راځئ علامه رشاد ته غوږ شو !!

rashad_babaهمدا اوس افغان اولس په خورا اضطراري او ټاکونکو شیبو کې راګیر دی ، نن د روان میلادي کال د دسمبر پنځمه  دجرمني په بون کې یو خبر ساز کانفرانس روان دی ، ترڅو دافغانستان راتلونکی په نښه کړي ، څو ورځې  وړاندې دنومبر په وروستۍ نیمایي کې په کابل کې یوه لویه جرګه  ترسره شوه ، ترڅو په افغانستان کې دامریکایانو ددایمي شتون موضوع وڅیړي  ،

خو دهمدې دوو نیټو منځنۍ نیټه  ( ددسمبر لومړۍ ) دافغانستان دیوه  وتلي ملي او علمی شخصیت ارواښاد علامه رشاد دوفات له اووم تلین سره برابره ده .

علامه رشاد دافغانستان په معاصرو قلموالو او متفکرینو کې هغه څوک بلل کیږي ، چې تقریبا د ټولو افغانانو لپاره په یوه کچه محبوبیت لري  ، دابه دنوموړي یو امتیاز وګڼو  چې دوفات په اړه یې دطالبانو له مطبوعاتو نیولې دکابل ترواکمنو پورې ټولو په  یوه ډول خواشیني څرګنده کړه او دنوموړي په اړه یې خپل ارادت په ډاګه کړ .

علامه  عبدالشکور رشاد چې دادب ، تاریخ ، لرغون پیژندنې ، دغه راز په نورو ټولنیزو او دیني علومو  کې یې  پياوړی استعداد درلود ، دافغانستان او نړۍ له روانې اوضاع څخه یې هم خورا دقیق او ژور سیاسي برداشت درلود ،  چې په هرډول حالاتو کې یې په پوره جرأت او میړانه  څرګنداوه ،  دافغانستان دمعاصرو قلموالو په ډله کې به نوموړی هغه څوک وبولو ، چې په رښتیني توګه یې دافغان ټولنې نمایندګي کوله ، او خپل خپلواک دریځ او نقطه نظر یې  کله هم د وخت دحاکمانو تر زر او زور نه قرباناوه .

دافغانستان اوسني غمیزه چې په هیواد دلویديځ له یرغل څخه رازیږیدلې او دهمدې یرغل دوام یې لا پسې اوږدوي  یوه له هغو مسائلو څخه ده ، دنورو عامه افغانانو غوندې دقلموالو ترمنځ هم یوه متنازع فیها مسئله بلل کیږي .

په افغانستان کې دلویديځوالو او سنی او راتلونکی شتون  او په وړاندې یې روان  جهاد هغه مسائل دي ، چې په ازادو بحثونو کې یې هر څوک له خپل فکر سره سم تحلیلوي  ، خو دا بحثونو زیاتره وخت له دې وجې بې پایلې پاته کیږي  ، چې هر چاته یوازې خپل شړومبې  نوینې ښکاري ، او دمقابل هر دلیل او حجت  له پیله دعناد په نظر لولي .

دې وضعیت ته پام سره  اړینه ده ، چې دروان وضعیت په اړه دلیکوالو له منځه  یو داسې حکم ( دریمګړی ) وموندل شي ، چې لږترلږه ټولو ته د درناوي وړ وي  .

زما په اند خو دافغانستان په معاصرو قلموالو کې  دارواښاد علامه رشاد په پرتله به  بل هیڅوک هم ددې مقام  مستحق نه وي  ، ځکه نوموړی په ژوند او مرګ دواړو هغه څوک وو ، چې دافغانشموله درناوي  په محراب کې یې قرار درلود ، د نوموړي دوفات په ورځ یې که حکیم تڼیوال  دکټ سرته ولاړ وو ،  نو طالب لیکوال شهید محمد حسین مستسعد هم پرې غایبانه اوښکې تویولې  ،  که په اړه یې کندهار مجلې ځانګړې ګڼه چاپ کړه ، نو طالبانو هم په خپله نشریه  ( څرک مجله ) کې په یوه اوږده لیکنه کې پرې غمرازي ښکاره کړې وه  ، په هرحال

دافغانستان دروان وضعیت  دتللو او دلته دبهرنیانو داوسني او اوږدمهالي حضور په اړه دعلامه رشاد د دریځ  معلومولو لپاره به پرځای وي ، چې دنوموړي دهغه اوږد شعر ځینې برخې را اقتباس کړو ، چې په پوره تفصیل یې  افغانستان او سیمې ته دغربیانو دراتګ دلائل او نتائج په کې څیړلي دي ، او په اړونده برخه کې یې په پوره ایماندارۍ خپل قضاوت  کړی دی .

