افغانستان

هرات کې د امریکا کونسلګري تړل کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، د تلې۲۶مه، ۱۳۹۳ل): په هرات کې د امریکا د کونسلګري چارواکو د افغان چارواکو او په دغه ولایت کې د بهرنیو اړیکو «ارتباط خارجه»دفتر له مشورې او خبرولو پرته او په خپل سر خپله کونسلګري، چې د دغه ولایت په پنځه ستوریز هوټل کې وه، د ښار په شمالي څنډه کې د ایساف ځواکونو یوه نظامي پنډغالي ته لېږدولې.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، ښايي د همدې موضوع په تړاو په کابل کې د امریکا سفیر ور احضار کړي.

هرات کې د امریکا کونسلګري د مطبوعاتي دفتر مسؤل نعیم حسیني نن ومنله، چې د کونسلګري یو شمېر وسایل او اسباب د ایساف یوه نظامي مرکز ته لېږدول شوي. د ده په خبره، ټاکل شوې، چې د کونسلګري پخوانۍ ودانۍ، چې د هرات پنځه ستوریز هوټل او د ښاروالۍ ملکیت و، د ښاروالي ریاست ته وسپارل شي او همدارنګه به په دغه ولایت کې د کونسلګري فعالیت هم خورا محدود  شي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال سراج الدین سراج په هرات کې د امریکا د کونسلګري د چارواکو دا اقدام له ټولو ديپلوماتیکي اصولو او نړیوالو مقرراتو سرغړاوی او خپلسری عمل وباله او ویې ویل، چې د کونسلګري چارواکو باید لږ تر لږه تر اقدام مخکې دوی په جریان کې اچولي او خبر کړي وای.

خو د دغې کونسلګري مطبوعاتي مسؤل نعیم محسیني په دې اړه وویل، چې د کونسلګري له لورې د هرات د بهرنیو اړیکو یا ارتباط خارجه دفتر ته خبر ورکړل شوی و.

بل پلو، په هرات کې د امریکا د کونسلګري یو شمېر کارکوونکي او ترجمانان بیا وايي، چې د پنجشنبې په ورځ کله چې د کونسلګري د وسایلو او اسبابو لېږد پیل شوی، دوی هم له کاره شړل شوي او ورته ویل شوي، چې نور دې کار ته نه راځي.

د کارکوونکو او ژباړونکو په خبره، دوی ته دا هم ویل شوي، چې کونسلګري نور په هرات کې خپل فعالیت دروي او کونسلګري هم تړي.

په هرات کې دامریکا د کونسلګري اهمیت په دې کې دی چې  له همدغې کونسلګرۍ څخه دسیاسي او ډیپلوماتیکو فعالیتونو تر پوښښ لاندې امریکایانو دهیواد دجنوب لویدیځې حوزې په کچه خپل ټول پوځي او امنیتي پروګرامونه پرمخ وړل او په دې سیمه کې یې دطالبانو دعملیاتي پرمختګ په ضد پلانونه طرح کول .

  تېر کال د ۲۰۱۳ کال د سپمتر په ۱۳ نېټه طالبانو په هرات کې د امریکا پر کونسلګري پراخ ډله یېز برید وکړ.

د شنونکو له انده، طالبانو په دغه برید کې دهرات په ولایت کې د خپل دښمن ترټولو خوندي اومهم مرکز په نښه کولو او هغه ته په ځان رسولو سره  یې هالته  دهغوی ټول  پوځي او استخباراتي  احظارات په شا وتمبول  او په پوره بریاسره یې دهغوئ په منځ کې خپل عملیاتي پلان عملي کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x