د مستري ګل بدين دينى او مذهبي بي لارى

gulbadeen_hikmatyarلېکنه: خليفه موسې جان نقشبندي، مدظله العالي

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :

په نړۍ کې هر ډول باطلو ډلو ټپلو او بي لارو کسانو خپل ځانونه عامه ولس ته د خيرخواه او ناصح په توګه ور معرفي کړي.

لعين شيطان هم خپل ځان وحضرت ادم عليه السلام ته د خيرخواه او ناصح په توګه ور معرفي کړ چي په خدائ پاک قسم زه ستاسي خيرخواه يم (   وَقَاسَمَهُمَآ إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِينَ   ).

 

د مکي مشرکانو کومه ناروا، شرک، کفر، ظلم، بي لاريتوب او له خدائ تعالى څخه ليري کارونه نه کول ولي ددي ټولو سره سره ئي دا دعوه کوله چي مونږ ابراهيمي عقيده لرو، حال دا چې ددوي د عقيدي او د حضرت ابراهيم عليه السلام د عقيدي ترمنځ د ځمکي او اسمان، اور او اوبو څخه هم زيات واټن او توپير وو.

معلون قادياني د امام اعظم مذهب څه چې اسلام او محمدي دين ئي ټول تر پښتو لاندي کړل ولي بيا هم محمدعلي ميرزائي په خپل کتاب تحريک احمديت ج ١ ص ١١ کې ليکلي: حضرت ميرزا صاحب ابتداء سے اخري زندگي تک على الاعلان حنفي المذهب تهے.

الغرض د حضرت ادم عليه السلام له زماني څخه را واخله تر نن ورځي پوري همدغه لړۍ دوام لري، څوک ساده زړو خلکو ته خپل نظريات او باطله عقيده د اسلام په نوم ور معرفي کوي، څوک ئي د مذهب په نوم او څوک ئي د …

زمونږ په افغانانو کي هم له څه وخت راهسي مستري ګل بدين همدا ډول حربه استعمالوي، خپل ځان خيرخواه او ناصح  معرفي کوي او په دي جذبه ليکل کوي چي زمونږ افغانان د خداي تعالى له کتابه او د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له احاديثو څخه خبر شي،  نوموړي ځاي ځاي ددي ګيله هم کړي چې ګواکي افغانانو ته زمونږ نامتو، خدائ پرستو او متبحروعلماوو څه داسي شى نه دي ليکلي چي ددوي علمي تنده ور باندي ماته شي.

ده د خپل تفسير په سريزه کي هم ددي يادونه کړي، او د ځېنو نورو کتابونو په سر کي هم !!.

نو ځکه يي د قران کريم تفسير، د بخاري شريف شرحه او نورو لېکلو ته ملا تړلي.!!.

خداي مکړه که دده په څېر يو څو نور انجنران فقهاء کرام ، مفسرين او محدثين راپيدا شي نو ډير ژر به د افغانانو بيړه ور غرقه کړي:

ع : اين چنين ارکان دولت مُلک را ويران کنند.

دا خبره صحيح ده چې ګل بدين يو مستري او په معاصر لغت يو انجنر ده، له مسلمانانو سره په جنګ جدل، په دوي کي دفتنو او اختلافاتو را ولاړولو،  له سواد اعظم او مذهب نه په وتلو او تيرايستلو کي پوره پوره مهارت او تجربه لري ولي:

ع: نه هر موئے برافروخت دلبري داند.

د قران شريف تفسير، د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د احاديثو شرحه، صحت او ضعف معلومول، له دي څخه فقهي حکمونه او مسئلي را ايستل د هرچا کار نه ده.

مستري ………… نه شرميږي چې ده خو فقه شريفه د قران او حديث څخه د انحراف لامل ګڼلي، فقه ئي د قران او حديث د هيريدو سبب ګڼلي.

دده خپل ليکل په دي ډول دي:…… خلكو په فقهي احكامو اكتفاء وكړه او قرآن او حديث ته رجوع ورنه پاتې شوه، په دې سره د قرآن ترڅنگ حديث هم هيرشو.[ اسلامي نهضت ص ٦٥ ].

