نظــر

ګوډ شیطان / حنیف اتمر وپيژنئ

لیکوال: قاري حبیب

مؤمن اولسه ! تیره ورځ به له رسنیو خبر شوي یاست،چې د اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت دملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په هند کې  د ډیلي پالیسي ګروپ  لخوا ترتیب شوي سیمینار ته په وینا کې وویل چې په  افغانستان ، پاکستان ، هند او نورو اسلامي هیوادونو کې باید دیني مدرسې وتړل شي، ځکه دده په  باور همدا مدرسې تروریزم خپروي.

د نوموړي د ادعاء په اړه به زه چې نږدې شل کاله مې په دیني مدرسو کې تیر کړي دي او له منځه یي د عیني شاهد په حیث ښه خبر یم په لوړه سره ووایم چې تراوسه مې د افغانستان او  پاکستان په هیڅ مدرسه کې نه دي لیدلي چې شاګردانو ته دې وسلې،بمونه  او چاودنې ورښودل شوي وي.

ددیني مدارسو کتابونه  او درسي نصاب هرچاته معلوم دی،ددې مدارسو درسي نقشې او نصاب د هرچا په وړاندې دی ،کتابونه یي په عامو کتابخانو کې موندل کیږي ، په جنوبي اسیا او افغانستان کې تدریسیدونکی دیني نصاب په هغه علم مشتمل دی،چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل حیات مبارکه په وخت کې د لومړنۍ مدرسې صفې طالبانو ته القاء کړی و، همدا علم په تسلسل او عنعنه سره د قرنونو په اوږدو کې ژوندی پاته شوی، یوازې یي د تدریس طریقې، او کتابونه دوخت تقاضا ته په پام سره  بدل شوي دي،اوس هم په دیني کتابونو کې هماغه توحید، رسالت، ایمان، اسلام ، احسان، دیني عبادات  او دیني معاملات  ځای لري، په دې سلسله کې   دری سوه کاله پخوا په هند کې  د مولانا نظام الدین السهالوي  لخوا د دیني علومو نصاب په نوې طریقه تدوین شو ، چې دهند، بنګال ، افغانستان ، منځنۍ اسیا او فارس په مدارسو کې یي ډير شهرت وموند، دغه نصاب دنوموړي عالم په نام مشهور شو چې تراوسه ورته  خلک د درس نظامي نصاب وایي.

په دې باندې هرڅوک پوره علم لري،چې په دیني مدارسو کې یوازې همدا معلوم دیني علوم  لکه  تفسیر،حدیث ،فقه، عقائد،صرف ،نحو،بلاغت،میراث او نور تدریسیږي، خو په دې سربیره چې د حنیف اتمر غوندې ددین دښمنان په نړیواله کچه د مدرسو په خلاف  غږ پورته کوي، دمدرسو د تړلو او دیني علم د له منځه وړلو ګواښ کوي او په دې برخه کې له  مسیحي او هندو کفارو څخه مرسته غواړي معلومه ده ، چې نوموړی له دین سره دښمني لري او دا نه شي قبلولی چې دیني علوم ، دیني عالم ،دیني طالب او د دین مدرسه  سالمه پاته شي .

راځئ دلته په عنوان شوې موضوع نظر واچوو، حنیف اتمر  دکرزي د منځ مهالي حکومت په کابینه کې ناڅاپه راپورته او د ګمنامۍ له عالم څخه د مرخیړي غوندې را شین شو،نوموړی وروسته غربیانو په خپلو تبلیغاتو او اکمالاتو سره خورا مشهور کړ، د معارف او داخله وزارت غوندې مهمو څوکیو ته یي پورته کړ،چې دا د یوه عادي دوازده پاس له  استعداد څخه پورته خبره وه ،خو د حنیف اتمر دغه غیرمترقبه  عروج دا خبره ثابته کړه چې دغه  سړی مربي لري نو ځکه مربا خوري ، اوس چې نوموړی د اشرف غني په حکومت کې د اساسي او تصمیم نیونکې مهرې په حیث راوړاندې شوی، له امریکا سره په  شرمناک تړون یي د شاشجاع غوندې ناخوانده امضاء کړې،د ارګ دملي امنیت سلاکار ټاکل شوی ، افغان اولس باید دا خطرناک سړی وپیژني ، قول، کردار او شرارتونو ته یي بیدار واوسي، ځکه په مبارزه کې اساسي شرط دښمن شناسي ده .

