افغانستان

اردوګان کابل ته راورسيد

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د يو لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ پلازمېنې کابل ته راورسيده.

ټاکل شوې، چې نوموړی به د ايتلافي حکومت له مشر اشرف غني احمدزي، د هغه لومړي مرستيال جنرال دوستم او اجرايوي ريس ډاکټر عبدالله په ګډون يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري.

راپورونه وايي، چې اردوګان به د دې سفر په ترڅ کې د کابل او انقرې تر منځ دوه اړخيز ستراتيژيک تړون لاسليک کړي.

ويل کيږي، چې اردوګان به نن د کابل لويديځ دارالامان کې پل سوخته سرک، چې د ترکيې په مالي مرسته رغول شوی، پرانسته هم وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x