مستري………….  دا تور هم غوټه کړى چې په فقه شريفه کي نيمګړى دين تشريح شوى، په فقه کي د اسلام يو اړخ څيړل شوى.

فقه په داسي دوران کې توضيح شوي چې اقتدار د ظالمو او مفسدو واکدارانو په لاس کې وو.

دده عبارت په دي ډول دى: ((   په فقه كي د اسلام يوازې يو اړخ څېړل شوى او صرف د ورځنى ژوند احكام توضيح شوي، لكه اودس، حيض، نفاس، غسل، لمونځ، روژه، زكات، حج، نكاح، طلاق … خو په نورو بنيادي او اساسي مسائلو بحث كول او د اسلام نور اړخونه څېړل نه د فقه د بحث موضوع وه او نه خلكو په دې باب د څېړنى او بحث غوښتنه كوله ………  عملاً گورو چي په فقه كي د امام د انتخاب د څرنگوالي په هكله، د ده د صلاحيتونو په هكله، د ده په انتخاب كي د عام ولس د ونډي او وظيفى په هكله، د شورى په باب، په بيت المال كي د چارواكو د تصرف په باب، د جهاد او هجرت په هكله، يا هيڅ ندي ويل شوي يا ډېركم ويل شوي. په قرآن كي د اودس په هكله صرف يو آيت راغلى او د شورى په هكله درې آيتونه، په فقه كي بايد د شورى په هكله بحث او حيرنه د اودس په نسبت درې برابره زياته وى، خو خبره برعكس ده، د اودس په هكله مفصل او د قيق بحثونه گورو، هر فقيه خپله رساله په همدې بحث پيل كړې، خو د شورى په هكله يا اصلاً بحث ندى شوى يا ډېر سطحى او ضمنى اشاره شوې.[ اسلامي نهضت ٦٥ مخ ].

متأسفانه اسلامي فقه په داسي دوران كي تدوين شوې چي اقتدار د ظالمو او مفسدو واكدارانو په لاس كي وو، د اختناق او استبداد په سختو شرايطو كي دا كار ګران او حتى محال وو چي زموږ فقها له عباداتو او معاملاتو نه علاوه د سياست، اجتماع، نظام، جهاد، هجرت، شورا، د خلكو حقوق، د واكدارانو مسئوليتونه او صلاحيتونه، د امير د انتخاب طريقه، د بيعت څرنگوالى او اهميت او دې ته ورته مسايل وڅېړي. چا چى پدې هكله د څه فقهي تحقيقاتو هڅه كړې، يايې خپل سر خوړلى، اعدام شوى، تبعيد شوى او د محبس تورو خونو ته لېږل شوى او يا ئې مدرسه او مسجد تړل شوي.  .[ اسلامي نهضت ٦٦ ص]. )).

ليکن……………..:

گرنه بيند به روز کوره چشم

چشمۀ آفتاب راچه گناه.

دا مذهبي بي لارى نه پوهيږي چې په فقهاوو د هري مسئلي په اړه لېکل کړي تر دي چي داسي بي شماره فرضي مسئلي ئي هم لېکلي چي له هغو څخه ځېني اوس اوس په څلوارلسمه صدۍ کي واقع کيږي او ځېني لا واقع سوي هم نه دي!.

د څلورو واړو مذهبونو فقهي کتابونه که را جمعه شي نو په لکهاوو جلدونو ته به ورسيږي.

مستري په دي نه پوهيږي چي امام اعظم څومره خدائ پرست انسان وو، په يوه يوه مسئله به ئي شورى را غوښتله، د جابرو او ظالمو واکدارانو جبر او ظلم دده په دعوت، فقه او اسلام خپرونه کي هيڅ ډول خلل نه دى راوستئ.

د جابرو او ظالمو واکدارانو تر اغيز نه راتللو په وجه دده مبارک وفات هم په زندان کي سوئ .

