نظــر

ایا همدا د ملي امنیت لویه لاسته راوړنه بلل کېدای شي؟!

زلمی ننګیال

پرون مې له رسنیو واورېدل، چې د هېواد د ملي امنیت ادارې خاصو ځواکونو د یو لړ ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې په خوست ولایت کې د حقاني شبکې دوه مهم قوماندانان ونېول.

لومړی مې په ځیني غږیزو او تصویري رسنیو کې دا خبر واورېد، ډېر حیران وم، چې اخر دا څه فوق العاده وړتیا ده، چې  د نوي حکومت د  راتګ لا کابو میاشت پوره نه ده ؛ خو دومره سترې لاسته راوړنې را وړلای شي.

خو یو شي چې له زیاتې ګنګستیا سره یې مخ کړم او ویې هڅولم،ترڅو په دې باب د ټولنیزو شبکو تر څنګ په ګوګل او نورو ویب پاڼو کې د دغو مهمو قوماندانانو لنډ یا تفصیلي شهرت پیدا کړم، زما د ګنګستیا او هېښتیا لامل دا و، چې په نیول شویو کسانو کې رسنیو یو تن د انس حقاني په نوم د حقاني شبکې یو پیاوړی قوماندان معرفي کړ. ځینو ولیکل، چې انس حقاني چې د سراج الدین حقاني زوی او ځينو نورو بیا نوموړی د جلال الدین حقاني ورور بللی و.

د دې ګډوډو معلوماتو به اورېدو او بیا سمدستې د خبر دومره رسنیز او مطبوعاتي کېدا خدای شته ډېر په شک کې واچولم.

په فیسبوک کې د ځينو مستعارو او یا په خپل نامه طالب فرهنګیانو او همداراز د ازادو قلموالو پاڼو ته سر ور ښکاره کړ، اکثرو هېڅ څه نه وو لیکلي، یو و نېم د ملي امنیت خپاره کړي عکسونه او شهرتونه جعلي بلل او یو شمېر نورو بیا د خواخوږي په دود لیکلي، چې دا سهې ده، چې انس د حقاني کورنۍ غړی دی، خو هغه یو کم عمره، بې تجربې او ان اوس هم یوازې زده کوونکی او د ټيټې سویې طالب دی.

تصادفا نن د جمعې په ورځ په یو داسې مجلس واوښتم، چې پکې یو داسې کس هم ناست و، چې حقاني کورنۍ آن د روسانو پر ضد د تېر جهاد راهیسې تر دا نیږدې څو تېرو کلونو پورې ښه په رسمیت پېژني او د اکثره غړو سره یې ناسته پاسته هم لرې.

زه د مجلس تر پایه نوموړي ته متوجه وم، چې ګوندي د نېول شوي کس په باب ناویلي خبرې ترې واورم او ضمناً دا هم معلومه کړم، چې ایا نوموړی رښتیا هم د پلار او یا مشرانو وروڼو په څېر دومره افسانوي قوماندان تېر شوی، لکه څنګه چې رسنیو معرفي که نه کیسه بل شان ده.

