افغانستان

د کندهار پولیسو دوه وروڼه د ښار منځ کې ډبولي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې مسوولینو په یاده ساحه کې د یوې کورنۍ دوه وروڼه بې له جرمه مرګوني ډبولي دي.

په کندهار کې ځوان لیکوال او فیسبوکي فعال عبدالعلي افغان لیکي چې تېره د څلورمې امنیتي حوزې اړوند پولیسو د نوموړي ملګری عبدالاحد الهام او د هغه ورور بې له کومه جرمه دومره ډبولي دي چې تر روغتونه ورسېدل.

د دوی په خبره په کندهار کې د پولیسو وحشت د دې ولایت د خلکو له حوصلې وتلی دی او باید لوړ پوړي دولتي مسوولین يې پوښتنه وکړي.

هغه لیکي: «تيره ورځ زما خوږ ملګری عبدالاحد الهام
او د هغه ورور د کندهار دڅلورمي امنيتي حوزي د هغه بي وجدانه،بي تعليمه اولنډغرو پوليسو لخوا په ډيره وحشتناکه اوبي رحمانه توګه وهل سوي دي.
ددي وحشت نور دکندهاريانو ځوانانو ته دزغملو وړ نه دي.»

ډېرو ښاریانو دا پېښه غندل شوې ده او یو شمېر نورو هم د کندهار له پولیسو ورته شکایتونه کړي. د احسان الله هاشمي په نامه یو تن د پولیسو په باب وویل: خدمت يې نشته، لت او پیسې يې ښه عادت دی.

دا لومړی ځل نه دی چې په کندهار او د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د پولیسو او اربکیانو اړوند شکایتونه کېږي.

په کندهار کې د پولیسو د وحشتونو اړوند وروسته تر هغه د شکایت کولو زړورتیا پیدا شوه چې د اتمي امنیتي حوزې پخواني مسوول قومندان جاجو د پېغلې شاعرې مینې انتظار پر کور برید وکړ او نوموړې يې په ټولنیزو رسنیو کې په غندنه او ګیلو خوله خلاصه کړه.

تر دې وړاندې هم د کندهار ښار د درېیمې امنیتې حوزې اړوند د دې سیمې اوسېدونکو ګیلې کړې وي، چې د دې حوزې پولیس د دوی ماشومان له ښوونځي راګرځوي او په پوسته کې پرې غیر اخلاقي ویډیوګانې ګوري.

یاده دې وي تر اوسه پورې د کندهار ښار د زرګونو اوسېدونکو د شکایتونو اړوند د کندهار سیمه اییزو چارواکو څه نه دي ویلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x