افغانستان

عبدالله عبدالله: ډير ژر به نوې کابینه جوړه کړو

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۶مه ۱۳۹۳ل):  د ګډ حکومت اجرایوي رییس (صدر اعظم) ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې د نوي حکومت کابینه به ډير ژر جوړه شي.

اشر ف غني احمدزي د ستمبر  پر ۲۹مه (تلې ۷مه) د ایتلافي حکومت د ولسمشر په توګه لوړه وکړه خو تر دې مهاله یې نوې کابینه نه ده ټاکلې.

داسې ګنګوسې دي چې لا هم د حکومت د دواړو مشرانو اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د وزارتونو د ویش پر سر لانجې دي او یو حل ته نه دي رسېدلي.

د ګډ حکومت اجرایوي رییس (صدر اعظم) نن شنبه په بلخ ولایت کې د یو شمېر کسانو سره په خبرو کې ویلي چې نوې کابینه به ډیر ژر تشکیل شي او د خلکو سره یې چې کومې وعدې کړي ډير ژر به یې پوره کړي.

که څه هم د اشرف غني او عبدالله ګډ حکومت د امریکا په منځګړیتوب او فشارونو جوړ  شو او اپوزیسون نه لري خو عبدالله عبدالله وايي چې دا لومړی وار دی حکومت د خلکو پر رایه تشکیل شو.

نوموړي که څه هم د ټاکنیزو شخړو پر مهال د موازي حکومت جوړولو ګواښونه کول خو د بلخ په ناسته کې یې ویلي چې دی د قانون حاکمیت، د فساد پر ضد مبارزه او سالمه اداره جوړول غواړي.

د افغانستان د حکومت ډول چې د اساسي قانون له مخې ریاستي دی، اوس د حقوقي کارپوهانو له نظره له قانوني ستونزې سره مخ دی. په ریاستي نظامونو کې واک له ولسمشر سره وي، اجراييه رئیس په افغانستان د ریاستي نظام نوې بڼه ده چې د نړۍ په بل هېواد کې يې ساری نه لیدل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx