نړۍ

سوریه کې د امریکایي ایتلاف تازه بمبارۍ ۱۰ ملکيان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د تلې۲۷مه،۱۳۹۳): سوریه کې د تیري جمعې په ورځ د امریکا په بمبار کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په سوریه کې د بشر د حقونو څارونکې ډلي ویلي، چې د تیري جمعې «۱۷-۱۰-۲۰۱۴» په ورځ امریکایي هوايي ځواکونو دوه ځایونه بمبار کړل او دواړه سېمو کې یې لږ تر لږه لس تنه ملکي وګړي ووژل.

د تفصیلاتو سره سم، تېره ورځ امریکایانو د سوریې په دیر الزور ولایت کې د الخشام په نامه سیمه کې د تیلو یوې کارخانې ته څیرمه په یوه پټرول پمپ باندي هم بمبار وکړ، چې له کبله یې لږ تر لږه اوه تنه ځای پر ځای ووژل شول.

او بل اړخ ته همدې ایتلافي ځواکونو د الحسکه په نامه ولایت کې بمبار وکړ، او هلته یې هم درې تنه بې ګناه ملکي وګړي ووژل، چې یو پکې ماشوم هم شامل دی.

د بشر د حقونو څارونکي ډلي ویلي، چې دوی ته تر اوسه په دې باب بشپړ معلومات نه دي شوي، چې ایا دغه وژل شويو کسانو د تیلو په یادو کارخانو کې کار کاوه او کنه.

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په ضد بمبارونه پیل کړي، چې ویل کیږي،تر اوسه يې کومه خاصه نتیجه نه ده ورکړې او یوازي بې ګناه عراقیان او شامیان زیانمن شوي دي.

په واشنګټن کې د امریکا د پوځي قومندانۍ ویاند ویلي چې دوی ته تر اوسه داسي شواهد په لاس نه دي ورغلي، چې ددوی په بمباریو کې دي بی ګناه وګړي وژل شوي وي، او ادعا کوي چې پوره تحقیقاتو وروسته بمبار کوو.

که څه هم امریکایان ادعا کوي چې دوی یوازي د اسلامي دولت وسلوال په نښه کوي، خو د عراق او شام څخه خپاره شوي خبرونه او ویډیويي صحنې ښيي چې زیات شمېر بې ګناه ملکي وګړي هدف شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close