نړۍ

څېړنیز راپور: د ډرون بریدونو قربانیانو کې یوازي ۴ سلنه د القاعدې غړي بلل کیدای شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د تلې۲۷مه، ۱۳۹۳ل): په پاکستان کې د امریکا بې پېلوټه الوتکو د 2004 کال راهیسې تر اوسه 2400 کسان وژلي، خو په یوه تازه خپاره شوي راپور کي ویل شوي چې په دې دوه زره څلور سوه کسانو کې یوازي 84 داسي کسان شامل دي چې د القاعده شبکې سره یې په تړاو کي شک شته او نور ټول بې ګناه ملکي خلګ دي.

له ۲۰۰۴ کال وروسته کله چې امریکا په وزیرستان کې په ډرون بریدونو پیل وکړ، له هغه راهیسي یې تر اوسه ټولټال ۴۰۰ بریدونه کړي، چې همدا وروستی یو یې د اکتوبر په ۱۱ مه وکړ، او ویل کیږي چې پر قبایلي سېمو د امریکايي بې پېلوټه الوتکو د خونړيو بریدونو په دې لس کلنه موده کې لږ تر لږه 2379 کسان وژل شوي.

په بریتانیې کې د څیړنیز ژورنالیزم دفتر ویلي، چې د دې ۲۳۷۹ وژل شویو کسانو له منځه یوازي 704 کسان پېژندل شوي او په دغو اووه سوه څلور کسانو کې بیا یوازي 295 تنه کسان داسي ول، چې شک پرې کیدلای شوای چې ګواکي د یو جهادي یا وسلوال ګروپ سره دې اړیکي ولري.

د dead project په نامه څیړنیز راپور چې همدې بریتانوي سرچیني کار پرې کړی، په دې راپور کې د ټولو هغو کسانو نومونه او پيژندګلوي را ټوله شوي چې د سي آی ای (CIA) په بریدونو کې وژل شوي دي، او دا نومان د پاکستان د حکومت، رسنیو، په سېمه کې د خبریالانو او د خبري ویب پاڼو او اژانسونو څخه را ټول شوي دي.

له راپور سره سم، د امریکا په ډرون بریدونو کې یوازي ۴ سلنه مړي کیدای شي په القاعده پوري وتړل شي او پاته نور ټول عام وګړي دي، چې یا خو د همدې سیمي اوسیدونکي دي او یا هم د افغانستان مهاجرین دی، چې هلته میشت شوي دي.

دا راپور د امریکا ټولي هغه ادعاوي ردوي چې وايي ددوی د ډرون الوتکو بریدونو ډیر دقیق او یوازي (په اصطلاح) تروریستان په نښه کوي.

د تېر کال ۲۰۱۳ په میاشتي کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې د امریکا د استخباراتو (CIA) د ډرون الوتکو پروګرام تر ټولو معیاري پروګرام دی، چې اعتماد باندي کیدلای شي.

نوموړي زیاته کړې وه چې مونږ یوازي هغه وخت په دغه الوتکو بمبار کوو، کله چې مونږ ته پوره درک ولګیږي، چې هدف یې یو داسي کس دی چې هغه ته موږ په خپله ژبه تروریست وایو.

مګر د برتانیې د څېړنیز ژورنالیزم ادارې ویلي، چې د بریدو تر دریمي برخي زیات قربانیانو هیڅ وسلواله سابقه نلرله او د ۳۰ سلني په اړه له سره داسي راپور نه دی ورکړی شوی چې ګنې د کوم وسلوال ګروپ سره یې اړیکه لرله.

د بخښني نړیوال سازمان یو څیړونکی مصطفی قادري ویلي، چې د بریدونو کچي ته په کتو او په هغه کې د مرګونو د زیات شمېر له اعلانونو څخه داسي ښکاري چې د امریکایانو هغه دعوه دې سراسر ناسمه وي، چې په وینا يې موږ په ډرون بریدونو کې یوازي مشران او مخکښ قومندانان په نښه کوو.

د امریکا د استخباراتي ادارې خپل لاسوندونه دا ښيي چې اکثره وخت دوی هغه هدف نه پيژني پر کوم چې بمبار کوي، د McClatchy په نامه خبري اژانس په یوه ثبت شوي راپور کې څرګنده کړه، چې سي آی اي هغه کسان چې دوی یی د ډرون په واسطه په نښه کوي، هغه داسي معرفي کوي چې افغان وسله وال دي، پاکستاني وسله وال دي، او یا په اسانه سره وايي چې دوی یی هېڅ پيژني هم نه.

همدارنګه په راپور کې دا هم راغلي چې امریکا یوازي هغه اهداف نه په نښه کوي، چې دوی ته مطلوب وي، بلکې ډیر وخت د پاکستان د حکومت غوښتنو ته هم اړکیږي، کله چې هغوی ورڅخه وغواړي چي باید یو مشخص هدف په نښه کړي . د یاد خبري اژانس د راپور سره سم د ډرون الوتکو د بمباریو پیل هم په همدې توګه شوی وو، چې پاکستان امریکایانو ته یو هدف ټاکلی وو، تر څو هغوی یې بمبار کړي.

باید وویل شي چې امریکا یوازي په پاکستان کې د بې پلوټه ډرون الوتکو په واسطه بریدونه نه کوي، بلکي په افغانستان، یمن، او صومال کې هم د ډرون الوتکو څخه کار اخلي، او ویل کیږي چې هلته هم بې ګناه انسانان وژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x