د نن سرلیکنه

امریکایانو د ناسم اقدام پړه د ملي امنیت پر غاړه واچوله! – سرمقاله

نن ټکی اسیا – سرمقاله: د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان د ملي امنیت ادارې له دوو (دري/پښتو) لیکنیو خبرپاڼو سره یې ویاند ويډیو پیغام هم خپور کړ او د دوو طالب «مشرانو» د نیونې خبر يې نشر کړ. دا خبر په سر کې هيښوونکی او حیرانوونکی ځکه و چې د طالبانو په خوځښت کې د حقاني ډلې لوړپوړي غړي ولې خوست ته رااوښتي چې دوی بیا ونیول. سره له دې چې دوی ته تل امریکایان او افغان حکومت ځیر دی. د ملي امنیت ادارې غیرعادي راپور دا ښودل چې رښتیا هم څه پېښ شوي دي.

پر سبا یې طالبانو مفصله خبرپاڼه خپره کړه چې د پېښې ټول تیاره اړخونه پکې بربنډ شوي وو او شکونه یې له منځه وړي وو. له دې اعلامیې څرګنده شوه چې حافظ عبدالرشید په تېر جون میاشت کې د باو برګډال په بدل کې د راخلاص شوي طالب بندي محمد نبي عمري کشر ورور و چې د خپل ورور لیدو ته قطر ته تللی و. دویم کس، انس حقاني د جلال الدین حقاني کشری زوی دی چې خپلې زده کړې کوي او د نورو وروڼو په څېر په سیاسي او نظامي چارو کې ګوتې نه وهي. اعلامیې دا هم څرګنده کړه چې دا دوه تنه په بحرین کې امریکایانو نیولي بیا یې اماراتو ته او له هغې ځایه یې افغانستان ته راوړي او ملي امنیت ته یې سپارلي. ملي امنیت ادارې بیا د خپلو فعالیتونو د ځلولو په موخه د دوی نیونه خپل کار بللی او د نیولو عملیات یې «پېچلي» ګڼلي.
بله مهمه خبره چې په دې اعلامیه کې شوې وه هغه دا وه چې امریکایانو طالبانو سره ژمنه کړې وه چې د دوی د ازادو شوو ملګرو د کورنۍ غړي کولای شي قطر ته د دوی لیدو ته ورشي او د دوی له خوا به هېڅ مشکل نه ورته جوړېږي. په ۲۰۱۲ م کال کې د قطر دفتر له پیله شاید د تېر جون میاشتې تبادله دواړو غاړو ته ښه زېری و. مګر دې کار سره چې د یوه بندي د کورنۍ غړی نیول کېږي بیا ولسوال معرفي کېږي د خبرو اترو بهیر شاید ټکنی شي.

د ملي امنیت په څېر ادارې دغه ډول ځانګړې اعلامیې غلط ثابتدېدل د دې ادارې اعتبار ته ډېر زیان رسوي. دا خبره اوس ډېره رڼه ده چې د مولوي جلال الدین حقاني پر ځای یې مشر زوی، سراج الدین حقاني ناست دی او د پلار کارونه اوس هغه پرمخ بیایي. ملي امنیت ادارې غوښتي چې په دې کار سره د خپل فعالیت او پوټنشل ننداره وړاندې کړي. داسې ننداره چې ډېر ژر یې حقیقت بربنډ شو.

افغانستان د جګړې حالت کې دی. ښايي د جګړې دواړه غاړې یو لړ نالیکلي شوي اصول په پام کې ونیسي. د جګړې د دواړو غاړو د مشرانو کورنۍ، خپل خپلوان ښايي له ضرر څخه په امن کې وي. دا خلک چې امریکایانو نیولي، بیا یې ملي امنیت ته سپارلي، اعلان یې هم پر ملي امنیت کړی، نو مسئولیت یې هم ظاهراْ ملي امنیت ته متوجه کېږي. په دې کار سره امریکایانو ځان له مسئولیته خلاص کړی او ملي امنیت ته يې دا مسئولیت په غاړه اچولی. که خدای مه کړه له دې وروسته طالبان هم د افغان حکومت د مشرانو د کورنۍ غړي په نښه کړي، دا به روانه جګړه یو بل ناورین زېږوونکی حالت ته دننه کړي.

ښايي ملي امنیت له سیاسي ځراکته کار اخیستی وای او امریکایانو ته یې ویلي وای چې دا کار یې کړی نو پړه یې هم باید پر غاړه واخلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close