نادري ناولده

په ۷۰۰ لکو هندي کلدارو یې مېښه ورنه کړه!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د تلې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): په هندوستان کې ټول خلک وروسته له هغې ډیر زیات حیران شول چې یوه هندي بزگر خپل ۱۴۰۰ کیلو گرامه وزن لرونکې میښه په ۷ سوو لکو هندي روپیو له خرڅولو ډډه وکړه او په دې اړه يې یوازينی ځواب دا و چې «هر څه د خرڅولو نه وي».

د هندوستان ټایمز او انډیا په اساس د وړتوب په میله ځای کې چې د ټول هندوستان غویانو مسابقه وه د څارونکو لس کسیزه ډله یوراج نومې دغه میښه چې ۱۴۰۰ کیلو گرامه وزن يي درلود د دغې مسابقې گټونکې اعلان کړه.

په دې وخت کې د دې میښې څخه متاثره شوي کسانو په میښې د بیه ایښودلو بهیر پیل کړ او په همدې لړ کې یو کس ۷ سوه لکه هندې روپیو وړاندیز وکړ خو د میښې مالک منفي ځواب ورکړ.

د میښې مالک وير سنگ وویل چې پیسو ته ضرورت نه لري او دغه میښه يي د خپل اولاد په شان پاللې.

ویر سنگ وویل: «زه هر کال د یوراج په وسیله هر کال ۵۰ لکه هندې کلدارې گټم. ژوند کې هر څه د خرڅولو نه وي.»

دغه میښه ۵ فټه او ۹ انچه اوچت او ۱۴ فټه اوږدوالی لري او هره ورځ ورته میوه ورکول کیږي. د ویر سنگ په وینا دغه میښه د ورځې ۲۰ لیټره شیدې او ۱۵ کیلو مڼې خوري.

نوموړي وویل چې چندي گړ سیمې یو بزگر ما ته د دې میښې په مقابل کې ۷ سوه لکو روپیو وړاندیز کړی؛ خو زما په نظر زه د دې میښې خرڅولو لپاره تیار نه یم؛ ځکه چې دغه میښه د نړۍ له مشهور او خاص نسل څخه دی. په بازار کې د دې میښې تقاضا ډیره زیاته ده ځکه چې د نسل زیاتولو لپاره دغه میښه ډیره زیاته استعمالیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x