امام مالک او نور بي شميره امامان هم داسي در واخله.

مستري د اسلام نړولو ته سمه ملا تړلي؛ په فقه شريفه تر اعتراضانو، بهتانو او افتراء ورسته ئي د حکمة الباري په نوم کتاب کې ئي د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په احاديثو ملنډي وهلي، ډير زيات ئي د عقل څخه د خلاف کيدو په وجه رد کړي، د مشهور مقبول اودعظمت والا کتاب يعني بخاري شريف چي د اصح الکتب بعدکتاب الله وصف اونعت يې ګټلئ دئ ، دداسي مقدس کتاب اکثره احاديث ئي ضعيف ګڼلي، ځينو ته ئي موضوعي يعني له ځانه جوړشوي ويلي ځېني ئي د شيعه ګانو روايتونه ګڼلي!!.

او نوم ئي حکمة الباري !! ور باندي ايښي :

ع: برعکس نام زنگ را کافور مي نهند.

دده د دغه منحوس کتاب يو څو عبارتونه په دي ډول دي :

په ج ١ ص: ٢٢ کي ليکې: …. دا روايت په بخاري کي اوه ځلي راغلى، د سند له مخي دومره کمزورى دئ چې په پنځو نسلونو کي يوازي يوه يوه کس روايت کړى، هيڅ راوي ئي شاهد نه لري، يعني تر زيات غريب هم اوښتى، او د متن له مخي قطعاُ د منلو او راوړلو وړ نه دئ!

ورسته ليکي ( ددي راويت ) دا برخه هم د منلو وړ نه ده…………………

بيا ليکي: اوس که څوک ووايې: زه ( د بخاري او مسلم ) دا روايت نه منم ، ګمان کوم چې دا روايت به په پنځم نسل کي کوم شيعه جوړ کړى وي………………………… نو دي سړي هيڅ ګناه نه ده کړې، بلکې حق لري چې ووايې: زه د دغو درنو صحابه وو په اړه دا تورونه نه منم، که دا خبره ونه کړي نو هم به ئي له دغو صحابه وو سره جفا کړي وي او هم له خپل عقل سره .  [ حکمت الباري ج ١ ص ٢٢، ٢٣ ].

د حکمت الباري په همدغه لومړي ټوک ٢٣، او ٢٤ مخ کي د يو بل روايت په اړه ليکي:….. دا روايت د سند له مخي تر ټولو زيات غريب روايت دئ ………….. او د متن له مخي داسي دئ چي هيڅ وزن او اعتبار نه لري……………… ( د بخاري شريف په دي روايت کي چې کومي دوه خبري راغلي ) ددي دواړو خبرو په اړه بايد ووايو چي دا په پشپړه توگه بي بنسټه او د حقيقت خلاف خبري دي……

د ( بخاري شريف ) ددي روايت په دويمي برخي کي انس رضي الله عنه ته منسوب ويناوي داسي دي چي هيڅ مسلمان ئي بايد د هغوي د ويلو جسارت ونه کړي، دا هم د عقل خلاف دي، هم د فطرت او هم د حقيقت، دا د رسول الله په شان کې جسارت او هتک حرمت دئ……………………..

دا ټول حقايق او دلائل ددي خبري شهادت ورکوي چې ( د بخاري، ابن حبان، مسنداحمد، نسائي، بيهقي، ابن خزيمه، ابوعوانه، ابويعلي او نورو بي شميره محديثينو له طرفه نقل شوى ) دا روايت موضوعي او بي بنسټه دئ، نه د منلو دى او نه د استناد وړ، څوک چې دا روايت منى نو به ئي له خپل گران او متقي پيغمبر عليه السلام سره جفا کړي وي او هم له خپل عقل سره ….. [  حکمت الباري ج ١ ص ٢٢، ٢٥].

