افغانستان

د کندهار- هرات پر لویه لار ترافیکي پېښې ۱۶ تنه ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، د تلې۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار – هرات پر لویه لار د یوه لوی بس موټر د چپه کېدا په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶ تنه ټپیان شوي.

د هرات د دولتي روغتون د مسؤلینو په خبره ، دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په چکاب سېمه کې وروسته له هغې را منځته شوې، چې یو ۳۰۳ ډوله بس موټر له لارې کوږ شوی او چپه شوی دی.

د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزي زیاته کړه، چې دا پېښه په داسې مهال را منځته کېږي، چې یو ۳۰۳ ډوله موټر له کندهار د هرات په لور ځوځېدلی او په لاره کې يې له سړک نه انحراف کړی .

د شیرزي په خبره ، د پېښې له ځایه دوی ته د ښځو او ماشومانو به ګډون ۱۶ تنه ټپیان ور وړل شوي، چې له منځه یې د  څلورو تنو روغتیايي حالت نازک او د اندیښنې وړ دی.

ده وویل، چې ښايي د ټپیانو شمېر له دې لوړ وي، او امکان لري، ځينې  ټپیان دې نورو روغتیيايي مرکزونو ته لېږدول شوي وي.

په هېواد کې دننه د کندهار- کابل، کندهار – هرات او کابل – مزار شریف لویې لارې ډېری مهال د  ورته خونړیو پېښېو شاهدې وي.

د خلکو په اند، اکثره ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطي، بې باکي په نشه یي توکو د روږدو موټر چلوونکو  له لورې را منځته کېږي. د دې تر څنګ د حکومتي او بهرنیو ځواکونو بې ځایه مزاحمتونه هم د ترافیکي پېښېو په را منځته کېدا کې رول لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x