«آیا نجيپ پېژنئ؟!» کتاب په دوهم ځل له چاپه راووت!

لیکوال: عبد القادر پتنګ

آیا نجیب پېژنئ؟ کتاب په اصل کې د ډاکټر نجیب سکه ورور صديق الله راهي د نوموړي د واکمنۍ پرمهال په دري ژبه د « آیا نجیب را میشناسيد؟» په عنوان لیکلی و، چې د ښاغلي مولوي صیب عبد الخبير جاهد لخوا په ساده او روانه پښتو ژبه د ژباړلو څخه وروسته په لوموړي ځل تیر کال ۱۱۰۰ ټوکه چاپ شو. له نیکمرغه دا دی اوس تازه په ۱۶۳ مخونو کې په دوهم ځل هم په ښکلي ډيزاین او صحافت سره 2100 ټوکه چاپ شو.

د کتاب د ژباړې په پای کې ښاغلي مولوي صیب د کمونېزم د بنسټ په اړه خپله د کمونیزم د ځینو جرمني او روسي بنسټګرانو او مخکښانو له خولو ځینې نور مهم معلومات، همدا ډول د افغاني مخکښو کمونیستانو(تره کي، امین، ببرک او نجیب)ځينې په زړه پورې او حیرانوونکې څرګندونې را ټولې کړې دي ، او له نوموړي کتاب سره يې ضميمه کړي دي.

د چاپ ټول حقوق یوازې په مولوي صیب پورې اړه لري. که درانه لوستونکي او خواخوږي په دې اړه څه مشورې لري، کولای شي په لاندې آدرس اړیکه ورسره ونیسي:
abdulkhabeer.jahid@yahoo.com

د لاسته راوړنې پته:

مستقبل خپرندويه ټولنه:

لومړی ادرس: کابل، کوټه سنګي، د سيلو د څلورم او پنځم سرک ترمنځ د شاداب ظفر بلاکونو ته مخامخ.

دويم ادرس: کابل، د دهمزنګ اول سرک، مرکز عمومي کتاب فروشي (محب زاده مارکټ).

مبایل شمېرې: ۰۷۸۸۲۲۰۵۳۰- ۰۷۸۶۶۳۰۷۳۱- ۰۷۷۸۸۷۰۳۰۵

همدارنګه په نورو ځينو کتاب پلورنځيو کې هم ترلاسه کیدلی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د