حنیف اتمر په ۱۳۳۶ هـ ش کال کې په لغمان کې زیږیدلی،نوموړی اوس په پوره هوښیاري خپل ځان یوولس کاله کشر ښيي او د زیږیدنې کال ۱۳۴۷  لمریز بولي ددې لپاره چې خپل کمونیستي سابقه تر یوه حده پټه کړي.

حنیف اتمر له کشرتوب څخه له  کمونیستي افکارو متأثر و،د لیسې له دورې څخه  لا  دو آتشه کمونیست  او کله چې  د ثور کمونیسي انقلاب وشو نوموړی تازه له دولسمه فارغ شوی و، حنیف اتمر پوهنتون ته د تلو او زده کړو ددوام په ځای  د کمونیست رژیم په  استخباراتي سازمان کې د مستنطق او شکنجه ورکوونکي په حیث دنده پيل کړه .

حنیف اتمر لس کاله په کابل کې دخاد په بدنامه اداره کې دنده ترسره کړه، په دې موده کې نوموړی د خپل جدیت،بي رحمۍ او قساوت له امله د خاد د میرغضب  لقب ګټلی و، نوموړي د استنطاق په مهال بي شمیره بي ګناه افغانان په شهادت رسولي، دغه راز یي د ده سبز او چمتلې په دښتو کې د خاد د پټو قتل عامونو د ترسره کوونکي په حیث هم خورا بوږنوونکي جنایات ترسره کړي دي .
د حنیف اتمر د هغه مهال د جنایاتو په اړه په انټرنیټ کې مستند معلومات او شواهد شته چې دلته یي د موضوع داوږدوالي له امله نه شو راوړلی .

حنیف اتمر چې ځوان کمونیست  او له انقلابي جذباتو سرشار و، د KGB  لخوا داسې روزل شوی و،چې د انقلاب ضد مجاهدو بندیانو په خلاف له هرډول قساوت څخه کار واخلي، که تاسو لوستونکي دقیق واوسئ د حنیف اتمر په څیره او مزاج کې د هماغه استخباراتي روزنې  څرکونه اوس هم واضح معلومیږي، نوموړی تراوسه یو مرموز، غیرمعمولي جدي او شکاک شخص دی، او د استخباراتي کارمندانو غوندې په عادي حالاتو کې هم  دسپلیني مقررات له نظره نه غورځوي .

د طالبانو په مهال د پلان وزیر ملا سعدالدین سعید وایي : د طالبانو دواکمنۍ په مهال حنیف اتمر له بهرنیو مؤسساتو سره کار کاوو، او کله به چې د مؤسساتو بهرني کارکوونکي  دپلان وزارت ته راتلل حنیف اتمر به هم ورسره و، نوموړی  سره له دې چې په خارجي مؤسساتو کې یي په لوړه څوکۍ کار کاوو، او د IRC  دکابل ددفتر مشر و ،خو په مجالسو کې به غلی ناست و او هیڅ خبره یي نه کوله، نوموړي به یوازې د خارجیانو خبرې ژباړلې او خپله یي هیڅ نه ویل، هغه مهال یې اوږده ږیره درلوده افغاني لباس او جالۍ خولۍ یي کاروله له کرداره خاموش او مرموز شخص معلومیده.

د حنیف اتمر همدغه تشخص دنوموړي دکرکټر د هغه وخت میراث دی،چې د شوروي استخباراتي کارمندانو KGB لخوا  روزل شوی دی، نوموړی په ۱۳۶۸ هـ ش کال کې په جلال ابادکې له  مجاهدینو سره په یوه مخامخ جګړه کې زخمی شوی او پښه یي قطع شوي ده، د نجیب دحکومت له سقوط وروسته حنیف اتمر  پاکستان ته تښتیدلی اوپه پیښور کې اوسیده، داچې نوموړی معیوب و، د خپلې خور بلقیس اتمر په واسطه د ناروې په  یوه مؤسسه  NPO کې چې دناروې د کلیسا د مرستو Norwegian Curch Aid لخوا تمولیدله د تیلفونچي  په حیث کار پیل کړ، حنیف اتمر دهمدې موسسې له مشر سره د تودو اړیکو له امله وروسته د عمومي محاسب په حیث وټاکل شو، دمؤسسې مشر نوموړی  دانګلیسي زده کړې او لنډ مهاله کورسونو لپاره انګلستان ته ولیږه او هلته د برتانوي استخباراتو سره له شناخت او رابطې سربیره یي انګلیسۍ ژبه هم زده کړه .

