په هیوادکې دروانې افغان وژنې مسؤل څوک دی؟

blast_on_shrine2وړمه ورځ د پکتیا په ولایت کي دبهرنیوځواکونوپه ډزوسره  یو ولسي وګړی مړ او څلور نور ټپيان شول.

دتیرې چارشنبې په ورځ دهلمند په سنګین ولسوالۍ کې دطالبانو لخوا د  یوه ځای په ځای شوي ماین په وسیله ددغې سیمې ۱۹ تنه بیوزله ولسي وګړي ووژل شول .

ترهغه یوه ورځ  له مخه  د سه شنبې په ورځ په کابل ، مزار او کندهار ښارونو کې دیوشمیر خونړیو تروریستي

بریدونو په ترڅ کې زمونږ په لسګونو تنه بیوزله هیواد وال له خپل ژوندا نه  محروم کړای شول .

تردغو دواړو خونړیو پیښو څلور پنځه ورځې مخکې  دکاپیسا ولایت  دتګاب په ولسوالۍ کې  بهرنیو سوله ساتوځواکونو  ۶تنه  ولسي وګړې شهیدان او ۳ نور ژوبل کړل.

اوترهغه له مخه دکندهار په ولایت کې  دبهرنیو ځواکونو په یوه بریدکې ۸ تنه ماشومان  په  مظلومانه توګه  ووژل شول .

ددغو مسلسلو پیښو خونړي تسلسل ته  په کتو سره داسې ښکاري  چې  دافغانانو تاټوبی  دافغانانو په وژنځای (قتل ګاه) بدل شوی  او هرڅوک  بغیر له کوم هیڅ  انساني او اخلاقي مسؤلیت نه دلته  مظلوم افغانان  په ډیرې بیدردي سره وژني .

طالبان  چې ځان  د بهرنیو یرغلګرو په مقابل کې  دخپل  ولس او هیواد مدافعین معرفي کوي  دخپلو ماینونو په وسیله هماغه افغانان  چې دوئ یې له  بهرنیانو څخه دژغورنې ادعالري  په مکرره توګه وژني .

بهرني ځواکونه چې  افغانستان ته دسولې  دټینګښت او له تروریستانو څخه  دافغانانو دژغورنې  په نوم راغلي هره ورځ دخپلو ړندو بمباریو او شپنیو عملیاتو په ترڅ کې  مظلوم افغانان وژني .

دحکومت ترنامه لاندې  خپل سري ټوپکوال  اویا په حکومتي اصطلاح  (پولیس محلي ) دخپلوسیمو دامنیت ساتلو ترنامه لاندې  په رڼاورځ دافغانانو په کورونو ورخیږي او دهغوئ په نارینه او ښځینه اوسیدونکو تیزاب شیندي.

بیوزله  ولسي افغانان  هیښ اوحیران پاته دي چې د دغو وژونکوله ظلمه چاته پناه یوسي او چاته خپل مظلومیت عرض کړي!

وسله والو طالبانو ته ،سوله ساتو بهرنیانوته اوکه دکابل بیواکه اوبیوسه  حکومت ته ؟

پورتني دری واړه جهتونه  دغه افغان وژنه اوځورونه دافغانانو دساتنې په نوم کوي  ؛ افغانانوته  هیڅ داسې قانوني مرجع  نده ورپاتې چې هغوئ  ترې ددغو بیرحمانه  وژنو  پوښتنه وکړي او یاتري قصاص واخلي.

•       دولسي خلګوپه وژنه کې  دملګروملتونو دسازمان  حقوقي مسؤلیت.

د(ایساف )سوله ساتي ځواکونه چې دامریکايي اوناټوپوځونو په تشکیل کې  په رسمي ډول دملګرو ملتونو دامنیت شورا  دپریکړې له مخې افغانستان  ته راغلي  له حقوقي اړخه  د دوئ د  بي بندوباریو ټول مسؤلیت  مستقیما ددغه سازمان  دامنیت شورا په غاړه دی، هغوئ باید په مسؤلانه توګه تري وپوښتي چې تاسو ولي  هالته ولسي وګړي  وژنئ ؛ ځکه  تاسوخو افغانستان ته  دسولې دټینګښت لپاره لیږل شوي یاستئ نه  دافغانانود وژنې لپاره .