مسلمانانو وروڼو وګورئ مستري ګل بدين په دغه کتاب کي د بخاري شريف او نورو ګڼو محديثينو صحيحو روايتونو ته موضوعي، بي بنسټه او د حقيقت خلاف ويلي، که څوک د بخاري د روايت په اړه وايي چې کيدى شي دا شيعه ګانو ددين د نړولو په نيت روايت کړى وي نو دا سړى هيڅ ګنهکار نه دى، بلکه ددي ويلو حق لري ، بلکه که څوک دا سي ونه وايي نو ده د عقل سره هم جفا کړي او د انحضرت صلي الله عليه وسلم سره هم.

ګواه ازخانه:

د جهاد په دوران کښي شهيد مولوي نصرالله منصور رحمة الله عليه مونږ ته يوه ورځ قيصه کوله چې انجنير مهدي څوک چې يو وخت په فارياب کې  د حزب يو تکړه قوماندان وو، او بيا ورسته د حزب له تنظيم څخه واوښتل، ماته د حزب د تنظيم پريښودلو يو علت دا بيان کړو چي مستري …………. د نورو خيانتونو او ظلمونو سره سره د فقهي شريفي، علماوو، روحانينو  او مبارکو احاديثو په اړه ډيره کرکجنه او له سپکاوي څخه ډکه لهجه استعمالوله.

زه عاجز ( موسى جان ) چې کله د اسلامي امارت په اولنۍ مرحله کي هلمند ته ولاړم نو په خپله مي د باغران له رئيس چې دى هم د حزب قوماندان وو، د مستري ګل بدين په اړه ديته ورته خبري واوريدي.

د انجنر مهدي، د باغران د رئيس له ګواهۍ او نورو ګڼو شواهدو څخه معلوميږي چې مستري ګل بدين لا ډير د پخوا څخه د مذهبي بي لارۍ پر لوري مخه کړيوه چنانچه اوس يي خپل خباثت وټولو افغانانو ته ښکاره سو.

شيخ عبدالله انصاري رحمة الله عليه څه ښه ويلي: الهي هرکه را به يندازي به مادر به اندازي.

يعني خدائ تعالى چي څوک له خپل نظر څخه غورځوي ( ملعون کوي يي ) نو له خپلي مور سره ئي په جنګ اخته کړي.

مستري ته هم خدائ پاک د خپلو سابقه عملونو په وجه په قهر سوى چې اوس يي تاسي نتيجه ګورئ په امامانو، فقه شريفي، حضراتو او  مبارکو احاديثو ملنډي وهي په هغوي اعتراضونه کوي له هغوي سره په جنګ سوى ده.

اوس وهغوليکنوته ځيرسئ د څه دپاره چي مو دا مضمون را نيولى:

مخکې مو ددي خبري يادونه وکړه چي مستري ګل بدين يو بي مذهبه او بي لاري سوي انسان ده؛ ولو که دى ډيرخپل ځان حنفيت ته منسوبوي، لېکن : آزموده را ازمودن گناه است.

مؤمن انسان دوه ځلي له يوي سُوري نه چيچل کيږي، ده مخکي په ديني شعائرو ( فقهي، ائمه وو، حديثو ) پسي سپکي سپوري ويلي چې ددي نتيجه دا شوه چې اوس ئي په ښکاره د مذهب، او حديثو څخه بغاوت ته ملا تړلي.

ذا لک بماعصوا وکانوا يعتدون.( القران الکريم ).

د مستري ګل بدين په لېکنو کې د مذهبي بي لارۍ يو څو بېلګې:

(١)  : مستري ګل بدين د مکي شريفي او بيت المقدس دواړو څخه د پيغمبر عليه السلام د جسماني معراج يا اسمان ته ختلو څخه په زغرده انکار کړى ، او د حضرت رسول عليه السلام معراج يي يواځي يو خوب !! ګڼلى. ( وګورئ دده منحوس کتاب حکمة الباري اول ټوک ٣٣٤، ٣٣٦، ٣٣٧ ).

