افغانستان

کندوز کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): نن له غرمې وروسته د کندوز ولایت په مرکز کې د مقناطیسي بم په واسطه په چاودنه کې درې تنه ټپیان شول.

د کندزو د امنیه قومنداني ویاند سید سرورحسیني وايي چې په چاودنه کې ټپيان شوي درې تنه عام وګړي دي.

د نوموړي په خبره چاودنه د مقناطیسي بم له امله شوې ده چې په ختيځو ولایتونو کې د سولې حزب د مرستیال په موټر پورې نښلول شوی و.

د حسیني په قول د یاد ګوند مرستیال ته کوم زیان نه دی اوښتی او نه هم د سولې ګوند مرستیال سمیر نظري رسنیو ته په دې اړه څه ویلي.

په کندوز کې  مقناطیسي بمونو په مټ چاودنې ډېرې شوې دي، چې تېره اوونۍ هم پکې د مستوفیت د یو کارکوونکي په موټر چاودنې مرګ ـ ژوبله اړولې وه.

د د ېچاودن ېاړوند تر اوسه کومې ډلې څه نه دي ویلي.

http://media.zenfs.com/es/News/efe.es/20141018-635492412950296157w.jpg

http://media.zenfs.com/es/News/efe.es/20141018-635492412956848115w.jpg

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x