
فېسبوک د پاسورډونو افشاګرۍ د مخنيوي له پاره لارې چارې لټوي
نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۶مه ۱۳۹۳ل): فیسبوک امنیتي څانگه یوې خودکاره پروسې په وسیله خپلو کاروونکو ټول اکانټونه تر څارنې لاندې نیولې دي. تر څو له دې وروسته د کاروونکو پاسورډ یا نورو معلومات له افشا کیدو وژغورل شي.
فیسبوک دغه فیصله وروسته له هغې وکړه چې د ډیرو نورو شبکو په خاصه توگه ډراپ باکس (Drop box) کې د خلکو موجوده ډیټا افشا او انټرنیټ کې خپره شوه.
په دې وروستیو کې اکثره کاروونکي خپل اکاونټ خلاصولو لپاره له ډیر سخت امنیتي پروسې سرخ مخ شوي که څه هم دغه پروسه سخته ده او کاروونکي له سختو پوښتونو سره مخ کوي خو دغه امنیتي تدابیر ډیر اړین دي.
د فیسبوک امنیتي انجینر کرېس لانگ (Chris Long) وویل: «فیسبوک یوه ډله به له دې وروسته خبرونه او نورې ویب پاڼې څاري، لکه پاسټیبېن (pastebin) چیرته چې هېکران خپل هېک شوي معلومات نشروي.»
کله چې فیسبوک په یادو شوو پاڼو کې کوم افشا شوی فایل وویني نو هغه فایل به په اتومات ډول سره د خپل کاروونکو له فایلونو سره مقایسه کوي.
کله چې ورته فایل يي د کوم کاروونکي په پروفایل کې پیدا کړ نو کاروونکي به د پاسورډ په بدلولو مجبوروي.