افغانستان

د عالمانو سراسري شوار: دینو مدرسو ته دې پام وشي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د ګډ حکومت له مشر ډاکټر اشرف غني سره ولیدل.

په دغه ناسته کې اشرف غني په عالمانو غږ وکړ چې د سولې په برخه کې دې له دولت سره مرسته وکړي. اشرف غني احمدزي په داسې حال کې له عالمانو نه د سولې په ټینګښت کې مرسته وغوښته چې د واکمنۍ له پیله یې ژر وروسته له امریکا سره لانجمن امنیتي تړون لاسلیک کړ.

اشرف غني وعده وکړه چې د قانون په پلي کولو کې به د زورواکانو پروا ونه کړي، خو دا يې ونه ویل چې د کابل بانک په قضیه کې ښکېل دوه لوړپوړي بانکي مسوولین څنګه له قضيې ګوښي او له هېواده ووتل.

دیني عالمانو له اشرف غني احمدزي نه غوښتنه وکړه چې د دینې مدرسو کیفیت ته دې پام وکړي د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې دې خپلې هڅې نه سپموي.

دا په داسې حال کې ده چې پخپله اشرف غني احمدزي ژمنه کړې ده چې نوموړی به ارګ او جومات سره یو کوي.

په ورته وخت کې د اشرف غني امنیتي سلاکار حنیف اتمر نه یواځې په افغانستان بلکې په ټوله سویلي اسیا کې د مدرسو بندول غوښتي دي.

اتمر چې له کابله یې هند کې یوې ناستې ته ویډیو وینا کوله زیاته کړې چې ځینې دیني مدرسې د ترهګرۍ مهم مرکزونه ګرځېدلي دي چې د دولتي او نادولتي لوبغاړو له خوا په ناسم ډول کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم په خواله رسنیو کې «د افغانستان ایکسپریس» دیني ارزښتونو ته سپکوونکي مضمون خبره توده ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x