دیني، سیرت او تاریخ

د سیکولرزم دين، او د ځان ژغورلو تدابیر

لیکوال: جابر نعماني

سیکولرزم د لاطني ژبي لفظ دی، عربیان یې علمانیة او پښتانه يې بې ديني بولي، الله جل جلاله نبي صلی الله علیه وسلم ته له بعثته واخله تر قیامته د ټولو را وتونکو فتنو ډیر واضح معجزانه، او حیرانونکی علم ورکړی وو،  نبي صلی الله علیه وسلم خپل امتلا له وړاندي خبر کړی، تر څو زمونږ څخه لار ورکه، او اهداف هیر نکړو، پر الحاد او بې دینی چي په سیکولرزم پيژندل کیږي هم له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایات را نقل شويدي، هغه صلی الله علیه وسلم فرمايلي: دعاة علی ابواب جهنم من اجابهم الیها قذفوه فیها) ژباړه: پر امت به داسي وخت راشي، چي د شر خوښونکو ډلي کومې به چي د جهنم پر دروازو ولاړي وي، انسانان او په ځانګړې توګه مسلمانان خپل لور ته بولي، کوم خلک چي د دوی خبره مني همدلته یعني جهنم ته به وغورځول شي.

نبی علیه السلام په ډیرو مختصرو الفاظو د یوې لوي فتني راز افشاء کړي، او د (دعاة) لفظ په ذریعه يې د ملحدانو، زندیقانو، سیکولر او دین دښمنانو د کثرت پر خوا اشاره کړې، د کومو وګړو چي دا نړی له مودو رهیسي ننداره کوي، غالب ګمان دا دی چي په دغه حدیث کي د همدغو پر لور اشاره ده، ځکه نو هڅه کوو تر څو د بې دینانو د داعیو په اړه معلومات وړاندي کړو، هیله ده چي د زړه په سترګو يې ولولی، او د سیکولرزم له فتني خپل ځان او ټوله معاشره وژغوري، اللهم وفقنا لما تحب و ترضی واجعل اخرتنا خیرا من الاولی.

سیکولزم څه ده؟

 د سیکولرزم شروع چیرته، او څنګه!؟

سیکولرزم اصلاً د یورپ پيداکړه ده، د دې لامل دا ګڼل کيږي کله چي اسلام راغی، او د علم دروازي پرانیستل شوي د اسلام اثر رسوخ له مشرق څخه په خپریدا لاړ د مغرب غرناطه، او بوسنیا پوري ورسید، نو هله مغربیان پوه شول ځکه چي د شپاړلسمی  عیسوي صدي پوري په یورپ کي د کلیسا، او چرچ اثر او رسوخ وو، کله چي اووه لسمه عیسوي صدی کي د یورپ خلکو د مسلمانانو علمي ازادي، او ترقي و لیدل او په وړاندي يې د عیسائي پادریانو، او پاچایانو تنګ نظري او تعصب ولید نو هغوی احساس کړل چي عیسائیت در اصل زمونږ د ترقي، او پرمختګ مانع او خنډ دی، نو ځکه په اووه لسمه صدی کي مغربیانو له دين څخه بېزاري اعلان کړل، او دغه له نړی او نړیوالو پټ د پردې تر شا تخریبي تحریک د ماسونیت د دسیسو نتیجه وه، همدا لامل وو چي د سیکولرزم حاملینو کامیابي ترلاسه کړل، اعلان يې وکړ چي نور نو عقل ازاد دی، د مذهب له قید او بند څخه انسان خلاص دی، او د طبیعت او نیچریت خبره به له ټولو لوړه وي.
کله چي په مغرب کي سیکولرزم ته غلبه حاصله شول، نو يې پر دنیا د راج او سلطنت تمنا وزیږیده،  د مشرق لور ته یې خوځښت پیل کړ، او په ۱۷۸۹ء کي يي پر مصر حمله ور وړل، او د نولسمي صدی په اوږدو کي يې ټول مشرق پخپل غيږ کي واخیست، او څه ناعاقبت اندیش، او ماده پرست مسلمانان هم ورسره یو ځای شول.

په مشرق، او مغرب کي د سیکولرزم علمبردار.