نوموړی چې په پیل کې له زاړه واسکټ او خیرن پکول سره د پیښور د فقیراباد په یوه کنډواله کې اوسیده وروسته یي ناڅاپه ژوند بدل شو،مرفه  کور، موټر او ډالري معاش یي وموند، د نویمو کلونو په لسیزه کې نوموړي له  بیلابیلو خارجي مؤسسو سره کار وکړ، چې په دې لړ کې دطالبانو دواکمنۍ په مهال ډیر وخت په کابل کې دامریکایي مؤسسې IRC  ځایي مشر هم پاته شوی دی.

د امان الله په نوم د نوموړي یو پخواني ملګري په انټرنيټ لیکلي دي،چې په ۱۹۹۹  م کال کې د امریکا د CIA ، خارجه وزارت او دفاع وزارت یو لوړپوړی دری کسیز پلاوی دافغانستان د جاج اخیستلو لپاره ظاهرا د مؤسسې دکارکوونکو تر نامه لاندې افغانستان ته راغلل، دوی له حنیف اتمر سره په رابطه کې شول او د اتمر په واسطه یي خپل جاسوسۍ ماموریت ترسره کړ، له همدې ځایه د  KGB  او  MI6 دغه جیره خور له CIA سره هم شناخته شو، په همدې واسطه یي اشرف غني وپیژاند ، نوځکه چې کله  دحامدکرزي په مشرۍ نوی حکومت راغی ،نوموړی داشرف غني په واسطه ډیر زر  د انکشاف دهات وزارت  ته پورته شو، داچې دا  دلغمان د  قریه لقمان  د لیسې دوازده پاس ناڅاپه  دافغانستان وزیر شو په حقیقت کې  له  امریکایي او برتانوي استخباراتو سره دنوموړي ژورې اړیکې او پخه یارانه وه ، چې ددوی لپاره یي خپله کمونیسي عقیده پرې ایښي او دانګریزي زده کړې ته یي ګونډه ماته کړې وه .

د انکشاف دهات په وزارت کې داتمر لخوا طرح شوی د ملي پیوستون پلان چې د امریکا دمرستو نیمایي فیصدي ورته اختصاص شوې وه، په راډیوګانو کې یي دځلولو لپاره ځانګړي پروګرامونه  خپریدل په حقیقت کې دامریکایانو لخوا دخپل دې جاسوس د اعتبار زیاتولو او لائق ښودلو یوه هڅه وه، کله چې حنیف اتمر له  انکشاف دهات وزارت څخه تبدیل شو، ورسره د ملي پیوستون خدماتي پروګرام هم د نه تمویل له وجې په ټپه ودرید، حنیف اتمر وروسته هم له امریکایانو سره خورا نږدې پاته شو، دمعارف او کورنیو چارو په وزارت کې یي ټول هغه څه ترسره کړل،چې امریکایانو ورته پلان ورکاوو.

نوموړی له امریکایانو سره دومره مخلص و چې دازادۍ امریکایي راډیو په عادي پروګرامونو کې به  په ساعتونو ساعتونو  د ظریف نظر میلمه و او بحثونه به یي کول، چې دافغانستان دکوم بل وزیر لخوا داسې چلند او  راډیویي بحثونو ته دومره وخت ورکول کله هم نه دي لیدل شوي.

له امریکایانو سره دحنیف اتمر نږدې والی او پیشخدمتي له دې هم څرګندیږي ، چې له امریکا سره د امنیتي تړون په نامه شرمناک قرارداد هیچا امضاء نه کړ، حامدکرزي، ضرار مقبل، بسم الله خان ،ارشاد احمدي او ډیرو نورو چارواکو انکار وکړ، خو ګوډشیطان حنیف اتمر چې امریکایانو دهمدې ورځې لپاره دافغانستان په سیاست کې بسیج کړی و، په  اتوماتیک شکل د ملي امنیت سالاکار مقرر او څو ساعته وروسته یي  دغه شرمناک قرارداد امضاء کړ .

