
هلمند: د اردو په کتار سرتېری برید شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د هلمندل ولایت چارواکي وايي چې نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د ولایت په مرکز کې د ملي اردو په کتار د موټر بم په واسطه سرتېری برید وشو.
د هلمند ولایت د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال وايي چې دغه برید د ملي اردو او عامه نظم په عسکرو شوی دی.
د ۲۱۵میوند قول اردو مرستیال جنرال فاروق پرواني زیاته کړه چې په برید کې د اردو څلور عسکر وژل شوي دي او دوه نور ټپیان دي.
یاده دې وي چې دغه برید د هملند په مرکز لښکرګاه کې د دوراهي په سیمه کې شوی دی.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او ویلي يې دي چې په برید کې يې اتلس عسکر وژلي او پنځلس نور مرګوني ټپیان دي.
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ملګر حافظ ګل هراتي له سراچه موټر نه په ګټې د اردو او عامه نظم په هغه کتار سرتېری برید کړی، چې سنګین ته د عملیاتو په مؤخه روان وو.
د طالب ویاند قاري یوسف له قوله په برید کې يې پنځه شوبلې، یو کوماز او یو ټانکر هم بشپړ تخریب کړي دي.
د هلمند چارواکي هم منی چې د عسکرو په وژنه سربېره ګڼ بار وړونکي وسایل هم تخریب شوي دي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ د اردو د عسکرو لپاره مرګونې اوونۍ بلل شوې وه. چې ډېری يې په سرتېرو بریدونو کې له منځه تللي وو.