افغانستان

غور کې اربکیانو لسګونه کورونه سوځولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د غور ولایت په چهارسده ولایت کې د طالبانو او اربکیانو ترمنځ له نښتې وروسته اربکیانو اتیا کورونه سوځولي او پنځلس تنه عام وګړي يې زنداني کړي دي.

طالبان هم مني چې د دوی او اربکیانو ترمنځ په یاده سیمه کې نښته شوې ده او له نښتې وروسته اربکیانو د جګړې په سیمه کې لسګونه کورونه سوځولي دي.

طالب ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې د دوی ملګرو د غور ولایت مرکز ته څېرمه مشهور اربکی قومندان احمد وواؤه چې وروستو ګڼو اربکیانو په یاده سیمه یرغل وکړ او ګڼ عام کورونه يې ایره کړل.

یاده دې وي اربکیانو نه یواځې په غور کې دغه وحشت تکرار کړی دی، بلکې یواځې په تېره اوونۍ کې يې په غزني، کندهار او پکتیکا کې ګڼ وحشتونه ترسره کړي دي.

ویل کېږي د ګډ حکومت مشر ته هم د هېواد له ګوټ ـ ګوټه ګڼ قومي مخور د اربکیانو له وحشته د شکایت په تمه ورغلي وو، خو تر اوسه يې کوم عملي اقدام نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x