ټولنیزه برخه

د اخلاقو نعمت

لیکوال: حامد افغان

دامریکا په یوه ایالت کې مورپه خپل زوی دعوه وکړه اوهغه مهال د دې دعوې تفصیلات ورځپاڼو اوبريښنایې رسنیوهم خپاره کړل، هغې محکمې ته وویل چې زوی یې له خپل سپي سره څلور ساعته وخت تیروي، مینځې یې پاکوي یې، ډول ډول خوراکونه ورکوي، اوکله کله یې چکرته هم اوباسې، موریې وویل: داپه داسې حال کې چې په دې کورکې زه هم یوځای ورسره اوسم خو زما خونې ته پنځه دقیقې هم نه راځي. محکمه باید زما زوی مجبورکړي چې زماسره هم څه وخت تیروي.

زوی یې هم له مور سره د دعوې چلولو نیت وکړ، مور او زوی دواړو وکیلان ونیول اوهغوی دواړو دعوه اوخپل خپل دلایل قاضي ته وړاندي کړل او قاضي دموضوع له څیړلو وروسته داسې فیصله اعلان کړه:

محکمه ستازوی تاته په وخت درکولو نشې مجبورولی، ځکه دهیواد قانون داده چې هلک چې د۱۸ کلونو شي هغه دخپل اختیار دی او خوښه یې ده که مور اوپلار ته وخت ورکوي یایې نه ورکوي. پاته شوه دسپي خبره، هغه د ده په ملکیت کې ده او د څارویو خپل حقوق دي، دی باید قانونا دسپي حقوق ترسره کړي. او د مور اوپلاره په ده باندې داحق شته چې که هغوی ناروغه یاکمزورې وي دی بایدخامخا حکومت ته خبر ورکړي اویایې دلویانو دپالنې ځای ته ورسوي.

انساني او وضعي قانون د سپیو او مرغانو د حقوقو غم خوري خو د عمر خوړلي، بېسېکه او کمزوري انسان حقوق یواځي په اولډهاوس پوري تړي، په دې قوانینو کې انساني عاطفه ځای نه لري او د اخلاقو له نعمته محروم دي، دا اسلام دی چې له قانون سره سره د اخلاقو توصيه هم کوي او له قانون نه یې د اخلاقو زیات تفصيلات وړاندي کړي دي، لوی څښتن دي زموږ ټولنې په اسلامي اخلاقو لاښایسته او الله دي د اسلام دښایسته اخلاقو نعمت دټولو انسانانو په نصیب کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x