fbpx

ایاولس مشرکرزای به په دوهم بون کې ورکړي تضمیونونه عملي کړای شي؟

KARZAIتیره اونۍ  دبون  دوهم کانفرانس خپله یوه ورځنۍ غونډه په دې  پریکړې پای ته ورسوله چې   نړیواله ټولنه  به له ۲۰۱۴ نه وروسته هم له افغان حکومت سره خپلو مرسته ته په هغه صورت کې دوام ورکوي  چې ولس مشر کرزی  دده په حکومت کې  دموجود فساد مخنیوی وکړي او دنړیوالې ټولنې له خواورسره شوې مرستې  په واقعي توګه  دخپل هیواد په بیارغنیزو پروژو ولګوي.

دبون په دوهم کانفرانس کې دملګرو ملتونو دسازمان له عمومي منشي نه رانیولې تر هیلري کلنټن  اوانګیلا میرکل پوري دکانفرانس ټولو ګډونکوونکو له ولس مشر کرزي نه دخپلو راتلونکو مرسته په مقابل کې  دفساد دمخنیوي  غوښتنې  کولې  اودغه  کار يې  دده په حکومت باندې دافغان ولس دباور جلبولو ترټولو اساسي  وسیله بلله .

خو اوس خبره په دې کې ده چې ایاولس مشر کرزی به  نړیوالې ټولنې ته  خپل ورکړی تضمین  پوره کړای شي؟

ایا هغه حکومتي غړي چې له تیرو لسوکلنو راهیسې  خپله د حکومت دمشر په  اعتراف  په فساد ،رشوت  ،غلا او اختلاس ککړوي  په راتلونکو دوکلونو کې به وکړای شي چې  له دغو مفاسدو لاس  په سر  اوپه خپلو کړنوکې اصلاحات راولي؟

د یادحکومت  دغړیو او اداري چارواکو ماهیت ته په کتلو سره خو داسې  ښکاري  چې ولس مشر کرزی به  په حتمي توګه  نړیوالې ټولنې ته په خپل ورکړي  تضمین کې  پاتې  راځي  او دهغه په اداره کې به  اداري فساد  اونورې ستونزې د لاندنیو وجوهاتو له امله لا زیاتې شي :

الف ـ  دولس مشر کرزی  د  راتلونکې  دوه کلنې دورې اداري عناصر به هم  همدغه کسان وي کوم چې  دتیر لس کلن  فساد ککړه سابقه لري ،اوداچې اموخته خور بلاخور وي  نو له بلاخوړونکوڅخه  دهغوئ په ژوندکې هم دخیر توقع نشي کیدای.

ب ـ لس کاله  ددوو کلونو په نسبت ډیرلیږوخت دی ، دغو  په فساد ککړو چارواکو چې په تیرولسوکلونوکې  په مسلسل ډول  کوم  اداري  فسادات رامنځته کړي  په  راتلونکو  دوکلونو کې دهغو اصلاح ناشونې  ښکاري؛ ځکه  چې دلسو کلونو تخریب  په دوو کلونوکې  سمول  له  محالاتو څخه ګڼل کیږي .

ج ـ  داچې دکرزي اداره دبهرنیو ځواکونو ترسیوري لاندې تأسیس شوې ،دهغې لس کلنه دوره دهمدغو ځواکونو په فعال پوځي  شتون کې تیره شوې  اوهرڅوک  دهغې بقاء هم فقط دبهرنیو ځواکونو تر موجودیت پوري  تړلې بولې ،ځکه نو دغه  مفسد عناصر دغه  راتلونکې دوه کلنه دوره  دځان لپاره یو طلايي چانس بولي او چې څومره يې وس کیږي په دغه دوره کې به  په هره طریقه چې وي دپیسو په جمع کولو کې  خپلې هڅې لا ګړندۍ کوي او بیابه نو لکه ددغې ادارې  دحج او اوقافو وزیرښاغلی چکري   اودافغانستان بانک رئیس قدیر فطرت څوک دلندن ،څوک دواشنګټن  او څوک هم دپاریس په لور پښې سپکې کړي  کرزی  به په میدان پریږدي  چې  دخپل تضمین  په اړه  بان کی مون  او هیلري کلنټن ته سپیناوی ورکړي .

داهسي تبلیغاتي انګیرنې نه  بلکې هغه  ژوندي واقعیتونه دي چې افغانانو دښاغلي کرزي د حکومت  په لس کلنه دوره کې  په عملي ډول  دسرپه سترګولیدلي ،هغه اصلاحات  چې ښاغلی کرزی يې دبن کانفرانس په شمول  دشیکاګو اوتوکیو په راتلونکوکانفرانسونو کې دتشریفاتي اعلامیو په ترڅ کې  نړیوالې ټولنې   ته  دعملي کولو تضمین ورکوي هغه  مالایمکن احتمالات دی  چې  ددغې ادارې او دهغې دفاسدو عناصرو په شتون کې پلي کول  ناشونی  بریښي.

شاهد غزنیوال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د