
مشرانو جرګه ناقانونه غړي لري
نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): نن د ولسي جرګې د لومړي مرستیال محمد صدیق عثماني تر مشرۍ لاندې په ناسته کې پر دې ټینګار وشو چې د ټاکنو کمیسیون باید د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلې معلومې کړي.
د جرګې غړیو په دې نیوکه کوله چې د مشرانو د جرګې ګڼ غړي ناقانونه په دې جرګه کې استازیتوب کوي. ځکه چې د دې جرګې دوه ثلثه برخه له ولایتي شوراګانو نه ټاکل کېږي.
په مشرانو جرګه کې د دوه ثلثه غړیو کاري وخت د قانون له مخې د تېر کال په کب میاشت کې پوره شوی و، چې د ولایتي شوراګانو د پایلو د نه څرګندتیا په برخه کې لا هم په دې جرګه کې استازیتوب کوي.
د ولایتي شوراګانو ټاکنې د ولسمشرۍ له لومړي وار ټاکنو سره جوخت د وري د میاشتې په شپاړلسمه ترسره شوې دي چې لا يې هم اخري پایلې نا معلومې دي.
د ولایتي شوراګانو د ټاکنو لومړۍ پایلې د روان لمریز کال د غويي د میاشتې په دېرشمه اعلان شوې چې له مخې په ۲۶۰۰ نوماندانو کې ۴۵۸ بریالي اعلان شول.
په دې ټاکنو کې د هېواد په سطحه د ولایتي شوراګانو لپاره ۳۰۸ تنه مېرمنو ځانونه نوماند کړي وو، چې په لومړیو پایلو کې يې ۹۷تنه بریالۍ اعلان شوې دي.
د لومړيو پایلو د اعلان په وخت کې ګڼو مېرمنو له رسنیو سره په خبرو کې په احتجاجي ډول وویل چې د پایلو په ښوودلو کې مسوولو کسانو ترې د جنسي اړیکو غوښتنې کړې دي، چې د انکار په صورت کې يې د ناکامه کولو ګواښ ورته کړی دی.
یاده دې وي د اشرف غني په مشرۍ ګډ حکومت په خپل سیستم کې د ښځو پراخ ګډون ته خوښ برېښې ځکه خو د چارو د شنونکو له قوله ښايي د ولایتي شوراګانو د ټاکنو په نهايي پایلو کې د ښځو شمېره تر لومړي ځل ډېره وښودل شي. چې دا به د اداري فساد یوه بله ښکاره نمونه وي.