افغانستان

نوي حکومت د ترکیې سره ستراتيژیکي تړون لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۶مه ۱۳۹۳ل):  د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني احمدزي او د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوګان په کابل کې د ګډو همکاریو ستراتيژیکي تړون لاسلیک کړ.

رجب طیب اردوګان نن شنبه کابل ته راغی او دکابل لویدیځ دارالامان کې پل سوخته سرک، چې د ترکيې په مالي مرسته رغول شوی، پرانسته هم وکړله.

اشرف غني او اردوګان نن ګډ خبري ناسته هم درلودله او د خبریالانو د سوالونه ځوابونه يې هم وویل.

دا په تېرو ۵۸ کلونو کې لومړی وار دی چې یو ترکی ولسمشر د افغانستان څخه لیدنه کوي.

اشرف غني احمدزي د ترکیې سره دا ستراتيژیک تړون چې زیات تمرکز يې په تجارت، سیاست او امنیتي بحرانونو  په حل دی، د دواړو هېوادونو لپاره مهم او حیاتي وباله.

«نن موږ د افغانستان او ترکيې ترمنځ د دوامدارو ستراتیژیکو همکاریو یوموافقه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې د کرنې، کانونو د استخراج او د ودانولو چارو لپاره د دواړو هېوادونو د وزیرانو په کچه کمیسیونونه جوړ او چارې به په ښه ډول تنظیم او په کال کې یو ځل به د دواړو هېوادونو د جمهورو رئیسانو ترمنځ کاري ناستې دوام ومومي.»Turkish President Erdogan speaks during a joint news conference with Afghanistan's President Ghani in Kabul

اشرف غني وویل چې « ترکیه به د ایکو سازمان په چوکاټ کې د اورګاډي د پټلۍ د جوړېدو او د هوایي ترانسپورت د پراختیا په لاره کې له افغانستان سره همکاري وکړي او همدا راز ترکیه غواړي  په کابل کې د علي آباد روغتون په یو سمبال طبي مرکز بدل او په کابل کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نوم یو پوهنتون جوړکړي».

په خبري ناسته کې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوګان وویل چې  د اقتصادي اصلاحاتو کوم پروګرام چې په ترکیه کې عملي شو او ښه نتیجه ورڅخه ترلاسه شوه، په افغانستان کې به هم د هغه د عملي کېدو لپاره همکاري وکړي چې دلته به هم د دغه پروګرام تطبیق ښه پایله له ځان سره ولري.

اردوګان همدا راز وویل چې ډير ژر به په افغانستان کې د مولانا بلخي یادګاري څلی جوړ کړي.

اشرف غني احمدزي همدا راز  اردوګان ته د غازي امان الله خان مډال چې تر دې وړاندې پخواني ولسمشر د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندانانو ته ورکړې و، ورکړ.

اردوګان په دغه سفر کې د پخواني جنګسالار او د اشرف غني احمدزي لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره هم ولیدل.

Afghan President Ghani awards Turkish President Erdogan a medal of honour before a joint news conference in Kabul

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x