مجلس روان و، د غرمنۍ وروسته او د جمعې تر لمانځه پورې وقفه کې تودې پېښې را میدان ته شوې، چې يوه پکې همدا د ملي امنیت د ادعا په اړه وه. مجلس چې ډېره برخه يې کاروباریان او یو څو تنه ملا او طالب مزاجه کسان هم پکې ناست ول، د همدې انس حقاني نوم یاد شو، ما له دې ویرې چې بل څوک را نه نوبت ونیسي، وویل، چې د جلال الدین حقاني زوی افغانستان کې نېول شوی، ایا دا به واقعیت لري، که به هسې ډرامه وي، ځکه تر اوسه پورې افغان حکومت او یو شمېر رسنیو داسې ویل، چې حقاني شبکه او د حقاني کورنۍ ټول غړي له هېواده بهر په قبایلي سېمو کې مېشت او آن په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني حکومت د عملیاتو سره سره هلته پاته دي؟! مختلف ځوابونه مې تر غوږ شول، یوه ویل، چې دا حقیقت دی، دا چې د حقاني شبکې عملیات په افغانستان کې او بیا د سراج الدین حقاني له لورې رهبري کېږي، نو هغه حتماً یو مشر او ځان ته نیږدې کس د جنګ ډګر ته له خپلو نظامي کسانو سره د مشر په توګه استوي، کیدای شي، نوموړی هم په همدې ترتیب راغلی او نېول شوی وي، بل ویل،چې نه ، زه چې څومره معلومات لرم، د حقاني کورنۍ په شمالي وزیرستان باندې د عملیاتو له پيل سره جوخت له سېمي وتلي او تیت و پرک شوي، چې هېچا ته یې درک نه لګي او په افسوس سره یې وویل، چې دې کورنۍ په دې څه باندې دیارلسو کلونو کې له امریکا سره د مقابلې په ډګر کې داسې قربانۍ ورکړې، چې ښايي هېڅ تنظیمي کورنۍ نه له دې مخکې ورکړې وې او نه به یې وروسته ورکړلای شي، بیا یې زیاته کړه، چې په دې دیارلسو کلونو کې د حقاني صاحب څلور زامن قرباني شوي، قریبان او خپلوان خو یې هلته پریږده….
نوموړي خبرو ته ادامه ورکوله او خدای شته زما په شمول د مجلس اکثریت غړي بیخې ګوته په غاښ شوو، چې که واقعا همداسې وي، نو دا خو د تنظیمونو او بیا جهادي ډلو په تېره د طالبانو په اړه زموږ د عامه ذهنیت سره په یو سل اتیا درجې په ټکر کې دی، ځکه موږ داسې فکر کوو، چې جګړې، چاودنو او حملو ته ډېری مهال عادي افراد یا په عامه اصطلاح د غریبانو او نورو زامن وړاندې کېږي او .داسې نورې خبرې..

خو په دې منځ کې هغه کس ،چې د نوموړي کورنۍ او ډلې په اړه د نایابو معلوماتو او رازونو خزانه بلل کېږي، په ډېر ساده ژبه وویل، چې بې غمه شئ، انس زه ښه پېژنم، له ماشومتوبه او بیا له دې راهیسې چې ځوان شوی، ده وویل، چې هغه د ټولو وروڼو خلاف د درس، مطالعې او لوبو ډېر شوقي و. ده په قسم سره وویل،چې زه  څو کاله مخکې په خورا سختو شرایطو کې یو ځل د دوی کور ته ورغلی او څو شپې مې وکړې. ما د دې ټولو شپو په جریان کې د کورنۍ له کوم غړي او یا مېلمه نه د انس نوم وانه ورېد، یو ځل مې یې له کوم ورور نه پوښتنه وکړه،چې انس څنګه دی او چېرته دی ،په څه لګیا دی؟! وايي، په ځواب کې راته په ډېره سړه سېنه وویل،شو چې هغه یوازې د درس او مطالعې لېونی دی او زموږ د اصلي کار (چې اشاره یې جهاد یا جنګ ته وه) سړی نه دی…نو له همدې یې تاسو معلومه کړی،چې په دومره نړیواله نظامي او جهادي کورنۍ کې د داسې کم سنه او کشري هلک نېونه نه تشه او نه به وي.بې غمه اوسئ..او هغه یو ډېر عادي کس دی.
او دا یې هم وویل، چې نوموړی تر دې تېر لوی اختر څو ورځې مخکې لا همدلته و، خو د اختر د رخصتیو په پلمه له یو بل ملګري او د را خلاص شوي بندي مولوي محمد نبي عمري له کشر ورور حافظ رشید سره یو ځای قطر ته د هغو بندیانو لېدو ته تللی و، کوم چې څه باندې شپږ میاشتې مخکې له ګوانتانامو نه د تبادلې په اساس را خوشي شوي وو.خو کله چې له هغې خوا بېرته را ګرځېدل، نو د بحرین په هوايي میدان کې امریکایانو د ښه ډېر وخت لپاره تم کړي، ځکه د دوی څېرې او ژبه ورته نا اشنا ښکاره شوي ،ده وویل چې له نېول کېدو وروسته په څو سلسلو د امریکایانو له لورې افغانستان ته وړل شوی او اوس هم غالبا له همدوی سره وي، خو هسې یې د ملي امنیت د مړه کردار د را ژوندي کولو او ځلولو لپاره له دې کیسې دومره غټه او مهمه پېښه جوړه کړه.

