افغانستانخبرونه

واشنګټن پوسټ: د واک وېش د ګډ حکومت ستره ننګونه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا معتبرې ورځپاڼې، واشنگټن پوسټ نن د افغانستان د نوي ګډ حکومت، د عبدالله-غني او په دواړو ټیمونو کې د جنګسالارانو ترمنځ د واک وېش او د احتمالي ګواښونو په تړاو یوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله په ګډ حکومت کې د اجراییه رئیس عبدالله د دویم مرستیال، محمد محقق په خبرو پیلېږي. محقق وايي ده د امریکا په منځګړیتوب د نوي ګډ حکومت په منځ ته راتګ کې ډېر ملاتړ کړی. لیکوال وايي چې دغه پخوانی جنګسالار د خپلې ډلې ټپلې لپاره له ۲۲سلنې پر کمو څوکیو نه راضي کېږي. محقق وايي: «۲۲سلنه څوکۍ دې هزاره وو ته ورکړل شي».

د مقالې د لیکوال په باور د ۲۰۱۴ وروستیو پورې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره طالبان لا هم په افغانستان کې قوي ځواک پاتېږي.

په امریکا زده کړی اشرف غني که څه هم ولس سره د تکنوکراتې کابینې جوړولو ژمنه کړې ده؛ خو دی باید د هغو ځواکمنو جنګسالارو هیلې هم په پام کې ونیسي چې د ټاکنو پر مهال او بیا له ټاکنو وروستیو د لانجو پر مهال یې د عبدالله پر وړاندې د ده ملاتړ کړی و.

د مقالې لیکوال هم د افغانانو اندېښنو ته اشاره کوي چې اشرف غني به وکولای شي خپل سرسخت رقیب، عبدالله عبدالله سره ګډ کار وکړي او دغه ګډ حکومت کامیاب کړي. مقاله لیکوال د امریکايي دیپلومات خبره رااخلي چې نه غواړي خپل نوم په ډاګه کړي: «دا څو ورځې شهرالعصل دی. سخت وخت هغه مهال پیلېږي چې غني د وزیرانو بدلول شروع کړي».

دغه امریکایی دیپلومات زیاتوي: «غني باید د عبدالله ټیم له خپلې اجندا سره برابر کړي چې دغه مهال د یوه کاري بندش امکان شته. غني کاري او ماهر وزیران غواړي مګر عبدالله لاهم د پخواني افغاني دود پر اساس خپلې ډلې ټپلې ته واک غواړي».

افغان کارپوه هارون میر وايي: «دلته ستونزه په مشرانو کې نه ده، د دوی شاوخوا راټول شوي مشکل جوړوي چې دوی هر وخت د ټکر وړتیا لري».

عبدالله ځان ته د مناسب دفتر د نشتون له امله د لوړې مراسمو کې ګډون تقریباً تحریم کړی و مګر وروسته بیا د امریکايي سفیر جیمز کننګهم په منځګړیتوب ستونزه حل شوه او د ګډون سربېره یې لنډه وینا هم وکړه.

لیکوال لیکې چې ان له اوسه د عبدالله پلویان د غني له کړنو خوښ نه دي. دوی وايي غني سیاسي ګومارنې پر خپل سر کړي چې دا د بې اعتمادۍ ښکارندوی ده. د دوی ګیله دا ده چې غني پر یو لړ مسایلو ورسره مشوره نه کوي. د بېلګې په ډول د ملي امنیت مشاور او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر ګومارنو کې له دوی مشوره نه ده اخیستل شوې.

د عبدالله د ټیم غړي مولانا فرید د ورځپاڼې لیکوال ته وايي: «غني وايي زه یو ملتپال یم، زه هېڅ قوم پورې تړلی نه یم، مګر کړنې يې د قومګرايۍ پر بنسټ دي». فرید زیاتوي: «وروستۍ ګومارنې ښيي چې غني پر خپل سر کار کوي. هېڅ ګومارنه او لرې کونه دې د دواړو ټیمونو له هوکړې پرته ونه شی».

فرید د اشرف غني پر انتخاب شک کوي او «منتخب» يې نه بولي: «غني داسې کار کوي، لکه منتخب ولسمشر چې وي». د عبدالله ټیم غني «منتخب» ولسمشر نه ګڼي، په داسې حال کې چې د غني پلویان بیا د عبدالله شتون په نظام کې «نامشروع» بولي.

د غني د ټیم غړی، داوود سلطانزوی وايي: «اشرف غني هر څوک د سلاکار په توګه ګومارلی شي. ولې له عبدالله سره مشورې وکړو؟ دا مسخره ده!».

سلطانزوی زیاتوي: «له بده مرغه دلته د ځینو خلکو د شخصي او ملي ګټو ترمنځ ټکر دی، ځان غوښتنه دلته لویه ستونزه ده».

اشرف غنی احمدزي ته لویه ستونزه همدا ده چې دغسې زورواکو سره څه وکړي. د جنګسالارانو شتون په دواړو ټیمونو کې په پراخه کچه دی.

د بېلګې په ډول عطامحمد نور، د بلخ ځواکمن والي او پخوانی ټوپکمار. عطا د ټاکنو د لانجو پر مهال ان د غني د ولسمشر کېدو پر خلاف د ولسي پاڅون غوښتنه کړې وه. غني ته ستره ازموینه دا ده چې عطامحمد نور د بلخ له ولایته لرې کړې.

امریکايي چارواکی وايي: «د غني اصلي ازموینه دا ده چې دغسې یو ځوکمن چارواکی لرې او بل څوک یې پر ځای وګوماري». دی زیاتوي: «عطا د دې ښه مثال دی چې غني باید ورسره له احتیاطه کار واخلي.».

د داسې خلکو شتون د غني په ټیم کې هم کم نه دی. د بېلګې په ډول پخوانی کمونیست جنګسالار، عبدالرشید دوستم چې اوس د اشرف غني په ګډ حکومت کې د ولسمشر لومړی مرستیال دی. دوستم د بشري حقونو ناقض ګڼل کېږي. د افغانستان د اساسي قانون له مخې که اشرف غني په بهرني سفر ځي، پر ځای به یې نالوستی جنرال دوستم د ولسمشر دندې ترسره کوي.

د ډېری کارپوهانو په باور افغانستان اوسمهال له یوه لړزانده حکومت سره مخ دی. د دوو داسې ټیمونو ترمنځ حکومت جوړ شوی چې میاشتې میاشتې سره ښکر پر ښکر وو. تر اوسه لا کابینه نه ده جوړه شوې، له حکومت د عبدالله د ډلې پخواني غړي نه دي لرې شوي. د کارپوهانو په وینا د لانجو او ان کړکېچ پیل به د نوو ګومارنو او لرې کونو سره پیل وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x