دده دا خبره د صحيحو احاديثو څخه پر انکار سربيره د امام اعظم بلکه د څلورو واړو مذهبونو خلاف ده،

په دي هکله خو بي شماره احاديث راغلي، د احاديثو مبارک کتابونو ور باندي ډک دي ،  زه دلته يواځي  زموږ د مذهب د کتابونو يو څو حوالي را نقلوم:

علامه خازن په خپل تفسير شريف کي ليکلي: اسرى بروحه و جسده.

په  شرح عقيدة الطحاوية کي علامه ابن ابي العز ليکلي: والمعراج حق وقد أسرى بالنبي صلى الله عليه و سلم وعرج بشخصه في اليقظة إلى السماء ثم إلى حيث شاء الله من العلا وأكرمه الله بما شاء وأوحى إليه ما أوحى.

علامه ابن الهمام په فتح القدير کي ليکلي:  وَمُنْكِرُ الْمِعْرَاجِ إنْ أَنْكَرَ الْإِسْرَاءَ إلَى بَيْتِ الْمَقْدِسِ فَكَافِرٌ ، وَإِنْ أَنْكَرَ الْمِعْرَاجَ مِنْهُ فَمُبْتَدِعٌ. ج ٢ص ٢٠٠.

ابوحنيفه ثاني علامه ابن نجيم په البحرائق کي هم داسي ليکلي دي.

د اهل السنة والجماعة د  مشهوري ديني اداري ( بنوري ټاون ) له طرفه په  ماهنامه بينات مجله (  رجب ١٤٢٧، مطابق ٢٠٠٦ ) کي ددي په اړه تفصيلي ليکل سوي دي .

(٢)  :  مستري ګل بدين وايي: پنځه لمونځونه د معراج په شپه نه دي فرض شوي ( وګورئ دده منحوس کتاب حکمة الباري اول ټوک ٣٣٨ ).

د لمانځه فرضيت د معراج په شپه سوى په دي اړه خو بي شماره احاديث راغلي، په حاشية طحطاوي ، شرح الوقايه، بحرالرائق ، مراقي الفلاح او د مذهب په نورو عمده کتابونو کي هم دا مـسئله ذکر سوي.

علامه طحطاوي د مراقي الفلاح په شرحه کي ليکلي:

وفرضت ليلة المعراج وهي ليلة الإسراء على ما عليه جمهور المحدثين والمفسرين والفقهاء والمتكلمين وهو الحق.( حاشية على مراقي الفلاح شرح نور الايضاح ج ١ ص ١٠٠).

(٣)  : وحيه په متلو او غير متلو ، جلي او خفي ويشل نه په قران کي شته او نه د پيغمبر عليه السلام په احاديثو کي (( وګورئ دده منحوس کتاب حکمة الباري اول ټوک ٢٦٤ ).

دلته مستري ددين غټي ستني نړولو ته ملاتړلي، وحيه جلي ا و خفي خو حتى اهل ظواهر هم مني ، خداى جل وعلاشانه خبر چي د مستري اجتهاد!! پر کومه خوا تللى.

شيخ الاسلام أبو بكر محمد بن أحمد السرخسي په اصول السرخسي  کي ليکلي: (بلغ ما أنزل إليك من ربك) والمنـزل إلى الناس الحكم الذي أمروا باعتقاده والعمل به وذلك يكون تارة بوحي متلو وتارة بوحي غير متلو وهو ما يكون مسموعا من رسول الله صلى الله عليه و سلم مما يقال إنه سنته.

د مذهب مشهور مفسرعلامه آلوسي په روح المعاني کي ليکي: { وَلاَ يُحَرِمُونَ مَا حَرَّمَ الله وَرَسُولُهُ } أي ما ثبت تحريمه بالوحي متلواً وغير متلو. روح المعاني ج ٧ص  ٢٠١.

دا خبره په كشف الأسرار ج٣ص٢٠٠ او د مسلم الثبوت په شرحه فواتح الرحموت/ فيض البارى د صحيح البخارى شرحه، کي هم راغلي.

(٤)  : شيطان او پيريان نه خپل شکل بدلولى شي او نه يي انسانان ليدلى شي. ( وګورئ دده منحوس کتاب حکمة الباري اول ټوک ٤٠٣ ).