شاید تاسو ته  به عجیبه ښکاره شي، چې زه نوموړی ولې ګوډ شیطان بولم، دا خبره دده له  عضوي نیمګړتیا د پښې له ګوډوالي سره دومره تړاو نلري لکه  دنوموړی له کردار سره یي چې لري ، نوموړي لکه څنګه چې دمعارف وزارت په مهال  د مدرسو د بنیاد ایستلو هڅه کوله، دیني علوم یي ترهګري تعریفوله  اوس یوځل بیا هڅه کوي چې  دمؤمن اولس زامن ددین له زده کړو محروم کړي ، او همدا عمل کټ مټ  د ګوډشیطان عمل دی ،چې مسلمان نسل له دیني پوهې محروموي .

په قصصو کي راځي چې یو وخت د شیطانانو مشر خپل شیطانان راغونډ کړي و او له هریوه څخه یي د هغه د شرارت او بدکاریو په اړه معلومات اخیستل، د شیطانانو مشر اعلان کړی و چې که هر چا دخدای بندګانو ته  لوی زیان واړاوو، ډیر خلک یي ګمراه او هلاک کړل  او لوی شر یي پیښ کړ هغه ته به ځانګړې جائزه ورکوي.

شیطانانو هر یوه خپل مشر ته  دخپل کردار راپور وړاندې کاوو، چا ویل ما دوه قومونه په جنګ او قتال سره واړول،چا ویل ما ډیر انسانان  غلا ، زنا ،قتل او نورو ګناهونو ته  وادار کړل، ځينو ویل  موږ د ښځې او میړه ترمنځ  اختلاف راپورته کړ او نورو دخپلو سترو شرارتونو  داستان بیاناوو، هریوه هڅه کوله  چې خپل شرارت ستر وښيي تر څو ټاکل شوی انعام  او دشیطانت اتلولي وګټي.

د شیطانانو مشر ټول شیطانان وپوښتل خو هیچا انعام ونه ګاټه، ده به چې دهر ډول شرارت راپور واورید ویل به یي دا کوچنی شرارت دی له دې ستر مې په کار دی، دمجلس په پای کې یو ګوډ شیطان ناست و،چې نورو شیطانانو ورته اهمیت نه ورکاوو، دشیطانانو مشر بالاخره  له دې ګوډ شیطان څخه وپوښتل  چې ته خو هم ځان ته شیطان وایې تا کوم شیطانی کردار ترسره کړی دی ؟

ګوډ شیطان ورته وویل چې : مشره ته خو پوهیږې چې په پښه ګوډ او معیوب یم ، دشیطاني کارونو په لړ کې ډیر څه نه شم کولای او نه ډیر مزل کولای شم، خو دومره کولای شم چې د کومې لارې په سر کینم او لارویان خطا کړم .

نن د یوې لارې په سرناست وم، چې یو ماشوم طالب  کتاب او جامې په لاس  په لاره راغی، ماچې ځان د سپین ږیري انسان په نقش اړولی و پوښتنه مې ترې وکړه چې چیرته ځې؟ طالب وویل مدرسې ته روان یم . ما ورته وویل په مدرسه کې څه کوې؟ ویل یي هلته دین زده کوم، حلال او حرام ځانته معلوموم، عقیده او او عمل مې سموم .

ګوډ شیطان وایي چې ما ورته وویل : ته غوږ ونیسي چې زه درته بیان وکړم ، ګوره ماشومه ته خوکوچنی یي نه پوهیږې، په مدرسه کې به شپه ورځ وږی  تږی ژوند کوې، له مور پلاره به جلایې ، کالي به خپله مینځي او نور ډیر مشکلات، تاته چا دروغ ویلي چې هلته تاته ښه شیان ښودل کیږي، هلته خو تاته د بي لارۍ درس ښودل کیږي، غواړي تا د ژوندله  نعمتونو محروم کړي،خلک به د ژوند عیشونه کوي او ته به په  همدې بي معنی خبرو سر یې ، ورځه لاړ شه دنورو ماشومانو غوندې لوبې وکړه ، همدا دې دساعت تیري وخت دی .
ګوډ شیطان وویل چې په خپلو دا ډول غوړو خبرو مې هغه یو کوچنۍ طالب له مدرسې راوګرځاوو، او بیرته مې کورته ستون کړ.

کله چې ګوډ شیطان داخبره وکړه دشیطانانو مشر وویل : آفرین  .. وایم ودې ګټله  جائزه ، شیطانانو د ګوډ شیطان په افتخار چکچکې کړئ .

