نور مو په زخمونو مالګي مه دوړوي

us_army_night_raidيو ملګري مي چي د هلمند ولايت د ګريشک ولسوالي اوسيدونكي وو دخپل سپين روبي ماما د شهادت قصه په ډكو سترګو راته كوله، چي ماما مي په ګريشك كي دبل چا په ځمكه كي مزدور وو.

يوه شپه په كور كي بيده وو چي امريكايانو يې په كور چاپه ووهله مخكي له دي چي امريكايان كور ته ورننوځي، دي دغيرت له مخي له كوره ورته راووت،

څو امريكايان كور ته ورننه نه وځي، امريكايانو پرته له دي چي خبره ورسره وكړي، ډزي یې پر وكړي، په كور كي يې لور او كور والا ډزي واوريدي، را منډي يې كړي  چي ګوري ماما په وينو كي لت پت او له فاني دنيا نه يې د ابد له پاره سترګي پټي كړي، هغوي چيغي كړي نو امريكايانو دهغه لور اومور دواړه په سپيو وداړل، د امريكايانو له تګ وروسته كلي خبر سو او سهار كليوالو مظاهره شروع  كړه، په مظاهرچيانو باندي ملي اردو والو ډزي وكړي، دري كسه یې شهيدان او دومره نور یې زخميان كړل…

دا د افغانانو حال ده.

دا خو يوه قصه ده له دي ماسوي په افغانستان كي فه سلهاو داسي كيسي  پيښي سوي چي څوک پري خبر هم نه دي، وزيران په وزارتو كي، واليان د ولايت په مقام كي كرار ناست دي، ‎كرزي صیب په آرګ كي ښې هوسا شپي سبا كوي او د غريبو افغانانو له حاله نه دي خبر، او يا خو خبر دي خو څه په اختيار كي نه لري، ولي چي د چارو واګي د بل چا په لاس دوي صرف دا په وسه پوره دي چي د تلويزون په شيشه ښكاره شي، پارلمان كي دي، د ته ولاړ سي ميزونه وټكوي او يا څو خبري وكړي، بيرته ولاړ شي او د مياشتي په پوره كيدو سره خپله تنخواه تر لاسه كړي او يا جرګه وكړي..او بس!

زه وايم كه ددوي ريښتيا څه په وسه پوره واي په دا لس كاله خو به يې يوه خبره په امريكايانو منلي واي.

كرزي صاب له دا څو كلنو راهيسي امريكايانو ته زاري كوي چي دا د شپي چاپي بندي كړي امريكايان په ځاي ددي چي چاپي بندي كړي په كرزي صيب باندي ملنډي وهي .

كرزي صيب فه افغانستان كي څومره جرګې وكرې ټولي بي معنا او ناكامه ثابتي سوي، دا اوس اخيره جرګه چي كرزي صيب وكره كومه فايده يي افغانستان ته ورسيده ؟

په افغانستان كي جرګي يو ارزښت درلود، جرګي ته به دقدر په نګاه كتل كيدل خو كه حقيقت سره ووايو دكرزي دغه جرګو دافغانستان جرګۍ بي ارزښته بي قدره او حتي بدنامه یې كړي.

دوي دي په دي ښه پوه شي چي دا خبره نوره جوته سوي، چي تاسو هيڅ هم په واك كي نه لری، هيڅوك مو خبره نه اوري اوس به مو دومره ټولي كړي وي چي تر مرګه مو ورسوي، نور له دا نيمګړي واكمنی لاس واخلی نور زمونږ په زخمونو مالګي مه دوړوي.

احمد فرهاد

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د