له بي شماره احاديثو سربيره پيريان ليدل خو زمونږ د حضراتو، علماوو او عامو کليوالو په مشاهده او ليدلو هم ثابت دي، مستري ددي  څخه هم منکر دى .

د مذهب په معتبر کتاب ردالمحتار کتاب النکاح کي خاتم المحققين علامه ابن عابدين شامي وايي:

ان تشكلهم ثابت بالأحاديث والآثار و الحكايات الكثيرة .( ردالمحتار٣٦٠).

(٥)  : په لوڅ سر او پټکي سره لمونځ يو برابر دي ( وګورئ دده منحوس کتاب حکمة الباري اول ټوک ٢٠٨ ).

داسي ښکاري مستري تور پټکي د سرخوږۍ يا افغانانو ته د دوکي ورکولو په غرض پر سر تړي، که داسي نه وي نو په مذهب کي خو مسئله داسي بيان سوي :

يكره أن يصلي الرجل حاسرا عن رأسه، لكن إذا قصد التذلل فلا كراهة.

په فتاوى ديوبنددمحمدشفيع رحمة الله عليه  ج ١ ص ١٩٢ کي دي : عمامه کي ساتهـ نماز پړهنا اور امامت کرانا افضل هـے او ثواب زياده هے.

( ٦)   :  ښځه د مخ په پټولو نه ده مکلفه، څوک چي ښځه د مخ او لاس په پټولو مکلفه ده ( نو هغوي ) په دين کي غلو او بي ځايه سختي کوي ( وګورئ دده منحوس کتاب حکمة الباري اول ټوک٢٠٨ ).

د مستري بابولالي خو مو وليدي راسئ پر دي هکله  مذهب څه وايي:

علامه جصاص رحمة الله عليه چې دا يو لوي ( حنفي ) مفسر ده، ده  د ( يدنين عليهن من جلابيبهن) ايات په تفسير شريف کي ليکلي: في هذه الآية دلالة على أن المرأة الشابة مأمورة بستر وجهها من الأجنبي، وإظهار الستر والعفاف عند الخروج، لئلا يطمع أهل الريب فيهن”.

علامة ابن نجيم چاته چي د ابوحنيفه ثاني لقب ورکړل سوى ليکي: قال مشايخنا : تمنع المرأة الشابة من كشف وجهها بين الرجال في زماننا للفتنة .( البحر الرائق شرح كنز الدقائق ـ 1 / 284) : .

علامه ابن الهمام په فتح القدير ج 2 ص 405 کي ليکلي: ودلت المسألة على أن المرأة منهية عن إبداء وجهها للأجانب بلا ضرورة وكذا دلَّ الحديث عليه » اهـ .

علامه  داماد افندي په مجمع الأنهر شرح ملتقى الأبحر ج 1 ص 81 کې ليکلي: وفي المنتقى : تمنع الشابة عن كشف وجهها لئلا يؤدي إلى الفتنة . وفي زماننا المنع واجب بل فرض لغلبة الفساد وعن عائشة : جميع بدن الحرة عورة إلا إحدى عينيها فحسب ، لاندفاع الضرورة.

دارنګه وګورئ زموږ د مذهب نور کتابونه:

رد المحتار ج١ص٢٧٢/ فيض الباري شرحه د صحيح البخاري 1/254

( ٧)   : په خفيه لمانځه کي فاتحه خلف الامام غوره ده ( وګورئ دده منحوس کتاب حکمة الباري اول ټوک ٥٢٩ ).

مذهبي بي لارى دلته هم له مذهب څخه اوړيدلى، په فقه شريفه کي راځي:

ولا يقرأ المؤتم خلف الإمام في السرية والجهرية

البحرالرائق ٣٢٧٠/ هدايه شريف ج١ص٥٤ / فتح القدير٢١٧٧

(٨)  : په لمانځه کي تورک او نه تورک دواړه روا دي ( وګورئ دده منحوس کتاب حکمة الباري اول ټوک ٥٦٧).