د سیکولرزم په خپرولو کي چي د کومو بدباطنو او کوږ فکرو وګړو مهم رول وو د هغوی له جملې په مغرب کي ډارون چاچي د د تحقیق په نوم د نظریه ارتقاء بنیاد کيښود، کوم چي د نړی تر ټولو لوی فریب شمیرل کیږی، فرائید د جنسیت نظریه وړاندي کړل، ډارکایم نظریه عقلیت، جان پول سارتر نظریه وجودیت، اډم سمیت کپټلیزم، کارل مارکس د کمیونیزم نظریه وړاندي کړل، کومه چي د ټولو مجموعه او خلاصه وه، په مشرق کي کمال اتاترک، طه حسین، جمال عبدالناصر، انور سادات، علي پاشا، سرسید، چراغ علي، عنایت الله مشرقي، غلام پرویز، غلام قادیاني، او نورو بې فکره او بې دینو د هغوی د افکارو خپرولو دنده پر غاړه دلوده، او اوس يې  دغه نظرېه په ګلوبلایزیشن (عالمګیریت) نومولي ده.

د سیکولرزم هدف

سیکولران مسلمه امت په اوسني وخت کي له اسلام څخه په بېزاره کولو له مادیت سره تړل غواړي، تر څو د مغرب تل تر لاس لاندي وي، ځکه چي اسلامي فکر، اسلامي روحانیت، او له اسلام سره تړاو همدا د مسلمانانو د کامیابی او بالادستی راز دی، ځکه نو مسلمانان باید خپله ټول پام ایمان، او د ایمان پر غوښتونو باندي مرکوز کړي، د مادیت په مکر او فریب په جال کي ګیر  نشي، اللهم انا نسئلک العفو والعافیة في الدين والدنیا والاخرة.
سیکولر فکر درلودونکو اقسام او انواع:

د سیکولرزم څخه متأثر افراد پر درې قسمونو تقسیم کیدایسي:

(۱)    هغه کافر او بې دین خلک چي صراحةً او اعلانيةً نه یواځي دا چي اسلام ردوي، بلکي له ټولو دینونو منکر دي، البته که هغه مسلمان وي او د دوی په څیر خبري وکړي هغه مرتد شمیرل کيږي.

(۲)   هغه منافقان چي په نامه مسلمانان وي، او په زړونو کي یې کفر پټ کړي وي، د هغوی دننه ټول میلان د اسلام مخالف، بلکه اسلام دښمن نظریاتو لور ته وي، هغه وخت دوی په مسلمانه معاشره کي ډیر میندل کیږي تر څو چي وپيژندل شي لاندي څو نښانی يې درته ذکر.

(الف)  هغوی خپل ځان د امت مصلح، مفکر اسلام، یا مجدد ښيې، حالانکه اسلام او د اسلام د بنیادونو د لمینځه وړلو کوښښ به کوي، د هغوی حالت د اسلامي تعلیماتو او مطالباتو بلکل برعکس وي، داغه خلک د اسلام لپاره تر ټولو زیات خطرناک ثابتیدای شي.

(ب)  هغوی دا نعره وهي چي اسلامي تعلیمات په نني عصر کي کار نه ورکوي، (العیاذباالله) هغه فرسوده دي، هغه د اعتبار قابل هم نه دي، نو ځکه مسلمان باید نړیوال قانون قبول کړي، ځکه چي العیاذبالله هغه د مسلمانانو لپاره تر شریعت اسلامي ډیر مفید دی.

(ج)    هغوی د اباحیت خوښوني په مرض مبتلا وي، حرام به حلال او حلال به د حرام ثابتولو کوښښ کوي، او د خپلي ګناه د دروندوالي احساس به هم نه لري.

(د)     پر دين عمل کونکو ته به د حقارت په نګاه ګوري، او پر ديني شعائرو به مثلاً ژیره، پټکي، خولۍ، او شلوار قمیص  به خاندي او مسخره کوي به یې، او دیندار به کم عقل ګڼي.

(ھ)   د هغوی د فکري رجحان به هیڅ سمت نه وي، هغوی به د زور، او پيسو غلامان وي، او ثانیه طبیعت به لري، مثلان تر کوم وخت چي د روس غلبه وه د کمیونیزم ملاتړی وو، اوس چی د امریکا غلبه ده نو د پانګوال او جمهوري نظامونو عاشقان دي.

(۳)  دریم قسم د هغه مسلمانانو دی کوم خلک چي سیکولرزم او جمهوریت، انساني حقوق، د ښځو ازادي، د رايې ازادي، په دین او سیاست کي توپیر رنګه اصطلاحاتو څخه متأثر وي، چاته چي نن سبا مغربیت زده مسلمان ویل کيږي،دا خلک خو اسلام مني ضرور او د همدې حقیقت هم قائل دي البته له ديني علم څخه د جدایې او ليري والی له کبله د دغو خوشنما اصطلاحاتو څخه متاثره شوی وی.

