افغانستان

د اردو عسکرو یوولسو عامو وګړیو ته مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د دوی په سیمه کې د اردو په توغندیز برید کې یوولسو تنو مرګ ـ ژوبله اوښتې  چې باید پوښتنه يې وشي.

د دې ولسوالي ګڼ اوسېدونکي د کندهار ولایت مخې ته په اعتراضي ډول راټول شوي او له دولته غواړي چې د دوی په سیمه کې مېشت د افغان عسکرو پوستې دې تخلیه کړي.

د خاکریز اوسېدونکي وايي چې عسکر د دوی په سیمو کې د دوی د ساتنو په مؤخه نه، بلکې د دوی د لوټ او وژنو په مؤخه هلته مېشت دي.

د کندهار د والي ویاند هم په خاکریز کې د عسکرو له لوري د خلکو ځورونه مني او وايي چې دوی به د دې پېښې په تړاو پلټنې وکړي او ډېر ژر به يې عاملین محاکمه شي.

نږدې د کندهار ټولو اوسېدونکي په دې ولایت کې د عسکرو له بد چلنده شکایت کوي، چې تېره ورځ هم د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې عسکرو دوه وروڼه د ښار په منځ کې سخت ډبولي وو.

تر دې وړانې د ژېړۍ په ولسوالي کې هم د شېر اغا په نامه یو تن اربکي د څو تنو عامو وګړیو غوښې له دې امله په انبور شکولې وي چې باج يې نه درلود.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د کندهار ښار په شاوخوا کې اته څلویښت جسدونه وموندل شول چې عامو وګړیو يې د وژنې پړه د ښار په پولیسو ور اچوله.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x