نظــر

اوس به جوتېږي چې حکومت څه کوي!

لیکوال: جمال خالد

د روان کال  د تلې د میاشتې په ۲۳ نېټه د ګران هېواد په پلازمېينه کابل کې یوه هېښوونکې پېښه را منځ ته شوه! د ټولو عالمیانو د خالق، مالک او رازق په مقدس او سپېڅلې ذات په رڼا ورځ د ټولې نړۍ په مخکې تیری وشو! په یوه ناولې ورځپاڼه کې د الله جل جلاله په اړه داسې څرګندونې وشوې چې فکر کوم د افغانستان په تاریخ کې به نه وي شوې! آن د کمونیزم په وخت کې به هم نه وي شوې، ما اورېدلي چې کمونیزم ته ژمنو کسانو به د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپکاوی کولو، یا به یې د قرآن کریم بې احترامې، او د الله جل جلاله په وړاندې ګوستاخي کوله. هغه هم په ځینو ځانګړو ناستو کې. که څه هم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه یې کوم ځل په ورځپاڼو کې بې ادبي کړې وه.

خو د الله جل جلاله د مقدس ذات په وړاندې دا ډول بربنډه او ډاګیزه کوستاخي د لومړي ځل لپاره اوس را څرګنده شوه. په دې کې شک نشته هغه چا چې دا لیکنه کړې، خپره کړې، او د خپرولو لپاره یې کار ورته کړی، هغوی په الله جل جلاله ایمان نه لري. ځکه خپله په لیکنه کې دا هر څه په ښکاره ویل شوي. خو خبره هغو ته سیخه ده چې ځانونه ددې مسلمانې خاورې او مسلمان ولس مشران بولي! دوی باید ولس ته په ډاګه کړي چې دا کار څه ډول تر سره شوی؟

په دې ټول پوهېږي چې په هېڅ ټولنه کې هېڅ رسنۍ تر هغه د ولس د ارادې، عقېدې او باور خلاف څه نشي خپرولی تر څو ډاډه نه وي، چې له کوم ځانګړي ګواښ سره نه مخ کېږي. او دا په داسې حال کې چې ټولو ته جوته ده چې د افغان ولس په پاکه او مسلمانه خاوره کې څوک دا ډول جنایت نشي تر سره کولی، که چا تر سره کړی، هغوی د تاریخ کندلې ته لوېدلي، او که یې څوک ترسره کوي، هرو مرو خپلې پښې په خپله په تبر وهي.

اوس پوښتنه دا ده چې دې جنایتکارانو ته څه ډول او د چا له خوا ډاډ ور کړل شوی چې دې جنایت ته یې لاس اچولی؟ که دوی په دې پوهېدلی یا یې باور وای چې له کوم ګواښ سره مخ کېږي، هېڅکله به یې دا جنایت نه و کړی؛ ځکه دوی انسانان دي، پوهېږي چې دلته حکومت شته، څارنوالي شته، محکمه شته، او ولس مسلمان دی. که څوک د ولس د عقېدې سپکاوی وکړي د قانون له مخې به هرو مرو د خپلو کړنو ځواب وايي! اوس څه شي دوی د حکومت، څارنوالۍ او محکمې له ډار، نیونې او پوښتنو څخه بې پروا کړي؟

په هر صورت جنایت وشو، اوس باید دجنایتکارانو د محاکمې په اړه لازم ګامونه پورته شي، له هر څه دمخه حکومت باید په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي، ځکه دا یې مسولیت او دنده ده، چې دافغان مسلمان ولس له عقېدې څخه دفاع وکړي، ساتنه یې وکړي، حکومت باید له پېښې سره ټول تړاو لرونکي لوري او کسان ونیسي، او اړونده ادارو ته یې د پوښتنو او ګروېږونو لپاره وسپاري، تر څو معلومه شي چې حقیقت څه دی!

خو که حکومت همداسې غلی پاتې شي لکه تر اوسه چې پاتې دی، باید پوه شي چې له لومړي سره یې په ځان د مسلمان ولس باور وبایللو. او په لومړۍ آزموینه کې یې لوی صفر په برخه شو! بیا دې له ولس نه د مرستې او ملاتړ هیله نه لري، ځکه په دې صورت کې حکومت د ولس استازی نشي کېدی، حکومت د ولس د ارادې واقعي تمثیل نشي کولی.

ولس مسلمان او حکومت د مسلمان د عقېدې په وړاندې بې پروا! ولس په الله جل جلاله ایمان لري، او حکومت د هغه چا په وړاندې پټه خوله دی، څوک چې الله جل جلاله ته سپکې سپورې وايي! ولس وايي مونږ په الله باور لرو چې زمونږ خالق دی، زمونږ مالک دی، زمونږ رازق دی، زمونږ ددینا او آخرت، زمونږ مرګ او ژوند ټول د الله جل جلاله په واک کې دي. له همدې امله د الله جل جلاله عبادت په مونږ لازم دی، دالله جل جلاله درناوی په مونږ لازم دی، د الله جل جلاله له احکامو څخه دفاع په مونږ لازمه ده، خو حکومت بیا هغه چا ته امن ور کوي څوک چې د همدې الله جل جلاله په وړاندې بې ادبي کوي! د الله جل جلاله له واک او ځواک نه منکرېږي! د پام وړ دا چې دا کار په پټه نه کوي، په ښکاره یې کوي، بلکې نور ور ته را بولي!

که حکومت او مشران یې ځانونه په رښتیا د ولس استازي بولي، او په رښتیا د ولس استازي وي، اوس به جوتېږي چې څه کوي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x