fbpx
افغان حاجیان بېرته وطن ته د تلو لپاره د جدې په هوايي ډګر کې له ۳۰ تر ۳۶ ساعتونو انتظار کوي.

افغان حاجیان په هوايي ډګر کې شپې سبا کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د افغاني حاجیانو د بېرته ستنیدو لړۍ شاوخوا لس ورځې وړاندې پیل شوې. که څه هم یو شمېر چارواکي وطن ته ستانه شوي خو عام حاجیان د بېرته ستنیدو پر مهال د حج او اوقافو وزارت د کارونو څخه سر ټکوي.

حاجیان وايي چې د سعودي د جدې په هوايي ډګر کې د بېرته تګ لپاره له ۳۰ تر ۳۶ ساعتونو انتظار کوي.hajian 4

محمد ولي ناصري چې سږ کال يې د حج فریضه ادا کړې نن ټکی اسیا ته وویل چې یواځې افغان حاجیان په هوايي ډګر کې شپې سبا کوي او زیات شمېر يې د هوايي ډګر دننه په یخو سیمټو ویده وي.

ناصري د حکومت څخه سرټکوي او وايي چې داسې شرکتونو سره یې قراردادونه کړي دي چې د حاجیانو ستونزو ته هيڅ غور نه کوي.

ناصري وايي چې دوی د صافی هوايي شرکت مربوط الوتکه کې راغلي خو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د الوتکې په انتظار هوايي ډګر کې پراته دي.

همدا راز یو بل حاجي هلال یاسیني هم د حج او اوقافو وزارت د مدیریت څخه خوښ نه ښکاري، نوموړی وايي چې افغان حاجیان بېرته وطن ته د تللو پر مهال د جدې په هوايي ډګر کې له دیرشو تر پنځه دیرشو ساعتونو انتظار کوي.

هلال په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې « خلک په حج کې مشقت تېروي، حکومت په افغاني حاجيانو له حجه وروسته مشقت تېروي. دا د حج او اوقاف وزارت د مديريت کچه ده.»

دا لومړی وار نه دی چې افغان حاجیان دې بېرته تګ پر مهال د زیات شمېر ستونزو سره مخ کیږي بلکې تر دې وړاندې هم هر کال له ورته ستونزو سره مخ شوي خو حکومت یې په اړه جدي اقدام نه دی کړی.

قاري عبدالرحمن د ننګرهار د خوږیاڼو اوسېدونکی دی او پروسږکال يې د حج فریضه ادا کړې، نوموړي نن ټکی اسیا ته وویل چې یو شپه ورځ یې په هوايي ډګر کې تېره کړله او تر هغې وروسته د افغانستان الوتکه راورسېدله.

عبدالرحمن وايي د هوايي ډګر دننه یو شمېر حاجیان زیات په غوسه و، دوی د یوه لاریون او د حکومت د بیرغ د سوځولو ګواښ کاوه خو په همدې کې الوتکه را ورسېدله.hajian 1

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د