fbpx

سیاسي کارپوهان (!)

program_at_lamarپه ۲۰۰۱میلادي کال کې، کله چې نړیوال امپریالیست ائتلاف د ترهګرۍ ضد جګړې په پلمه په افغانستان یرغل وکړ، ډېرو پخوانیو کمونیستانو او نورو سیکولرو سټو ته هم میدان خلاص شو، چې افغانستان ته راشي. د دې یرغل په پایله کې ډېری داسې سټو ته د بېرته راتګ زمینه برابره شوه، چې د ولس له لوري رټل شوي وو او د ولس په وینو یې لاسونه سره وو.

د دوی یو شمېر په حکومت کې بوخت شول او یوې بلې برخې ته په حکومت کې کومه د پام وړ برخه ونه رسېده.

د دغو رټلو سټو یوه ډلګۍ د شمالي ټلوالې هغه کړۍ دي، چې د کرزي د حکومت له راتګ سره په تدریجي ډول ګوښه کړای شول، دوی هم بې له کومې څوکۍ شپې او ورځې تېروي.

پورته ډلو کې څو ځانګړنې ګډې دي، چې ټولو په یو ډول نه یو ډول د ښکېلاک ملیتا کړې او اوس بې له کومې ډالري دندې په میدان پاتې دي. دغه خواره کي اوس د سیاسي کارپوهانو، روڼ اندو، ټکنوکراتانو او شننونکو په نامه په رسنیو کې څرګندېږي. دغه څو تنه دي، چې کله په یوه ټلویزیون او کله هم په بل ټلویزیون، چې عمدتاً دغه ټلویزیونونه هم د ښکېلاک په خدمت کې دي، د پورته یادو شوو لقبونو په صفت ګډون کوي او خپل نظریات –اکثراً- د بې لوریو له دریځه څرګندوي. ځینو یې انټرنیټي برېښنا پاڼو ته مخه کړې او په دغه او هغه وېب پاڼه کې لیکنې کوي. خو بیا هم، له ډېرو اختلافاتو سره سره، دوی د ګډون یو بل ګډ ټکی هم لري، چې هغه له دې بې دندیتوب سره سره د ښکېلاک خدمت کوي، په دې هیله که جنرال جان الن(د ناټو ځواکونو قومندان) یا جان ایلن (امریکایي سفیر) پرې رحم وکړي او کومه څوکۍ ورکړي.

د دغو کسانو یو بله ښکېلاک ته د خدمت مشترکه ځانګړنه دا هم ده، چې دوی ګرد د قومي او ژبني تعصب په ناروغۍ ککړ دي او په دې لار کې له بده مرغه تر یوه بریده بریالي هم بريښي. دوی په دې توانېدلي چې یو شمېر نا پوهه او تش مغزي ځوانان د خپل شاوخوا سره راټول کړي او د یو شمېر قومي او ژبني شعارونو په بدرګه کولو سره یې په خپله ګټه وکاروي. که د هېواد ټلويزیوني شبکو او انټرنیټي برېښنا پاڼو ته یو ځغلنده نظر واچوو، راته جوته به شي، چې ډېری، بلکې غوڅ اکثریت یې د نفاق او تربګنۍ د بدغونو کرښو په کښلو بوخت دي.

کله چې انسان د هېواد اوسنۍ رسنۍ، له ټلویزیونونو نیولې، تر برېښنا پاڼو او چاپي رسنیو پورې، وګوري، دې پایلې ته به ورسېږي، چې په ګردو همدغو خرڅو شوو څېرو خېټه اچولې، د دوی مرکې او لیکنې که وکتل شي، ښايي ډېرو سره به داسې فکر پیدا شي، چې ګوندې ټول هېواد قومي او ژبني نفاق په سر اخیستی او د ملي یووالي د ټینګښت هېڅ امکان نه شته! خو حقیقت دا دی، چې رسنۍ ټولې، که هغه چاپي دي او که انځوريز –بې له یو څو- د ښکېلاک په خدمت کې دي او ټول دغه خلک په خپلو ګردي مېزونو کې مېلمانه کوي او د کارپوه او شننونکي نوم ورکوي.

دا د رسنیو ځواک دی. نن سبا رسنۍ د دولت پنځم ځواک ګڼل کېږي، دا ځکه چې کولای شي، عمومي افکار د هر چا په لوري واړوي. ښه بېلګه یې د ترهګرۍ ضد جګړه ده. له ۲۰۰۱م کال مخکې د ترهګرۍ له نامه سره یوازې ځینې اکاډیمیک خلک آشنا وو، ولې کله چې د لوېدیځ سیلابي رسنیو ورته مخ شوه، دې مسئلې ته یې هوا ورکړه؛ ګورو چې نن د هرچا په خوله کې همدا خبره تکرارېږي. په داسې حال کې چې تر ننه پورې، سره له دې چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، بې شمېره خلک يې شهیدان او بندیان کړل؛ د ترهګرۍ یا په انګلیسي کې ټروریزم د کلمې یو ټولمنلی تعریف نه شته. کله چې د ټرورېزم لپاره یو ټولمنلی تعریف نه پیدا کېږي، نو بیا ولې دا خلک دومره په بې پامۍ سره دا کلمه کاروي او حتی ځینې خلک پرې تورنوي؟ ځواب ساده دی، دا رسنۍ دي، چې د خلکو په ذهنونو کې یې دغه خبره ورننوېسته، اوس ګورو چې هر خاص او عام کانفرانس کې پرې بحث کېږي. یا د رسنیو د ځواک بله په زړه پورې بېلګه د ډیموکراسۍ د کلمې عامول دي. ډیموکراسي، د حکومت دارۍ یو ډول دی، چې په لوېدیځ کې  د انسانانو له لوري د هغو سیمو د شرایطو په پام کې نیولو سره منځ ته راغی او چون دا یوه انساني اختراع ده، بې له شکه چې منفي ټکي یې هم خورا جوت دي. ولې، رسنیو دومره دا مسئله وشاربله چې نن څوک دا جرئت نه لري، چې د ډیموکراسۍ بشپړتیا وننګوي او ټولو ته ډيموکراسي د یوې خیالي دنیا یا مدنیة الفاضلة ځای نیولی.

