ټولنیزه برخه

کوچنۍ جلۍ او غڼه

ډاکټر غنچه ګل ارمان
لیـــــــکوال او ژبـــاړن

يوې کوچنۍ جلۍ يوه ښايسته چپنه درلوده چې ډېره يې خوښېده. يوه ورځ چې د کور دوهم پوړ ته ختله چې له خپلو لانځکو سره لوبې وکړي، چپنه يې په مېخ کې ونښته او وشکېده. هغې چې د خپلې چپنې ريښکۍ وليده، ډېره خواشينې شوه او په ژړا يې پيل وکړ. دومره يې وژړل چې غاړې يې کښېناستې!

د دېوال په يوه جګ کونج کې يوه غڼه د خپل جال په اوبدلو لګيا وه. چې د دې سلګۍ يې واورېدې، راغله او پوښتنه يې ترې وکړه چې ولې ژاړې؟ هغې ور ته وويل: چپنه مې وشکېده!

غڼې وخندل او بيا يې جلۍ ته وويل: دا زما جال ګورې؟ دا زما کور دی. د دې جوړول ساعتونه، ساعتونه وخت غواړي او ويجاړول يې يو څو ثانيې! زه هر وخت خپل کور جوړوم او نور يې را ته ويرانوي. خو هغوی يې چې ويران کړي، زه لاس تر زنې نه کښېنم، بلکې د بل کور جوړولو ته ملا تړم! زه خفه کېږم، مګر نهيلې کېږم نه او خپل همت له لاسه نه ورکوم! تا ته مې هم سپارښتنه دا ده چې لاړه شه ستنه او تار راوړه، شکېدلې چپن دې وګنډه، او نور دې خپلې لوبې وکړه.

درس:

تاوانونه او آفتونه په ژوند کې خامخا راځي او خامخا به دې خفه کوي، مګر پام چې هيله منتيا او همت در نه وا نه خلي. چې له تاوان سره مخ شوې، بيا جګ شه او کار وکړه، چې بيا دې تاوان وکړ، بيا جګ شه او کار وکړه. د نړۍ ژوند همداسې دی، په لاس تر زنې کښېناستو او پښو غځولو نه کيږي، هوډ او هڅه غواړي، کار او زيار غواړي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x