ادبي لیکني

دکیږدۍ ادبي بهیر اوونیز راپور

راپور: محمد انور علیمي

دکیږدۍ ادبي بهیرپرله پسې پنځمه ناسته دپکتیکاپوهنتون په تدریسي خونو کې دشنبې په ورځ دتلې په اتلسمه تر سره کړه دغونډې پیل محمدانور علیمي دقرانکریم په مبارکو ایتونو منور کړ ددریځ چاری عبدالرازق بینوا په غاړه لرلې احسان الله غاوردویاند په غوښتنه دمشر میلمه په توګه مخامخ ګډونوالو ته کیناست دادبي درس لپاره صدیق روان (سربلونه اوستربلونه اودهغوکاریدنه په جملواوکلمو کي )ترتیب کړې او شیرمحمد مهد ګډونوالوته وړاندي کړه درس يې ډیرپه زړه پوري دترتیب کوونکي په نشتوالي کې دناستو کسانو تر منځ دپوښتنواو ځوابونو لړۍ توده وه چې ویاند ددویمې برخي (کره کتنې )ورخلاص کړ حمیدالله همیم دکیږدۍ ادبي بهیر ته لیکلی شعر کرکتنې ته وړاندي کړ چې لومړی بیت يې داسي وو .

خیال اوفکر لوړومه په کیږدۍ کې

دشعرژبه زده کومه په کیږدۍ کې

مهد دخبرو وار لومړی کړ او داسي يې وویل کیږدۍ ادبي بهیریواکادومیک بهیر دی ځکه  داسي شعرکیږدۍ ته لیکل شوی اوپه شعرکې داستعارواو تشبهاتو دنشتوالي له مخي دریالیزم مکتب ته ورته شعر وباله چې په یاد مکتب کې ټول حقیقتونه په ښکاره ډول په شعرکې ویل کیدل،محمدانورعلیمي دشعر ردیف نوی اودخوشال خان دې بیت ته ((له خوشال سره که کیني یوڅوکاله ـــ دادغره خټک به واړه شاعران شي )) ورته وباله کیږدۍ ته دلیکل شوي شعردویم بیت

خړه پړه دکوچیانو کیږدۍ نه ده

شاعران راټولومه په کیږدۍ کې

علیمي وویل کیږدۍ چې کوچیان او ځیني جايي خلک ژوند پکښې کوي ټولي یوشان دي یوله بل سره توپیر نه لري نو باید یواځي دکوچیانو کیږدۍ ته دخړپړ والي خطاب نه وای شوای خو احسان الله او مهد وویل چې دکیږدۍ له خړپړالي څخه يې خپله کیږدۍ نه بلکه دکیږدۍ اوسیدونکي مراد دي په همد ې ډول تر دریم بیته راورسیدلو

دکوچۍ دنغري اورمړکومه

اوردمینې بلومه په کیږدۍ کې

مهد : بیت ډیره ښکلې شاعرانه تابلو لري مین چې خپل دمینې اورویني نور اورونه ورته هیڅ ښکاري خواحسان الله غاور دکوچۍ دنغري اور مړکول دکوچیانو ژوند له کیږدۍ څخه ایستل وباله او زیاته يې کړه چې دکیږدۍ ژوند له کوچي سره ښه ښکاري او په پورته بیت کې له کیږدۍ څخه عادي کیږدۍ مراد دی دنقد خوږو شیبو تر څلورم بیته را ورسولو.

بدرنګي به يې په خواکي هم پرې نږدم

حسنه تابه یادومه په کیږدۍ کې

عليمي اسمي طباق په بیت کې واقع وباله داستعارواو تشبهاتو په شعرکې دنه ترسترګوکیدو له مخي مهد وویل چې هنرباید دهنر لپاره وکاریږي استعاري او تشبهات شعرونو ته ښکلا وربښي ویاند دشعر پنځم بیت داسي وړاندي کړ

که په نورو ژبو زه سم نه پوهیږم

پښتو تاخو نازومه په کیږدۍ کې

مهد شعر په فني لحاظ برابر او ښه شعر وباله او ويې ویل دداسي شعرونو موضوع دغزل په شان نه اوړي او تسلسول په کې موجود وي او غزل په دې ډول په یوه مانا ښه نه راځي ځکه په غزل کې موضوع او کافیې ګډې رواني وي په تلوتلو ترشپږمه بیته راورسیدلو

ستاحروفونه لکه خښتي دسروزرو

اړومه را اړومه په کیږدۍ کې

بینوا دحروفوسره دسروزرو خښتي یوښه نالیدلې اونادره تشبه وبلله او احسان الله غاوروویل  دبیت حقیقت ته نیږدې دي خو مهد حروف چې دحرف جمعه ده په حروفونو لیکلو ته ګوته ونیوله او يې ویل چې دجمعي جمعه شوي دشعر ورستي بیتونه داسي وو

دازما دپښتني میني حساس دي

دابه سرته رسومه په کیږدۍ کې

که تقدیرمې فیصله بدله نکړه

همیم ټول ژوند تیرومه په کیږدۍ کې

بینوا وویل په بیت کې دګاڼي دکرښي په څیر خبره شوي او زیاته يې کړه څوک چې په خپله دځان لوری بدل نه کړي تقدیر يې نه بدله وي ځکه خدای (ج) وایي چې زه دانسان حالت ترهغه نه بدلوم تر څوچې انسان په خپله دځان حالت بدل نه کړي او همیم ته يې هم له خدای (ج) دتوفیق غوښتنه وکړه مهد ورستي دوه بیتونه دموضود بدلون له مخي مقفا بیتونه وبلل، دنقد خوږې شېبې رواني وې همیم دویاند په غوښتنه دستیج په لوري قدمونه اوچت کړل حمیدالله همیم ډیر خوش شکاریده ویل يې په کره کتنه کې زمادزړه خبري شوي دي په شپږم بیت کې دحروفونو په اړه که چیري حروف شوي وای په بیت کي وزن له منځه لویده له ګډونوالو څخه يې دمننې کلمې په خولو کې څرخیدې ویاند دکرکتنې رسۍ وشلولې دبهیر په خواږې او خوشاله برخې مشاعرې ته يې قدم واخیست ددریځ ترشا ویاند دعبدالرازق بینوا په بلنه ټول شاعرانو ګډونوالو ته شعرونه ورواورول دبهیر پنځمه ناسته دمحمد انورعلیمي له خوا وارزول شوه او دراتلونکي وغونډي دادبي درس لپاره عبدالرازق بینوا د(پراډکس) موضوع راوړلو ژمنه وکړه او ناستي ته د دوعايې په لوستلو دپای ټکی کیښودل شو .

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x