
غزني کې د جلا جلا پېښو په ترڅ کې پنځه عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، د تلې۲۶مه،۱۳۹۳ل): له غزني نه ورکول شوي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د اردو پنځه عسکر وژل شوي.
د سرچینې به خبره لومړۍ پېښه په قره باغ ولسوالۍ کې را منځته شوې.
پرون د جمعې په ورځ دوو عسکرو ،چې د قره باغ د اکبرخان کلا په سېمه کې په ګزمه بوخت وو، د طالبانو تر ناڅاپي برید لاندې راغلي او ځای پر ځای وژل شوي، له وژل شویو عسکرو یو ثقیل او یو میل کلاشینکوف طالبانو ته په لاس ورغلي.
همداراز د اندړو ولسوالۍ په نوري کلا او سردې سېمه کې هم د عسکرو پر عملیاتي قطعې برید شوی، د برید په پایله کې درې عسکر وژل شوي ، چې ویل کېږي، د وژل شویو کسان مړي تر ناوخته په سېمه کې پراته وو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دواړو پېښې پخلی کړی او مسؤلیت یې هم په غاړه اخیستی؛ خو د غزني امنیتي چارواکو د یادو پېښو په تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.