افغانستان

د خوست د سپیرې ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، د تلې۲۶مه، ۱۳۹۳ل): له خوست څخه تازه تر لاسه شوی خبر کاږي، چې نن له غرمې وروسته د ماسپښين په دوه بجې ، یوې چاودنې په خوست ښار کې د سپېرې ولسوالۍ امنیه قوماندان شیر احمد و واژه.

د خوست امنیتي چارواکو د پېښې د تایید تر څنګ وویل، چې په چاودنه کې د قوماندان شیر احمد درې ساتونکي هم ټپيان شوي دي.

دا چاودنه د خوست ښار د پروژې باغ او میخانیک لیسې تر منځ سېمه کې په داسې حال کې را منځته شوه،چې چاودېدونکي توکي په سېمه کې په یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوي او د ریموټ کنټرول په مټ ورته چاودنه ورکړل شوې.

چارواکي وايي، د پېښې د لامل په اړه جدي پلټنې وکړي .

طالبانو د پېښې په تړاو تر دې دمه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x