فایرفاکس هېلو (Firefox Hello) د نوي سکایپ په غبرگون کې معرفي شو

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۶مه ۱۳۹۳ل): فایرفاکس هېلو د موزیلا فایرفاکس یوه نوې پنځونه ده چې د همدې کمپنۍ په نوې ازمیښتي براوزر کې به کاروونکو لپاره وړاندې شي.

د موزیلا په وینا دغه نوې ټکنالوژي به روانو څو اوونیو پورې کاروونکو ته وړاندې شي چې په وسیله به یې د دغې براوزر کاروونکي وکولی شي له خپلو ملگرو او دوستانو سره غږیزې او تصویري اړیکې ټینگ کړي.

دغه ټکنالوژي هم د سکایپ (Skype)، گوگل هېنگ اوټ (Google Hangouts) او د اپل فیس ټایم (FaceTime) په څیر خدمتونه وړاندې کوي خو له نورو سره يي ستر توپیر دا دی چې د دې ټکنالوژۍ څخه د گټې اخیستنې لپاره د اکاونټ جوړولو اړتیا نشته.

دغه ټکنالوژي کې کاروونکو لپاره د کوم پروگرام ښکته کول او اکاونټ جوړولو اړتیا نشته او تاسو کولی شئ یوازې په دغه برازور کې موجود چټ ببل (chat bubble) علامه کلیک کړئ او له دوستانو سره اړیکه ټینگ کړئ.

فایرفاکس دغه نوې ټکنالوژي د هسپانوي کمپنۍ ټیلیفونیکا (Telefonica) په مرسته جوړه کړې.

دغه ټکنالوژۍ ته د کاروونکو لاس رسي دقیقه نیټه لا نه ده معلومه خو د دغې ټکنالوژي له وتلو سره به سکایپ او ورته نورو کمپنیو ته سخت زیان ورسیږي.

فایرفاکس خپل نوي ورژن براوزر کوم کې به چې دغه نوی پنځول شوی ټکنالوژي کارول کیږي پر خپل رسمي پاڼه کې کاروونکو ته وړاندې کړي او د خلکو د غبرگون په انتظار دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د