خبرتیاوی او پیغامونه

په کابل کې د اکسپرس ورځپاڼې د جنایت په اړه د افغانستان د با احساسه محصلینو اعلامیه

په ډېره خواشینۍ سره باید ووایو چې د ۱۳۹۳ هـ ش کال د تلې د میاشتې په ۲۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د اکسپرس په نامه یوې انګلیسې ورځپاڼې د الله جل جلاله د مقدس ذات په اړه داسې ناولې څرګندونې کړې دي چې د مسلمان قلم یې نشي لیکلی.

د افغانستان با احساسه محصلین په داسې حال کې چې دغه لوی جنایت په تر ټولو کلکو او سختو ټکو غندي، له خپل ولس څخه غواړي چې په دې اړه خپل ایماني، افغاني او وجداني مسولیت ته متوجه شي. د هېواد له علمای کرامو، ریښتینو روڼ اندو، مدني ټولنو، په ځانګړي ډول د مدرسو له طالبانو او پوهنتونو له محصلینو څخه هیله کوي چې ددې ډول جنایتونو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي. خپل مسلمان ولس ددښمن له دسیسو څخه خبر او په وړاندې یې ټینګ ودرېدو ته وهڅوي.

او له حکومت او ولسمشر څخه په ټینګه غوښتنه کوي چې د نوموړې پېښې عاملین که هر څوک وي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي، او په دې اړه ولس ته حقیقت بیان کړل شي، چې دا کار ولې او د چا له خوا د کومو موخو لپاره تر سره شوی؟ او نوموړې ورځپاڼه سر له نن څخه د تل لپاره بنده شي، تر څو په راتلونکې کې څوک دې ډول جنایت ته زړه ښه نه کړي.

د افغانستان با احساسه محصلين

۱۳۹۳/۷/۲۵هـ ش

۱۴۳۵/۱۲/۲۳ هـ ق

۲۰۱۴/۱۰/۱۷ م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سنګري

زنده باد بااحساسه محصلین، محصلینو خصوصا د کابل د پول تخنیک ، انجینرۍ پوهنځۍ او ننګرهار پوهنتون محصلینو همیشه د اسلام ددفاع لپاره قربانۍ ورکړې دي، او په نره د ددین او وطن په غیرت دریدلی دي ، ددوی دغه غیرت به زموږ دتاریخ یو ځلانده باب وي ، دخدای شکر دی چې دکفار له هراړخیز اشغال او فشار سره سره په محصلینو کې د جهاد جذبه ژوندۍ ده او د قرآن په ننګ غږ اوچتوي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x