نن مې چې په همدې اړه د طالبانو اعلامیه هم تر لاسه کړه.نو د سړي خبرې مې له شک پرته په زړه ننوتلې او د
ملي امنیت د دې پوچې ادعا واقعیت ښه راته په ډاګه شو.

که ملي امنیت واقعاً دومره فعاله او په هېواد او امنیت میینه اداره وي او د داسې مهمو لاسته راوړنو جوګه وي؛ نودلته غواړم، څو مهمو خبرو ته اشاره وکړم.

* که ملي امنیت واقعاً د دې وړتیا لري، چې د حقاني شبکې په څېر د نورو مخالفینو د مشران او یا قوماندانان نیولی او یا له منځه وړلای شي، نو دا په لویو ښارونو کې هره ورځ غلچکي برید کوونکي او د ډله یېزو حملو په مخنیوي کې ولي پاته راغلي؟!.

* که ملي امنیت واقعاً ازاد او د امریکایانو د ګټو تابع اداره نه وي، نو بیا ولي د هغوی لاسته راوړنې د ځان په نوم یادوي، او څنګه د هغوی د لاس نانځکه کېږي، چې هر څه ورته وایي، هماغسې لوبېږي. ځکه ملي امنیت خو په اوله ورځ وویل، چې دا مهم قوماندانان او په خوست کې نېول شوي، اوس ولي دا څرګنده شوه، چې هغوی په خوست نه بلکې زرګونه کیلومتره لیرې د امریکایانو په ریموټ چلېدونکي هېواد بحرین او قطر کې نېول شوي.

* که ملي امنیت د دې پر ځای چې د جګړې اصلي سرغنه او شبکه زیانمنه کړې، د طالب مشرانو او یا د دولت د نورو مخالفینو د کورنۍ عادي افراد، چې ان زده کوونکی هم نه پریږدي او زندانونو ته یې اچوي، نو څه فکر کوئ، چې ایا هغوی به د چارواکو زامن او د کورنیو غړي ، چې ډېر په اسانه هر ځای اختطاف او له منځه وړل کېدای شي،په نښه نه کړي او توجه به ورته وا نه ړوي.

* ملي امنیت اداره باید په دې هم توضیحات ورکړي یا نیول شوی کسان رښتیا هم خلیجي هېوادونو ته د مرستو را ټولولو لپاره تللي او که هلته د بندیانو د لیدو او یا بل کوم شخصي کار لپاره. ځکه ویل کېږي، چې امریکایانو د اازادو شویو بندیانو سره ژمنه کړې وه، چې ستاسو د کورنۍ غړي او خپل خپلوان کولای شي، ستاسو ملاقات او لېدني ته قطر ته درشي.خو دا چې د یو بندی ورور او د همدوی د کورنۍ په غوښتنه رابللی شوی بل کس نېول کېږي او بیا یې پړه هم پر ملي امنیت ور اچول کېږي، دا خپل یو سوال دی.

زه خو د هېواد د یوه عادي اوسېدونکي په توګه د ملي امنیت دا اقدام چې یو تنکی ځوان دومره غټوي او په دې توګه یې د زده کړو او تعلیم دروازې پر مخ تړي ، یوه ستره جفا او د هېواد د بچیانو ، هغه که د هرې ډلې او یا ګوند مربوط وي، یو ستر جنایت او له زغمه وتلې او د کرکې وړ هڅه بولم.

له طالبانو هم هېله کوم، چې ترڅو پورې د انس حقاني او ورسره ملګري د برخلیک په اړه کوم څرک نه وي لګېدلي، لکه په اعلامیه کې چې يې ګواښ کړی، هومره جدي او سخت عکس العمل لاس پورې نه کړي او انتظار وباسي، چې ترڅو دغه هلک ګوندي،د ښاغلي اشرف غني احمدزي او یا امریکايي مقاماتو د توجه وړ وګرځي او د خوشي کېدا په اړه یې اقدام واخلی.

همدارنګه پر ګران ولسمشر غږ کوم، چې په راتلونکي کې دې د ځوانانو د ستونزو د حل لپاره کوټلي ګامونه واخلي او دا چې ځوانان په یو او بل نامه باندې خشونت قربانیان کېږي او له منل شویو حقونو بې برخې کېږي، زندانونو ته اچول کېږي، په اړه یې غور وکړي او اړونده ادارو او چارواکو ته لارښوونې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x