د غزني پخوانی ښاروال یو ځل بیا د اداري فساد په تور ونېول شو

نن ټکی اسیا (شنبه، د تلې۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د غزني استیناف څارنوالۍ د دغه ولایت د پخواني ښاروال عبدالبصیر نوري د نېولو خبر ورکړ.

د غزني ولایت استنیاف څارنوال عبدالرشید عابد د دغه خبر ورکولو پر مهال وویل،چې پخوانی ښاروال عبدالبصیر نوري  چې د اداري فساد په ۱۳ دوسیو کې ښکېل دی، د سترې محکمې د حکم په اساس نېول شوی دی.

د غزنی استیناف څارنوال د ښاروال په اړه وویل، چې نوموړي د خپلې کارې دورې پر مهال د ځينو غیر قانوني مارکیټونو او په یوه تاریخي سېمه کې  تېلو ټانک د جوړولو امر د پيسو په بدل کې ورکړی.

د یادونې وړ ده، چې د غزني پخوانی ښاروال شاوخوا درې میاشتې مخکې هم د فساد په تور نېول شوی ؛ چې بیا بېرته د ناڅرګند لامل له کبله خوښي شوی و.

د غزني ښاریان د فساد په تور د غزني د پخواني ښاروال نېولو ته خوښ ښکاري او هېله لري، چې د غزني  د ولایتي ادارې نور غړي چې په فساد کې ښېکېل دي ونیسي، او د محاکمې مېز ته یې را کش کړي.

دوی همداراز ویره لري، چې هسې نه نوی را منځته شوی ګډ حکومت هم د تېر حکومت په څېر د اداري فساد بر ضد روانه تصفیه او مبارزه تش په مطبوعاتي کړي او بیا بېرته نېول شوي کسان د ناڅرګندو علتونو له خوشي کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د