د سیکولرزم عامولو اسالیب

اسلام دښمن ځواکونو په ځانګړې توګه صهیوني، صلیبي اشتراک چاته چي ماسونیت هم ویل کیدایشي سیکولرزم په مسلمانانو کي عامولو لپاره مختلفي طریقي خپلي کړي.
(۱)   په الیکټرانک اورپرنټ میډیا کي دا تبلغات چي اسلام زوړ دی، او پر دې نوې زمانه زاړه دودونه تپي، حالا چي داسي قطعي نه ده الحمدلله هر وخت د انسان د حقيقي ترقي حامل یواځی اسلام دی، ځکه د انسان حقيقي ترقي دا ده چي هغه خپل مالک او رازق راضي کړي، او په دنیا کي يې تقرب حاصل کړي، الله جل جلاله فر مایې”ان اکرمکم عنداللّٰہ اتقٰکم“ (سورة الحجرات:پ۲۶، آیت۱۳) په تاسو کي له ټولو زیات عزتمند، او مکرم د الله جل جلاله په نزد پرهیزګار او متقي دی، یعني له ګناهونو او بدیو څخه ځان ژغورنه حقيقي کامیابي ده.

(۲)  (العیاذبالله) دا تبلیغات چي اسلام خوني مذهب دی، تاریخ يې له ظلم جور، او له تیریو ډک دی، سوچ درواغ دي، حقیقت له دې برعکس دی، که د تاریخ غائرانه مطالعه وکړو نو څرګنده به شي چي په تیرو سلو کلنو کي د جمهوریت او سیکولرزم په نوم چي په نړی کي څومره ظلم، او غارت شویدی، په اسلام کي يې هیڅ نظیر نشته، د یوې سروي مطابق په تیرو سلو کلنو کي تقریباً اولس کروړه انسانان د جمهوریت په  نوم قتل کړل شول، په اتلسمه پیړی کي ريډ اينډینز د سلو ملینو په شمار وګړی قتل شول، په غرناطه کي يې  ديرش لکه مسلمانان د صلیبیت په نوم قربان کړل، فلسطین کي يې بې حسابه مسلمانان شهيدان او بې شمیره یهودیان، او عیسایان قتل کړل، حالا د اسلام په تاریخ کي د مسلمانانو د امیرانو د فراخ دلی، او له رعایت سره د همدردی او انصاف راز کوم پټ شی نه دی، نیکو مسلمانو امیرانو خو ظلم کړی هم نه دی، البته که فاسق او فاجر یې ظلم  کړی نو هغه د دوی په نیمايې څه چي په زرمه يې هم نه دی، زمونږ تاریخ خونین او ظالم نه دی، کوم تاریخ چي ظالم دی هغه د همدغو سیکولرانو او بې دینانو دی، لاکن د خپل عیب پټولو لپاره دغه قاتلان اسلام ډیر بېځایه تورنوي، ”فانتظروا انا معکم منتظرون“۔ (سورہٴ یونس:پ۱۱،آیت۳)

(۳)  په قرآن او حدیثو پسی دا پروپاګند کول چي هغه یواځي د یوه خاص نسل یا ټولني لپاره نازل شوي وو، یا دا ویل چي د قرآن او احادیثو معاذالله هیڅ حقیقت نشته، هغه انسان مرتب کړې، حالا حقائق د دې خبرو په صراحت سره انکار کوي، قرآن اعلان کوي ”کتاب اَنزلنٰہ الیک۔ (سورة ابراہیم:پ۱۳،آیت۱) و ما ینطق عن الہوی ان ہو الا وحی یوحیٰ“ وغیرہ۔(سورة النجم:پ۲۷،آیت۲،۳)

(۴)   له ایمان بالغیب څخه انکار کول، او مسخره کول يې او دا ویل چي طبیعت دا نه مني، او دا ویل چي ملائکه، جن، جنت، دوزخ، حساب، برزخ، قدر، معراج، معراج، معجزات، انبیاء وغیره دا ټول محض خرافات دي، حالا چي قرآن د اولي پارې په لومړی رکوع کي د متقي مسلمانانو وصف بیانولو سره زیاتوي ”یوٴمنون بالغیب“ (سورة البقرة:پ۱، آیت۳) هغوی پر غیبو ایمان لري، او په همدې توګه نقل ته پر عقل ترجیح ورکوي.