شیبه وروسته ګوډ شیطان ته انعام وسپارل شو، او مشر شیطان د نورو شیطانانو د قناعت لپاره وویل چې : تاسو تعجب مه کوئ چې ما د ګوډ شیطان واړه عمل ته ستر انعام ورکړ، په حقیقت کې دده کار  دشرارت په کارونو کې ترټولو ستر شیطاني عمل دی، تاسو به  یو کس په ګناه اخته کړی و، هغه یو فردي شرارت دی، مګر ګوډ شیطان یو داسې عمل کړی چې  زیان یي ټولې اجتماع ته رسیږي.

که دغه طالب مدرسې ته تللی وای، هلته به یي دیني علوم زده کړي  او عالم شوی وای،ده به خلک زموږ دښمنۍ ته دعوتول، خلک به یي دالله تعالی لارې ته رابلل، او زموږ ډیر کارونه به یي راخراب کړي وای ، په دې پوه شئ چې زموږ  ترټولو ستر او مخامخ دښمنان دیني علماء او رهنمایان دي ، ځکه دوی زموږ برعکس عمل کوي، موږ خلک  د شر لارې ته بولو خو دوی یي دخیر لارې ته بولي، موږ خلک ګمراه کوو او دوی یي په لار کوي او دالله  لار ورته روښانوي ،دینی مدرسې چې دهمدې دیني لارښودونو دتربیې او تعلیم مراکز دي، په هرډول چي وي باید بدنامې  او ناکامي شي، ترڅو چې مدرسې وي عالمان به هم وي او د شیطانت په خلاف به دهدایت  کار جریان لري.تر هرڅه لومړی باید مدرسې له منځه یووړل شي، ترڅو دشیطانت لپاره په خلاص مټ کار پیل شي .

دا خو یوداستان و ، خو دحنیف اتمر کردار ته چې سړی متوجه شي کټ مټ همداحال تصدیقوي، دغه ګوډ ګوډاګی چې پښه یي دکمونیستي شیطانت په لار کې بایللې ده، امریکایانو ددې لپاره په نوي حکومت کې په مهمه دنده ګمارلی دی،چې د کفر په ګټه ستراتیژیک کار ترې واخلي،نوموړي د تړون دامضاء له جنایت وروسته سمدستي په مدرسو برید پیل کړ، دی په دې پوهیږي چې مدرسې ددینی رڼا د خپراوي اساسي مراکز دي، که کفر غواړي ددین رڼا خپه او خلک په تیارو کې لاهو کړي لومړی باید مدرسې بندې او علماء کرام ختم شي.

خو حنیف اتمر به دغه ارمان ددوزخ  تل ته له ځانه سره یوسي،حنیف اتمر دې لږ د حماقت له یابو راکوز شي او دې حقیقت ته دې متوجه شي، چې د دین  ، دیني علم او دیني علماؤ بقاء د ددنیا د بقاء لازمه او خاصه ده ، ترڅو چې دنیا ودانه وي همدا دیني علوم به هم وي، ددیني علم چې د قرآن او حدیث له مغز څخه عبارت دی د ساتلو وعده خپله الله تعالی کړې ده ، ګوډ شیطانان شاید په دې قادر شي چې کوم ماشوم طالب له مدرسې راستون کړي، خو ددیني علم د له منځه وړلو او سپیني پګړۍ د ورانولو فرصت به هیڅکله ونه مومي.

همدا لیکنه دې نښه وي ، چې  ددیني علماء دختمولو ارمانجن  حنیف اتمر به  یوه ورځ بي روحه اوسړه خوله  د ژوندي ملا  په مخکې پروت وي او ژوندی ملا به یي په قبر بیلچې ټنګوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

آ ښه نو وایه طالیب جان له کومه را پیدا شوی؟ که له مدرسی نه وی را وتلی نو بیا هغه ځای هم په ګوته کړه؟ په دینی مدارسو کشی متاسفانه د اسلام په ضد فکر خوریژی په داسی ډول چه څو اختلافاتی مذهبی کتابونه ولولی چه عموما یواځی د قرانکریم د ۵۰۰ ایاتونو اختلافاتی تشریح کوی او فارغ مولی جان فکر کوی دینی عالم دی حال دا چه دین ۶۶۶۶ ایتونه او نزدی ۷۵۰۰ شرحی او حسنه احادث دی نو مولی جان بد بختانه له همدی ځایه ده چه به هغو عالمانو پسی یی ټوپک را اخیستی وی او… نور لوستل »

