سياليو د اتلولۍ راوړل وه چې له هر لورې وستايل شول او مبارکۍ ورته وويل شوې.

د لوبو پر مهال د هيواد هر وګړي په يوه نه يو ډول تلويزيون را پيدا کړې او هر يو کوښښ کاوه چې د ملي لوبډلې د حالت څخه ځان خبر کړي ، په ځانګړې توګه ځوانان د کريکټ له کبله د جنون حالت ته داخل شوي وه ، په لارو کوڅو کې هر يو په لاس کې بال او بيټ نيولې ، که د خپل ښار په واټونو کې ګرځيدلې واى نو ډيرې داسې راټول شوي ځوانان به مو ليدلي وه چې د يوهوټل او يا دوکان مخې ته د تلويزيون د ليدلو لپاره وازه خوله ولاړ دي ، په هر مجلس کې د لوبې په اړه خبرې ، د هرو دوه تنو تر منځ همدا موضوع او د هرې خبرې سر او پاى ملي لوبډله .

د اسيايي لوبو د اتلولۍ تر ګټلو وروسته په هيواد کې د جشن يو حالت رامنځته شو او دغه بريا د يوې سترې فتحې په توګه تعبير شوه ، داسې انګيرل کيده لکه چا چې د يو دښمن هيواد سره د جګړې په ډګر کې ستر برياليتوب تر لاسه کړې وي.

له جمهور رئيس حامد کرزي نيولې بيا تر يو واړه مامور پورې ملي لوبډلې ته د رسمي اعلاميو او خبر پاڼو په خپرولو ، راډيوي او تلويزيوني مرکو له لارې ملي لوبډلې ته مبارکي وويل شوه ان چې د ماليې محترم وزير عمر زاخيلوال د تلويزيون  په پرده د تليفون له لارې پدې هکله ژوندۍ خبرې وکړې او ملي لوبډله يې وستايله.

دا نه وايم چې د ملي لوبډلې لاسته راوړنه د هيواد ملي برم ندې او نه دا وايم چې څوک دې پرې خوشحالي نه کوي ، د تيرو ديرشو کلونو جنګونو او ويرانۍ ته په کتنې سره د افغانستان لپاره په نړيواله سطحه يوه وړه بريا او کاميابي  هم د نورو هيوادو په پرتله خورا ستره او له نورو هيوادونو سره نه مقايسه کيدونکى ده چې  په درنده سترګه ورته ګورو او خوشحاليږو پرې.

خو ايا په هيواد کې د روان ناورين له کبله افغانان د مبارکۍ او خوشحالۍ مراسمو ته زياته اړتيا لري او که د خواشينۍ او غمشريکۍ ته ؟؟ ايا د کريکټ په څير يواځې يوې لوبې ته دومره اندازه تبليغ کول چې د هيواد هر وګړى يې له کاره ايستلى او په ځانګړې توګه د ځوان قشر فکر يې له خپلو اصلي مسئوليتونو او دندو څخه بل لور ته اړولې سم اقدام دى؟ ايا په ريښتيا سره هم د بې ځايه تبليغاتو له کبله د ملي لوبډلې په مينه کې ډوب ځوانان د ملت د ناخوالو او د درد څخه خبر دي؟ هيڅکله نه.

راځئ وګورو چې خوښۍ ته زيات اهميت ورکړل شو او که غم ته ؟

د کابل او مزارشريف وينې ډيرې ژر هيرې شوې ،  د شهيدانو او ټپيانو په وينو لړلي جسدونه له ياده وويستل شول ، لسګونه د غم په ټغر ناستې کورنۍ شاته وغورځول شوى ، د يتيمانو ، کونډو ، بورو او ورارو په کريکو غوږونه کاڼه شول ، هيچا دا احساس پيدا نه کړ چې د هغوى کورنيو ته ورشي او د هغوى سره خپل غم شريک کړي بلکه د هيواد د روان دود په څير هر لوري د شهيدانو د وينو څخه سياسي ګټې پورته کړې .

يواځې په لمړۍ ورځ د څو ځان غوښتونکو مسئولينو لخوا د رسمياتو د پوره کولو په موخه دغه پيښې وغندل شوې   خو بيا هر چا يو غوږ ليمڅې او بل بړستن کړ.

ايا نه وه پکار چې د شهيدانو دکورنيو سره د مرستې اعلان شوى واى؟ او کنه جناب جمهور رئيس د خپل ارزښتمن وخت څخه په روغتون کې د ناروغانو د پوښتنې کولو لپاره ويستلې وخت هم زيات باله او په همدې يې بسنه وکړه .

سربيره پر دې د لشکر جنګهوي لخوا د کابل د ځانمرګي بريد د مسئوليت د منلو له کبله د پاکستان سره د سياسي جنګ په ډګر کې حکومت يوه بله مهره هم تر لاسه کړه او پر ځاى د دې چې د دې پيښې بې طرفه تحقيقات وشي نيغ په نيغه  د پاکستان سره اړيکې ټينګې شوې چې دا هر څه په افغانستان کې د ميشتو بهرنيانو او د قضيې د اصلي عاملينو په ګټه پاى ته رسيږي.

سياسي اړخ له نظره وغورځوئ او د يو ناپييلي څارګر په توګه د کريکټ د لوبډلې د برياليتوب جشن او د عاشورى د ورځې ماتمونو ته وګورئ ، فکر وکړئ او بيا پريکړه وکړئ.

که څه هم په اوسني وخت کې بايد د افغانستان خلکو ته د مبارکۍ او خوښۍ د مراسمو د برابرولو لپاره کار وشي خو داسې فکر کيږي چې د غم پر مهال بايد د دغه ملت اوښکې ور وچې شي ، تسليت ورکړل شي او غمشريکي ورسره وشي نه دا چې د سياست په ميدان کې لکه د چرګانو په څير حلال کړاى شي .

له يوې خوا امنيت کمزورى ، له بلې خوا دښمنان بې حسابه او له دريمه اړخه د دولت بې غوري ، همدا علتونه دي چې ملت يې له دولت بې زاره کړى او دولت په شا تګ کوي.

ټول ملت او په ځانګړې توګه مسئول چارواکي بايد  د خوښۍ د شيبو په پرتله د مصيبت پر مهال زيات راڅرګند او ډير فعاليت وښيي څو د عامو خلکو زړونه بد نه او په هيواد کې د ملي ورورولۍ او دولتي سرپرستۍ احساس وکړي ، نه دا چې د افراط او تفريط څخه کار واخيستل شي عادي قضيو ته دومره هوا ورکړل شي چې اهمې مسئلې له نظره وغورځول شي.

د افغان ملت لپاره د هميشنۍ خوشحالۍ په هيله

2011-12-13

مجاهد پښتون

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د