(۵)  مسلمانه معاشره کي موجود اخلاقي اقدار ورکول، او اباحیت خوښوني ته فروغ ورکول، په تعلیمي نصاب کي داسي مواد راوړل د کومو له کبله چي ابناء الاسلام په ماشومتوب کي لا له ایمان بالله، ایمان بالقیامة څخه محروم واوسي، او خپل زړه مادیت، جنسیت، فیشن پرستي ته ورکړی، ماحول داسي جوړ کړایشي چی عشق بازي، حیاسوزي د ځوانانو عادت جوړ شي، داسي داسي فلمونه او سیریالونه جوړ شي چي وهل، جنګ، فتنه، فساد، عشق او محبت بد اخلاقي او بد کرداري پر مخ زیاته شي، حالا چي له بد اخلاقی، بد کرداری، عشق بازی، فتنه او فساد څخه اسلامي تعلیمات د بشپړ اجتناب درس ورکوي.

(۷)   د اسلام خلاف روان فکري یلغار ته د ثقافت یا تبادله ثقافت نوم ځکه ورکول کیږي تر څو د فکري یلغار خلاف احساس ژوندی نشي، البته مسلمان هم من و عن مغربي ثقافت په پوره اشتیها قبلوي.
(۸)    له دلیل او برهان پرته اسلام دهشت ګرد، او مسلمانان متعصب، ظالمان، قاتل، سفاک او بې رحم ځکه ثابتوي، تر څو خلک له اسلام او مسلمانانو څخه متنفر شي، او اسلام پرمختګ ونکړي.
(۹)   شراب، قمار، سود، او نور محرمات په ښایسته او نویو نومونو معرفي کوي او مسلمانانو ته ځکه متعارف کیږي،  تر څو د حلال او حرام تمیز نشي پاته او مسلمانان بغیر له شکه د دې په پیر او پلور بوخت وي.
(۱۰) اسلام او د هغه تعلیمات مثلاً حدود تعزیرات وغیره او اسلامي شخصیات مثلاً رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه، امامان، مجاهدين او د نورو جلیل القدرو کدرونو استهزاء، او د هغوی د ژوند پړاونه ناسم تعبیر شوي وړاندي کولو سره عامه ذهنیت مشکوک کول غواړي، الله جل جلاله دي د دغو ملعونانو زړونه له غارت ګیری  خالي کړي، او الله دي يې د اسلام له نور، او اسلامي تعلیماتو څخه ډک کړي. امین یارب العالمین!

(۱۱)  مغربي باطل نظریات په ښه توګه عامول، او ممکن زیار ویستل تر څو مغربي فکر پالو ته په علمي او تحقیقي بابونو کي بلند ترین مقام ورکړي، تر څو ثابته کړي چي یواځي دين پريښودونکي وګړي ترقي، او پرمختګ کولای شي، او د ارتقاء په افق کي ځلیدونکي ستوري دي، او یواځي همدغو خلکو پر نړیوالو احسان کړیدی، حالانکه حقیقت بالکل برعکس دی، ځکه علم او تحقیق په نوم خو دوی نړی ګمراه کړل، مثلاً: ډارون، فرائيډ، مارګولیټ، کارل مارکس، اډم سمیټ، دور کایم، جان پول، دا ټول البته ایمه ضلال خو کیدایشي لاکن محسنان هیڅکله نه! لعنة علیہم و الملائکة والناس اجمعین!

د سیکولرزم اړوند شرعي فیصله

د اسلام علماؤ او فقهاء کرامو سیکولرزم یو مستقل مذهب ګڼلی،  او دهریت يې نومولی دی، دا صریح کفر دی، او مسلمانانو ته د دغه مذهب مقابله اړینه ده، اسلام د سیکولرزم حق په جانب فکر لرونکي کوم وګړي چي اسلامی محرمات حلال وبلی منافقین ګڼلي.

پر نړی د سیکولرزم اثرات

سیکولرزم له ټولو ډير تاوان اسلام ته اړولی، ځکه چي د سیکولر فکر خاوندانو په چا کي چي کمال اتاترک هم شامل دی کوم کس چي د اسلامي خلافت د سقوط لامل وګرځيد، او لوی عثماني دولت يې په پنځوسو برخو تقسیم کړ، د اسرائيلو ناپاک وجود د اسلامي ریاستونو مینځ کي راغی، په نړی کي د فحاشی، بدکاری، او هر رنګ بدی خپرولو لپاره لاري هواري شوي، او له  پوره نړی يې د جمهوریت او عالمګیریت په نوم د جهنم کنده جوړه کړه.