علامه رشاد ددې تاریخي شعر په پیل کې دیوشمیر معاصرو قلموالو او صاحب نظرانو خلاف  چې په افغانستان کې دلویدیځ  مداخله یو مثبت تاریخي فرصت بولي ، دلویدیځ یرغل ( فاجعه ) نوموي او وایي

نن افغان اولس ته پیښه فاجعه ده

ټکې اوري ، بلا زیږي دغم شپه ده

ورپسې سترګور رشاد ددې جریان  او حوادثو اصلي ریښو ته ورځي  ، نن سبا یو شمیر نړیوال او افغان صاحب نظران  په افغانستان دلویدیځ دیرغل یوازینی او اصلي لامل  دسبتمبر دیوولسمې بریدونه بولي ، او داسې انګیري چې  که په امریکا دابریدونه نه وای شوي ، لویدیځ به دافغانستان په اسلامي خاوره یرغل نه وای کړی ، مګر څنګه چې په امریکا برید وشو ، امریکا حق لري ، چې افغانستان اشغال کړي  ، علامه رشاد چې دتاریخ ، او ټولنپوهنې استاد او ژور سیاسي  مفکر وو ، دامریکایي یرغل  دعلت بیانولو په ترڅ کې  د یوولسم ستمبر دپیښو هیڅ یادونه نه کوي ، بلکې دامریکایي یرغل بنیادي لامل داسې راښیي .

اتفاق دی عيسويانو هسي کړی

چې به نه پريږدي ازاد مسلم وګړ ی

ددوۍ ژوند به وي په شر او په اشوب کې

دوۍ به زېږي، دوۍ به مري په مريتوب کې

تروريزم د اسلام په ضد پلمه ده

دا پلمه د صليبي جنګ پيلامه ده

دا ټګي ده، دا برګي ده، دا نېرنګ دی

په وينا د مستر بوش صليبي جنګ دی

دسپين برج اهريمان د شر خدایي کا

د يزدان د پيروانو سرکوبي کا

ايل شارون دی مقتدي جارج بوش امام

غواړ ي ونغاړي کمبله د اسلام .

ټوني بلير ددغه چرچ سياڼه کشيش دی

د يهودو د ترسا د ګټو ويش دی

سيناګوګ او کليسا دی لاس يو کړی

خدای ومه کا دمسجد به کاږي زړی

بشري حقوق ، دبیان او مطبوعاتو ازادي ، دیموکراسي  ، ازادې ټاکنې ، خپلواکي او داسې نور څه ، هغه شعارونه دي ، چې نن سبا دغربیانو او غرب زده ګانو لخوا خورا ډیر زمزمه کیږي ، غربیان چې داستعماري جګړو په مهال یې د وروسته پاتې نړۍ  دودانولو شعارونه زمزمه کول ، داځل یې دازادو ولسونو په (زور ) دنیکبخته کولو (!) شعار پورته کړی دی  ، چې ددوی یوشمیر سیمه ایز پلویان یې هم په شعوري یا غیرشعوري توګه ورسره بدرګه کوي ، مګر علامه رشاد فرمایي  ، چې دلویدیځ یاد شعارونه  له څیلمې دروغ  او سرچپه دي .

مدعي د انسانانو د حقونو

ريښې کاږي د بشر دژوندونونو

دا عجبه دبشر بشر دوستي ده

دا دوستي د بشر نه ده شر دوستي ده

آزادي د بيان، فکر، عقيدې

دي پر مخ د سياسي ګټو پردې

سياسي ديموکراسي تر هغو ښې دي

چې د څو امپر يا ليستو ښې پکښې دي

دغه راز ارواښاد رشاد په پوره متانت او دراکت  خپلو لوستونکو ته یوداسې بیت په میراث پرې ایښی ، چې  یوکتاب خبرې ترې استنباطیږي  ، اوپه  ډيرو معاصرو اندتوګو او انګیرنو دبطلان کرښه راتیروي  ، نوموړی وایي  چې په نننۍ بې انصافه نړۍ کې  دامپریالیزم مرییتوب ته لیبرالیزم ( ازادي ) وايي   ، خوبرعکس  دخپلواکۍ واقعي  غوښتنه  بیا تروریزم بلل کیږي  .