د رسنۍ د ځواک په تړاو د پورته بېلګو په لوستلو سره اوس د رسنۍ بې حده ځواک څرګند شو. که وګورو افغانستان باندې هم د لوېدیځوالو له یرغل سره سم، د رسنیو یو توپان راوالوت، تر پنځه ویشتو ډېر ټلویزیونونه، په سوونو راډیوګانې، په سلګونو چاپي رسنۍ او همدا راز ګڼ شمېر انټر نیټ پاڼو په کار پیل وکړ او په دغو ټولو کې تل څو له لوېدیځه راغلي او د ولس له لوري رټل شوې څېرې وینو چې ګرده ورځ کله په دې او کله هم په بل ټلویزیون کې مېلمانه وي او د ښکېلاک په طبعه برابر زهرجن تبلیغات کوي. د دغو سونامي ډوله تبلیغاتو په پایله کې نن موږ وینو چې یو شمېر هغه ځوانان چې یو مهال یې د خبرو سر او اخر اسلام او جهاد و، نن د دغو جادوګرو د خپسکو تر اغېز لاندې راغلي دي او خپل پرونی دریځ په عمل کې غندي. د دغو رسنیو نه د راپیدا شوو ناروغیو د سر هغه یې دا دي: قومي، ژبني تعصب-ځینې د پښتون په نامه او ځینې د تاجک او اوزبیک او نورو په نومونو سره-  اوج ته رسېدل، اخلاقي فساد ډېرېدل، د موسیقۍ عامېدل، له غربي او هندی مبتذلو فلمونو نه د اغېزمن شویو ماشومانو د اخلاقو خرابېدل، د اخلاقي فساد په پایله کې د جنایي جرمونو ډېرښت، د اخلاقي فساد په پایله کې پردی مصرفي کلتور راخپلول، د خلکو د قضاوت معیار پیسې ګرځېدل، د مجاهدینو په وړاندې بې دلیله دښمني او زیات شمېر نور…

په ځوان پښت کې د قومي او ژبني تعصب او د مجاهدینو په وړاندې بې دلیله دښمني د همدغو کارپوهانو(!) د زهرجنو تبلیغاتو نتیجه ده. دوی حتی خپلو قومونو ته مخلص نه دي، بلکې د هغوی له لوري رټل شوي دي، ولې دا د دوی حربه ده، چې کولای شي له دې لارې عامه افکار په تېره ځوانان خپل لوري ته واړوي. زما د دې ادعا ښه بېلګه د ننګرهار د قهرمان ولس اتلولي وه، چې د سره رود په لار کې حکومت د افغان ملت د سوسیال ډیموکرات ګوند د کوم مشر-چې نوم یې زما هېر دی- انځور لګاوه او غوښتل چې جاده د هغه په نامه ونوموي، په یادې غونډه کې د دې ګوند د یوې ډلګۍ مشر، انورالحق احدي هم و. کله چې رسمي مراسم پای ته ورسېدل او حکومتي چارواکي ولاړل، ولسي خلک راټول شول او د دوی د رهبر خواره کي انځورونه یې څیرې-څيرې کړل او رسنیو ته ویل:« موږ د پژواک په څېر شخصیتونه لرو، ولې د هغه په نامه نه نومول کېږي، موږ دوی نه منو!».

ولسي خلک تر یوه بریده د دغو کارپوهانو(!) له ضرره خوندي دي. د دوی د لومړني متضررین ځوانان دي، په تېره لوستي هغه چې رسنۍ په منظم ډول تفقیبوي. له بده مرغه د دوی د پام وړ برخه له دغو زهرجنو او ولس ضد افکارو نه اغېزمن شوي دي. د دغو ښکېلاک ته ژمنو کړیو پر وړاندې ښايي زموږ مسلمان سیاست وال او کارپوهان، هغه چې اسلام ته ژمن او پر ملي یووالي ټینګ ولاړ دي او هرې قربانۍ ته تیار دي، لږ تر لږه خپله قلمونه وڅرخوي، څو له یوې خوا ځوان پښت له دغې وبا وژغوري او له بلې خوا د الله تعالی په وړاندې خپل مسؤولیت ادا کړي. د مجاهدینو له ډلې هم ځینې قلمونه ښوروي، خو له بده مرغه د هغوی قلمونه یوازې د هغوی د خپلو ځانګړو سیاسي موخو لپاره دي او بس.

لیکنه: ظریف افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د