په  ۲۱/۱۲/۲۰۰۱ کې دملګرو ملتونو دامنیت شورا په دستور دبهرنیو سوله ساتو ځواکونو لومړۍ ډله افغانستان ته راولیږل شوه، له همدغې نیټې راهیسې تراوسه  په تیرو لسوکلونوکې په لسګونوځله د دغو ځواکونوله لوري په سلګونو ولسي افغانان دځمکنیو اوهوايي بریدونوپه ترڅ کې  وژل شوي چې هرځل هغوئ خپله ددغې وژنې په جرم اعتراف هم کوي خو بیاوروسته قضیه یواځې ددغو ځواکونو دبښنې په غوښتلو سره  پای ته رسیږي اودقتل مرتکبینوته نه دایساف اونه هم دملګرو ملتونو دبشري حقونو دکمیټې له خوا دبیوزله ولسي وګړو دوژنې په جرم قانوني جزا ورکول کیږي .

ښايي د ایساف اوملګرو ملتونو دبشري حقونو چارواکي ځان ته په دې  خبره برائت ورکړي چې ددوئ له ځواکونو څخه دغه وژنه په سهوي توګه ترسره شوې ، او له قانوني پلوه جزا یواځي دعمدي جنایت په ترسره کولو کې ورکول کیږي ، خودعدلي اوحقوقي مقرراتو له مخې که عین جنایت دمجرم لخوا په مکرره توګه ترسره شي  بیاهغه سهوي کړنه دده په حق کې په عمدي جرم بدلیږي  او ټول هغه مجازات باندې مرتب کیږي کوم چې دعمدي جرم مرتکب ته ورکول کیږي ،مګرددغو ثابتو حقوقي اوقانوني مقرراتو باوجود له لسګونو ځله تکرارسره سره بیاهم تراوسه پوري یوبهرنی عسکرهم دملګرو ملتونو دبشري حقونودکمیسیون لخوادافغانانو دوژني په جرم دجنايي جرمونواړونده اداروته نه دی ورمعرفي شوی .

ټول هغه څه چې نوموړي کمیسیون په دې موردکې ترسره کړی هغه داچې یواځې دهرکال په پای کې یوه اعلامیه خپره کړی او په هغه کې وسله وال مخالفین اوحکومتي ځواکونه  له بشري حقونوڅخه دسرغړوونکو په نوم پکې ونوموي اوبس.

•       دولسي خلګوپه وژنه کې  دطالبانوشرعي مسؤلیت.

په تیرولسوکلونوکې  دوسله والو مخالفینو(طالبانو) لخوا دعمومي لارو په  غاړه ځای په ځای شویو ماینونوکې هم په سلګونوولسي افغانان وژل شوي ،هغوئ هم تراوسه پوري ددغو مکررو قتلونوپه جرم خپل هیڅ  کس نه دی  مجازات کړی ؛مجازات څه چې  حتی  د دغو سلګونو انسانانو په وژنې يې ځان هم نه دی  خبرکړی .

بهرني ځواکونوخوبیاهم په دې اړه دومره کوي چې دولسي وګړو دوژنې  له امله  خو بښنه غواړي ،خو طالبانو تراوسه هم په تیرولسوکلونوکې کله هم بښنه نه ده غوښتې  اونه يې په رسمي توګه  دخپلوماینونوپه وسیله دولسي خلګو وژنه  په ځان منلې

دهغوئ داعدم مسؤلیت پذیري دوه مفهومه لري:

یا داچې هغوئ ته د دغو انسانانو ژوند هیڅ ارزښت نه لري ، که هغوئ وژل کیږي که منفجرکیږي ددوئ ورباندې خاطر هم نه مانده کیږي ؛ځکه که يي ریښتیاهم دهغوئ په اړه دمسؤلیت احساس کولی نواقلا دهغوئ دوژنې له امله  به يې دبهرنیو ځواکونو په څیر یوه تشریفاتي بښنه خو غوښتې وای .