مريتوب د امپرياليزم ، لېبر ليزم دی

خپلواکۍ کې ځنې نغښتې تروريزم دی

ارواښاد رشاد په دې پسې ځینې نړیوال بحرانونه دمثال په ډول یادوي ، او وایي چې په نړۍ کې له مسلمانانو سره  له یوې مخې ظالمانه او بې انصافه چلند کیږي

پنډتان چې کشميريان وژني پر حق دي

چې يهود مسلمانان وژني پر حق دي

دچيچن مجاهدان تروريستان دي

دبالقان مسلمانان واړه ياغيان دي

چې تحليل او تکبير وايي پاک جهاد کا

نصارا د هغو ژوند، غواړي برباد کا

هرمسلم چې خپلواکي غواړي مروړه سي

په يوه او بل نامه يې بد کړه وړه سي

چې خپل حق له کفره وغواړي مسلم

باله کېږي دهشت ګرد، ياغي، مجرم

په افغانستان کې امریکایي اډې او له امریکا سره ستراتیژیکي اړیکې هغه څه دي ، چې اوس ترې معرکة الآراء  موضوع جوړه شوې ده ، سره له دې چې عام افغانان او مطلق اکثریت افغان قلموال  یې په اړه دښمنانه دریځ لري ، او په هیڅ قیمت یې  منلو ته اماده نه دي ، مګر یو کم  شمیر افغان نما لیکوال بیا هڅه کوي ، چې دا زهر افغانانو ته دشربت په جام کې  خواږه ښکاره کړي  ، له امریکا سره دستراتیژیکي اړیکو  په اړه دجرګې  او دبُن دکانفرانس  په اړه هم عامه اندونه همداسې ویشلي  دي ، زیات شمیر  هیوادوال په  دې نظر دي ، چې نور ددې وخت رارسیدلی چې افغانان په یوه خوله لویدیځوالو ته ووایي چې ( از خیر تو  توبه  ، مګر بد مه رسان ) او په دې توګه  له بهرني اشغال نه ځان اوزګار کړي ،  مګر  ځیني هغه چې دغربي رسنیو مایک ته ناست دي ، په پله پسې توګه تبلیغات کوي ، چې په افغانستان کې امریکایي حضور او نظامې اډې  دافغانستان استقلال او حاکمیت ته زیان نلري  .

علامه رشاد په دې اړوند په پوره صراحت وایي چې

په بمو او په توپو بارې چورلکې

چې راځي پر ودانيو پاشي ټکې

دملي حاکميت بې پروايي کړي

دافغان د خپلواکۍ بې حرمتي کړي

دغه راز ارواښاد رشاد دیرغلګرو تور نیتونه او اوږدمهالي پلانونه هم را بربنډوي او په  زغرده وایي چې امریکایان غواړي دلته  اډې جوړي کړي  ، ترڅو په سیمه کې خپل اهداف تعقیب کړي ، چې په دې توګه افغانستان دنړیوالو جګړه مارو په لوبغالي اوښتلی شي چې  کیدالای شي دغه جریانات په پای کې د افغان وطن په  په محو او ویش باندې منتج شي .

طاغوتي لښکر له قهره سره اېشي

زموږ هيواد غريب په لوېشتو سره وېشي

پرنګی او روس زاړه غچونه کاږي

بوش دنوي استعمار نقشونه کاږي

سي، آی، اې ږدي په دې چم دمکر ليمې

خپلوي د منځنۍ آسيا سيمې

دا ټکان د سياسي نفوذ لپاره

جوړوي په دې پلمو نظامي لاره

جوړوي دا شر دوستان دلته اډې

په نامه بشر دوستان دلته اډې

دغه راز ارواښاد رشاد په افغانستان کې دلویدیځ دجګړې هدف له استثماري سره سره  عقیدوي هم بولي ، او په مسلمان امت غږ کوي چې

مسلمانه خطر پیښ دی واسلام ته

دامت دمحمد واستحکام ته

په ډېر تأسف باید  ووایو چې نن سبا یوشمیر هغه صاحبنظران او قلموال  چې دارواښاد رشاد په دسترخوان یې په بیا بیا نمک خوړلی ، او دنوموړي ترسایه لاندې له قلم او لیکوالۍ سره اشنا شوي دي ، په داسې حال  کې چې ځان دنوموړي  فیض یاب او ارادتمندان  بولي ، دنوموړي له سیاسي باعزمه  ، متدین او سرلوړي دریځ  سره په ښکاره جفا کوي ، نن سبا دارواښاد علامه  رشاد داووم تلین په مناسبت  بیلابیلې غونډې ترسره کیږي ، خو د  حاکم جریان دګټو دحفاظت په خاطر دارواښاد رشاد لوړو افکارو ته هیڅوک هم اشاره نه کوي  ، ددې لپاره چې دافغانستان داوسني وضعیت  په اړه مو دعلامه رشاد قضاوت په مفصل ډول  فهمولی وي ، پرځای ده چې دنوموړي ترټولو وروستۍ لیکل شوی کتاب  ( دتودو وینو حمام افغانستان شو )  یوځل بیا په  سمه توګه مطالعه کړو ، او په دې توګه  دیرغلګرو له رښتینو موخو ځان خبر کړو .

قاري حبیب

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د