مستري دلته هم اجتهاد!! کړى ولي افضل او مفضول يي نه دي بيان کړي،.

مذهب خو وايي :

والقعود الثاني كالاول …. فکاان اولي من ا لتورک ( هدايه مع شرحه العنايه ج٢ ص١٠٠).

(٩) وتر واجب نه دي، بلکه راجح داده چې وتر سنت دي  ( وګورئ دده منحوس کتاب حکمة الباري اول ټوک ٦٢٤).

(١٠) د کوم مړي جنازه چي نه وي شوي نو غوره داده چي جنازه ور باندي وشي ( وګورئ دده منحوس کتاب حکمة الباري اول ټوک ٧٢٢ ).

(١١)  : … که څوک جومات ته نه شي تلى او تراويح لمونځ يوازي کوي دا ورته غوره ده چې شل رکعته وکړي او يو جزء ( سپاره ) په کې تلاوت کړي خو که ئي تر شل رکعته کم اداء کړل او د قران لنډ سورتونه ئي په کي تلاوت کړل  مه اعتراض پري کوئ او مه ئي ګنهګار ګنئ ( وګورئ دده منحوس کتاب حکمة الباري اول ټوک ٦٩٥ ).

( ١٢)   : په وترو کي غوره داده چې د مسافر حالت ته پريښودل شي يعني که هغه ته په سورلۍ مناسب ښکاره شوه په هغي دي وکړي او که ښکته نو ښکته دي وکړي ، يعني وتر په سورلۍ هم ( د شرعي ضرورت څخه بغير ) هم کيدى شي . ( وګورئ دده منحوس کتاب حکمة الباري اول ټوک ٦٢٥).

په فقه شريفه کښي راځيږ والوتر واجب ( مراقي الفلاح ج١ ص ٨٨/ حاشية الطحطاوي علي مراقي الفلاح).

(١٣) د حج په ارکانو کي مراعات ضروري ده خوکه څوک سهوا يا د ناپوهي له امله ترتيب مراعات نه کړي دم پري نه لازميږي. ( وګورئ دده منحوس کتاب حکمة الباري اول ټوک ١٥٥).

(١٤)  : ښځو ته د مسجد تللو په اړه مذهبي بي لارى لېکي : څوک چې وائي اوس د فساد او فتنو دور دى نو ځکه جومات ته د ښځو تګ ښه نه دى هغوي ته وايو ( دده د خبرو حاصل ):

له فتنو څخه د ښځو ژغورل خو په دي نه کيږي چي دوي دي له جومات څخه منعه کړلي شي بلکه مسجد ته په تللو دوي له فتنو او فساد څخه ژغورلي کيږي، څوک چې وايي د اوسنۍ زماني په نسبت د رسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه کي فتني لږي وي نو دوي له حقيقت څخه ناخبره خلک دي، بلکي په هغه وخت کي فتني ډيري وي او اوس کمي!!.

که څوک دا حق نه لري چي ښځي د فتنو له وجي د حج څخه را وګرځوي؛ نو د دي حق هم نه لري چي د فتنو څخه د ژغورولو په سبب د جومات څخه ښځي منعه کړي!!.

په کوم روايت کي چې راغلي چي د خداي رسول ښځي له مسجد څخه منعه کړي  …………………………

اوس ووينئ چي په دي اړه د امام اعظم مذهب څه وايي:

د حنفي مذهب مشهور عالم علامه ابن الهمام په فتح القدير کي ليکلي: الْمُعْتَمَدُ مَنْعُ الْكُلِّ فِي الْكُلِّ .

يعني راجحه مسئله داده چې ټولي ښځي که ځواني وي که سپېن سري پر ټولو لمونځونو کي که د شپي وي که د ورځي منعه کولى سي.

په بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع کي د ( فصل بَيَانُ مَنْ تَجِبُ عَلَيْهِ الْجَمَاعَةُ ) په ترڅ راځي: أَمَّا النِّسَاءُ فَلِأَنَّ خُرُوجَهُنَّ إلَى الْجَمَاعَاتِ فِتْنَةٌ .

