نظــرپیښې او دریځونه

ملي امنیت باید د انس حقاني د اسارت په اړه وضاحت ورکړي!

لیکوال: عبدالرحیم ثاقب

د پنجشنبې په ورځ ملي امنیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا وکړه چې دوی د پکتیا په ولایت کې د مولوي جلال الدین حقاني کشر زوی انس حقاني او د هغه یو بل ملګری حافظ عبد الرشید د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.

د ملي امنیت په خبرپاڼې کې د نورو ابهاماتو تر څنګ د انس حقاني د ګرفتاري د ځای او یو لړ نورو جزئیاتو په اړه هم کوم وضاحت نه وو ورکړل شوی.

خو پرون ماښام ناوخته طالبانو د ملي امنیت ادعا تکذیب او د یوې تفصیلې اعلامیې د خپرولو په ترڅ کې یې د انس حقاني او حافظ عبدالرشید د ګرفتاري ماجرا له رسنیو سره شریکه کړه او په دې سره یې هغه ټولې نقطې روښانه کړلې کومې چې د ملي امنیت لخوا په خپرې کړې خبرپاڼې کې مبهمې پاتې ولي.

په یادې موضوع کې دوه ټکي د ډیر غور وړ دي:

لومړی دا چې ملي امنیت د افغانستان د یوه معتبر امنیتي ارګان په حیث څرنګه داسې تکذیبي ادعاء کوي چې یوه ورځ وروسته هغه ورباندې ریښتیا کیږي؟

دوهم دا چې امریکایانو ولي د بندیانو د تبادلې په موضوع کې له طالبانو سره د کړیو ژمنو خلاف له ګوانتنامو زندان څخه راخلاص شویو بندیانو خپلوان اسیر او بیايي د خپلې عهد شکني د پټولو په غرض د ملي امنیت ادارې ته وسپارل؟

دا سمه ده چې استخباراتي ادارې د خپلو فعالیتونو د اعلانولو په اړه خپل ځانګړي استخباراتي مقررات لري ، خو دا چې په یوه کار کې له سره هغوی دخیل نه وي او د حقیقت خلاف هغه کار ځانته منسوبوي ښايي دا دهغوی خبري مصداقیت متضرر او په راتلونکي کې یې څوک بیا ریښتونې فعالیتونه هم ونه مني.

د امریکایانو د عهد شکني په اړه باید وویل شي هغوی د نړۍ پر مخ تر ټولو هغه بد عهده او غادر انسانان دي چې هر څه یې په خپلو شخصي مصلحتونو پوري تړلي ، هغوی ته په هره موضوع او معاهده کې خپل مصالح تر هر څه مهم اود هغو لپاره کار کوي ، امریکایان د خپلو مصالحو د ترلاسه کولو لپاره نه خپلو تعهداتو ته ځان ژمن بولي او نه هم د انساني حقونو رعایتولو ته .

انس حقاني پرته له دې چې د الحاج مولوي جلال الدین حقاني کشر زوی دی بل هیڅ په داسې قضیه کې ښکیلتیا نه لري چې د ده د اسارت لامل دي وګرځي ، د حقاني کورنۍ چې د شوروي پوځونو په خلاف او بیا د اوسني امریکايي اشغال په خلاف مقاومت کې ښکاره رول لري ، د دې کورني فعال غړي ټول د نومونو په شهرت سره د امریکايي استخباراتي ادارو لخوا تر تعقیب لاندې دي، خو د انس حقاني نوم په دغو تعقیبي کسانو کې نشته؛ ځکه نوموړی د یوه عادي طالب العلم په حیث په پوځي فعالیتونو کې هیڅ ډول دخالت نه لري.

که څه هم چې د ملي امنیت په مبهمې اعلامیې کې د انس حقاني ګرفتاري د طالبانو لپاره لویه ضربه بلل شوې ، خو طالبانو په خپلې تفصیلي اعلامیې کې نوموړی د دیني زده کړو یو عادي زده کوونکی معرفي کړی او په سیاسي فعالیتونو کې یې د نوموړي د نه دخالت له وجې د امریکایانو لخوا د هغه اسارت په بشري حقونو تیری بللی.

دملي امنیت ادارې ته په کار دی چې د خپل خبري حیثیت د اعادې لپاره د انس حقاني د اسارت په اړه ټول جریان له رسنیو سره شریک کړي ، چې انس حقاني د دوي د ځواکوتو لخوا دپکتیا ولایت په کومه سیمه کې په کومې نیټې او د کوم جرم په الزام نیول شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x