زرمتی

ته راشه له ما پوښتنه وکړه چې اوس هم په مانسهره پاکستان کې دځان مرګو ماشومانو دتيارولو مدرسې موجودې دي اړ هر دوبی خليفه دين محمد د لا کاميابي لپاره ورځي خلک تشويقوي ترڅو له دغو ماشومانو سره مرسته وکړي، اوس ځانونه مه سپينوئ

سنګري

مخ دې تور شه زرمتیه ، زرمت دې وشرماوو په دې دروغو ، خلیفه صاحب دین محمد زما استاد دی هغه شیخ القرآن والتفسیر او د طریقت لوی مرشد دی، هغه په ډیره اسمعیل خان کې د احادیثو دوره تدریسوي، مګر کله چې دوره خلاصه شي د ګرمۍ په موسم کې څرنګه چې د ډیرې ګرمۍ او برق د نشتوالي له امله د ډیرې اسمعیل خان اکثره خلک سړو سیمو ته کورونه انتقالوي، چې اکثره یي کویټې ته ځي خلیفه صاحب هم په مانسهره کې دمهاجرو افغانانو کمپ ته ځي او هلته د مهاجرو به یوه مدرسه کې په شعبان… نور لوستل »

ځواب او تحلیل

مونږ اسلام دین ګڼو نه د پاکستان مدرسی چی تا غوندی بلاګان یی د همدی امریکا په مرسته جوړی شوی مدرسی تر څو دین بدنامه کړی. په خیراتو او زکاتو لوی شوی ملایان نه دی بلاګان دی
ځواب او تحلیل

شکریه

سلامونه مې ومنۍ: د دې لیکنې د ردولو لپاره دوه ډوله دلیلونه لرم! عقلي دلیل او نقلي دلیل. اول نقلي دلیل: د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد ص حدیث مبارک دی چې فرمایي: ژباړه: (انس بن مالک رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: په خلکو به داسي زمانه راشي چې پخپل دین عمل کوونکی به داسي وي لکه سکروټې یې چې په لاس کې نيولې وي.) یعنې د دین داسې ټیکه داران به پيدا شي چې خلکو ته به دین داسې کړي لکه د اور سکروټه. که په لاس کې یې نیسې نو سیزي… نور لوستل »

مومند

مدرسی ددین ستنی دی که مدرسه نه وای مولوی صاحبان به نه وو او که ملایان نه وای ددی خبیثانو غوږونو که به چا اذان کاوه چا به نکاح تړلی او څوک به دجنازی لمونځ پری کوی. پخوا خو ښه وو د مکاتبو کتابونه هم ډیر زیات اسلام موضوعات وو خو بدبختانه هغه له ټول یی لری کړل او اوس چه مدرسی بندی شی نو ددین د زده کړی نور ځایونه نشته او د غربیانو پالیسی ده چه مونږ له دین څخه لری وساتی. راډیو ګانی او تلویزونونه یی بی حده زیات کړل چه د فحشا د خپریدو مرکزونه دی… نور لوستل »

ډاکتر بړیڅ احمدی

یوه هیله له تاسی ټولو لرم راځی یو شی سره
فرفه ګرای مه کوی – اصلاحات راولی خپل بیلاری شوی ورونه اصلاح او سمی لاری ته رهنمایی کړی

نور ددی کام توټی کول بس کړی

مننه

جبیرعبرت

أالله ج– فرمایی وجعلناها رجوماًللشیاطین أالآیة ژباړه أوګرزولی مودی ستوری ویشتونکی شیطانا نو لره،،ددی أیت په تفسیرکی مفسرین دأحادیثوپه استنادلیکی چی شیطانان یوپربل سره سپریږی غواړی أسمان ته پورته شی ترڅودملکوخبری واوری خوأالله ج– یی دستوروپه زریعه ولی أولاندی یی ګوډشل خواره واره پرځمکه راغورزوی،،نوقاریصاحب تاسوهم پریوه ګوډشیطان ګزاروکړهغه لنګ سوډیرګوډشیطانان یی وزیړول چی سکنی یی زرمتی ده ،قاتلهم الله حیث کان

طیب

خدای دی وکړی چی افغانان نورټول سره وروڼه شی او دغه اختلافات ، جنګونه اونفرتونه سره پریږدی او په مینه محبت د اسلام د سوری لاندی ښایسته او ښکلی افغانی ژوند تیر کړی ، په همدغه زوریدلی ولس لپاره د سولی ، پوهی او د خوشالی په ارمان یم

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x