د اسلام د غلبي لاري او تدابير:

مونږ مسلمانان یو، زمونږ  دین پر حق دی، زمونږ رب الله جل جلاله قادر مطلق، مالک الملک اله واحد، او ذوالجود والکرم دی او یو دی، او زمونږ رسول خاتم النبیين سید المرسلین دي، زمونږ تعلیمات تل د انصاف، امن او سلامتی ضامن دي، د دغه دین حق دی چي پر نړی قیادت او سیاست وکړي،  متاسفانه مونږ يې قدر ونکړ نو له مسکنت او ذلت سره مخ شوو، اوس نو تللی عزت، کرامت، او غلبه بیرته څنګه راستنولای شو پر دې د غور کولو اړتیا ده.

(۱)    له ټولو وړاندي راته اړینه ده چي پخپل ایمان کي رسوخ ومومو، ځکه د قرآن اعلان دي  ” وانتم الاعلون ان کنتم موٴمنین“۔(آل عمران:۱۳۹) تاسو به سرلوړي یاست که مؤمنان وی، مؤمن چاته وایې؟ هغه چي په زړه او ځان يې اسلام منلی وي، پر دې عمل کوي، او پر دين اسلام باندي هرڅه قربانوي، داغه کامل ایمان او  داغه رښتیوني مؤمن دي.

(۲)   د برسر اقتدار راتلو لپاره اړینه دا هم ده چي په کتاب الله، د رسول صلی الله علیه وسلم په مبارکو سنتو پوری ټینګ لاسونه ونیسو، تر څو زمونږ هر قول، او هر عمل د قرآن او سنت د منشاء مطابق شي، حدیث کي راځي ”ان تمسکتم بہما لن تضلوا بعدی ابدا“۔

(۳)  تقوی، او هر وخت له الله جل جلاله څخه ډار ضرور دی، او له هر رنګ منکر او حرام څخه اجتناب ضرور دی، او هر فرض او سنت د خپل ژوند جزء ګرځول لازمي امر دي.
(۴) اسلامي تعليمات په ښه او پورته توګه عام شي، مدارس دي بناء شي، او په مساجدو کي دي د ماشومانو تربېې ته خاصه پاملرنه وشي، او یقین وساتل شي چي کامیابي په همدغو کړنو کي ده نه په بل څه کي.

(۵)  د دعا التزام هم اړین دی، د خپل ځان لپاره د ټول امت لپاره، په ژړا ژړا باید الله جل جلاله په دربار کي د رحمت او نصرت غوښتنه وکړي، خاصکر دا دعا وکړي چي یا الله جل جلاله امت د منافقینو له شر څخه وژغوري، او پر منافقینو، او زندیقانو مو برلاسي کړی.

(۶)   له غفلته ویښيدل او بیدار اوسیدل ډیر ضرور دي، ددښمن څار او د هغوی له دسیسو مکر، او فریب څخه اګاه اوسیدل اړین دي،  او پر خلاف يې د ځان ژغورولو د تدابیرو د ترتیب او ایجاد حتمي ضرور دي، اللہم اجعل کیدہم فی تضلیل.

(۷)  داسي وخت ډیر ضرور له اسلامي معلوماتو واقف اوسیدل دي، لهذا دغه لور ته توجه ورکول د هر مسلمان دنده ده، تر څو د حلال او حرام  فرق وکړي،له  علماؤ ته د خپلو مسائلو وضاحت وغواړي، او د خپلو بچیانو اسلامي تربیت وکړی.

(۸)  د تلویزیون له بې رحمه مخ نه خپلي، او د خپلي کورنی سترګي واړوي،  په فلمونو، لوبو، او فضولیاتو خپل ارزښتمن وخت مه ضایع کوی، او د الله جل جلاله لور ته متوجه شي.
الله جلاله دي مونږ له هر رنګ شر څخه وژغوري، او د طاعت کولو توفیق دي راکړي، او ټوله امت دي د اسلام سره وتړي.آمین یا رب العالمین!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

ښکلی لیکنه وه الله (ج) دی اجر در کړی ‌‌د هیواد جید عالم ډاکټر مصطفی نیازی د سیکولریزم په باره کی په عربی ژبه لیکل شوی یو ډیر جامع کتاب پښتو ته ژباړلی د ویلو بلنه یی ټولو واقعی مسلمانانو ته ورکوم ترڅو د سیکولرزم له فتنی نه په سم ډول خبر شی چی د اسلام دله منځه وړلو لپاره دکفارو له خوا څومره خطرناکه دجالی فتنه ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x