اویاداچې ددغو خلګو په وژنه دطالبانو دومره زړه خوږیږي چې په وژنه يي اعتراف اوبیا دبښنې غوښتل هم دځان لپاره جرم بولي نو ځکه خبره همداسې غلې تیره کړي  اوپه خپلو ماینونوسره دولسي خلګو دوژنې هیڅ مسؤلیت په غاړه نه اخلي،خودا هغه موقف دی چې له شرعي اوحقوقي اړخونو هیڅ تجویز نه لري اونه دوئ ته د ولسي وګړوله وژنې برائت ورکولای شي.

په اسلام کې دمسلمان  ناحقه وژنه  ترشرک وروسته  لویه  ګناه  اودمبارکوصحیحواحادیثوله مخې  دکعبې معظمې تر نړولوهم سترجرم بلل شوی  ،له‍ذا طالبان باید دشرعي علومو دزده کړیالانو  په حیث  په خپلو ماینونو اوتفجیرې بریدونوکې  دولسي خلګو له وژنې په کلکه مخنیوی وکړي او دمسلمان وژنې  په اړه دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم  دغه  مبارک حدیث  په غور مطالعه کړي  چې  فرمايي : لزوال الدنيا أهون عند الله من قتل رجل مسلم. رواه النسائي والترمذي وابن ماجة .

ژباړه د الله تعالی په نزددټولې دنیا زوال اسانه دی  دیوه مسلمان ترناحقه وژنې همداراز په یوه بل صحیح حدیث کې چې براء ابن عازب رضی الله عنه یې روایت کړی داسې فرمايي : لزوال الدنيا أهون على الله من قتل مؤمن بغير حق ولو أن أهل سماواته وأهل أرضه اشتركوا في دم مؤمن لأدخلهم الله النار. ژباړه : خامخا دټولې دنیا زوال دالله په نزد ډیراسانه دی دمسلمان ترناحقه وژنې اوکه داالله تعالی داسمانونو اوځمکې ټول خلګ دیوه مسلمان په ناحقه وژنه کې ګډون وکړي نو الله تعاالی به هغوئ په اور(دوزخ)کې واچوي .

داچې دولسي وګړو دوژنې دمخنیوي په اړه دطالبانو مشرهم هغوئ ته ځانګړې لارښونې  کړې نو طالبانو ته  دشرعي مسؤلیت ترڅنګ  قانوني مسؤلیت هم  متوجه دی چې د ولسي  خلګو دوژنې  په کلکه مخه ونیسي  اوڅوک چې  په دې اړه له شرعي  مقرراتو او ټاکل شویو لوائحوڅخه سرغړاوی کوي   دنورومجرمینو په څیردې په  ټاکل شویو جزاګانو مجازات کړي .

•       دفقهي نصوصوله مخې دمسلمان دقتل جزا دوه شیان دي :

۱ـ  قصاص  دقتل عمد په صورت کې

۲ـ  دیت  دقتل خطاء اوکفاره  دشبه خطاء په صورت کې

که طالبان  په نورو خلګوباندې دشرعي  حدودو دعملي کولو ترڅنګ  په خپلو افرادو باندې هم  دولسي خلګو دوژنې په  جزا کې دقصاص  دغه شرعي حکم عملي کړي  نو واقعا به هغوئ  له یوې خوا  په دې کار سره دانسان وژنې د سترې فاجعې مخنیوی کړی وي اوله بلې خوابه يې  خپل ولس ته  دخپلې اسلام پالنې ژوندی ثبوت وړاندې کړی وي.

خواخوږی پښتون

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د