پر يو بل ځاي کي ليکل سوى: خُرُوجَهُنَّ إلَى الْجَمَاعَةِ سَبَبُ الْفِتْنَةِ، وَالْفِتْنَةُ حَرَامٌ ، وَمَا أَدَّى إلَى الْحَرَامِ فَهُوَ حَرَامٌ.

يعني و مسجد ته د ښځو تلل د فتني سبب ګرځي او فتنو خو حرامه ده نو څه چي د حرامو سبب ګرځي هغه په خپله حراميږي. [ بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع د امام کاساني رحمة الله عليه ج٢ص ١٢٤].

(١٥)  : په سفر کي دوه لمنځونه په يو وخت کي کوم صحيح دي، ( ج ١ ص ٦٦٣،

د دوو لمونځو يو ځاي کول د امامانو ترمنځ د دلائلو په لحاظ کول يا نه کول په خپل ځاي حقه خبره ده، ليکن څرنګه چي مستري ځان د امام اعظم مذهب ته منسوبوي او په خپلو ليکنو کي داسي ښېي ګواکي حنفي ده!! نو د مذهب څخه پر بي لارۍ دده لېکني ته له مذهب څخه د بي لاري نوم ورکولى سو.

په الفقه على المذاهب الاربعة کي راځي: قال الحنفية لا يجوز الجمع بين صلاتين في وقت واحد لا في السفر ولا في الحضر وبأي عذر من الاعذار. ( الفقه على المذاهب الأربعة ج ١ ٦٥٠ ).

د مذهب د نورو کتابونو حوالي:

تبيين الحقائق ج 1ص 88 ،ردالمحتار١٤١١/ معارف السنن ج 2ص 161/ إعلاء السنن 2: 86.

( ١٦)   : مستري د خپل منحوس کتاب په ج١ ص ٤٧٢ کي په مطلق وسيلي رد کړي ددي ترمينځ ئي د جائز او بدعي وسيلي فرق نه ده کړى، سره له دي چي جائز وسيله خو په بي شماره احاديثو کي راغلي:

خاتمة المحققين امام ابن عابدين په مقدمه د ردالمحتار کي ليکي : “وإني أسأله تعالى متوسلاً إليه بنبيه المكرم “.

ورسته په  څلورم ټوک 294 مخ کي ليکي: دام في عز وإنعام، ومجد واحترام، بجاه من هو للانبياء ختام، وآله وصحبه السادة الكرام، عليه وعليهم الصلاة والسلام، في البدء والختام.

علامه ابن الهمام  په فتح القدير، ج2، ص332، كتاب الحج، باب زيارة النبي ليکي:

ويسأل الله حاجته متوسلا إلى الله بحضرة نبيه ثم قال يسأل النبي الشفاعة فيقول يا رسول الله أسألك الشفاعة يا رسول الله أتوسل بك إلى الله.

دارنګه زمونږ د مذهب نور معتبر کتابونه هم وګورئ لکه:

الفتاوى الهندية ج1ص266 / تنقيح الفتاوى الحامدية لابن عابدين/ حاشية رد المحتار على الدر المختار ج١ص84/ حاشية الطحطاوي على مراقي الفلاح ص 360/ عمدة القاري شرح صحيح البخاري ج1ص11، ج ٤ ص ١٧٠/ كشف الظنون ج: 2 ص: 1631/ الشقائق النعمانية ج1ص233.

افغانانو وروڼو دا د مستري ګل بدين هغه يو څو ناپړتي وي، ده خو اول د جهاد په نوم د افغانانو ژوند، عزت، او ناوس تالا کړل اوس ددوي به د عقيدي د خداي تعالى د کلام د تفسير او آن حضرت صلي الله عليه وسلم د احاديثو د شرحي په پلمه خراب او تراب کړي.

ومن الله التوفيق  .

عاجز موسې جان نقشبندي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د