نظــر

نورکولی شم سپین درته وږغیږم !

 

Francesc_Vendrellد افغانستان لپاره دملګرو ملتونو پخواني ځانګړې استازي «فرانسیسک ویندرل» چي پرافغانستان دامریکایانودیرغل څخه وروسته  یې په دغه هیوادکي داروپایې ټولني دترټولودلوړپوړی چارواکي په توګه دنده ترسره کړې ده ، دافغانستان پرروان وضعیت له بي بي سي سره په مرکه کي ویلي چي نورډیپلوماټ نه یم نوځکه کولی شم چي سپین درسره وږغیږم ، ویندرل وایې چي : په افغانستان کي زړو او نوو ملېشو خورا ستر خطر را منځته کړی دی ،

نوموړي په زغره وویل چي که له طالبانو سره سوله وهم شي نو د ملیشو له لوري سبوتاژ کیدلی شي ، ویندرل اشغالګر ځواکونه وغندل چي نه یوازي داچي پخوانۍ ملیشې یې منحل نه کړې ، بلکي نوري یې هم جوړي کړې او په تأسف سره چي لاهم خلګ مسلح کوي چي بیله شکه دافغان ولس ستونزي به حتما ورسره زیاتي شي ، ځکه په ځینو سیمو کي خلګ اوس هم شکایت کوي چي دملیشو اربکیو څخه تر پزي راغلي دي ، مالونه اونغدي پیسې په زور ترې اخلي ، بې موجبه خلګ وهي اوټکوي ، دقوم پرستۍ اورته لمن وهي آن پر ماشومانو په پرله پسې توګه جنسي تري کوي او……

ښاغلی ویندرل دبي بي سي ددې پوښتني په ځواب کي  چې په افغانستان کې د لوېديځ لويه نيمگړتيا څه بولي؟ وایې چي :

گڼ شمېر تېروتنې شوي چې د سېنچري فونډېشن په وروستي رپوټ کې نه دې يادې شوي، ځکه چې زموږ ډېرى خو آخر ډېپلوماتان دي. خو څرنگه چې زه نور برحال ډېپلومات نه يم، کولى شم سپين درته وغږېږم. فکر کوم د امريکاييانو او، تر څه ځايه د اروپايي هيوادونو ستره تېروتنه دا وه چې د افغانستان په اړه د بن تر کنفرانس وروسته يې د شمالي ټلوالې د جنگسالارانو ملاتړ ته دوام ورکړ. فکر کوم ډېر داسې امکانات رامنځته شول چې کېدى شواى چې د دوى اغېز شنډ شي، وسلې ترې واخيستل شي او ورته وويل شي چې که سياست کوئ، نو له هر ډول ملېشو پرته به يې کوئ. دغه راز موږ په دې کې هم پاتې راغلو چې اداري بنسټ لکه سياسي ادارې او قانوني ادارې رامنځته کړو او ټوله تکيه مو يوازې پر افرادو وکړه.”ویندرل

پوښتنه: “خو د ملېشو د بې وسلې کولو ځينې پروگرامونه پلي شوي لکه ډي ډي ار او ډاياگ؟”بي بي سي

ډي ډي آر خو هسې يوه ټوکه وه. په دې کې ٦٠ زره هغه کسان راتلل چې پخپله يې ځان ملېشه باله، چې ښايي دا شمېر هسې پړسول شوى وي.

ځکه چې احمدشاه مسعود له مړينې دمخه ماته ويلي وو چې دى کولى شي له طالبانو سره د يوه رېښتوني جنگ لپاره ايله تر شلو زرو نفر راټول کړي. په داسې حال کې چې اوس شپيته زره راغلي وو چې زړې وسلې وسپاري. خو دغه وسلې هم چاته سپارل کېدې؟ دا کوم نړيوال پوځي ځواک ته نه ورکولې کېدې چې کولى يې شواى له منځه يې يوسي، بلکه د دفاع وزارت ته سپارل کېدې چې په سر کې يې مارشال فهيم و چې پخپله تر ټولو لوى جنگسالار و. نو ځکه دا کوم جدي کار نه و. له ډاياگ او ډي ډي آر پروگرامونو سره نه د ناټو مرسته وه او نه د امريکا د پوځ. او نتيجه يې داشوه چې افغان حکومت پر هغو وسيلو انحصاري کنټرول ونه شواى موندى چې په تاوتريوخوالي کې کارېږي. هېواد هماغسې پر وسلو او قوماندانانو ډک دى چې حتمي نده د دفاع وزارت قوماندې ته ځواب ووايي. او البته چې په دې وروستيو کلو کې د سيمه ييزو پوليسو تر نامه لاندې د ملېشو شمېر نور هم زيات شوى دى.”ویندرل

پوښتنه: “آيا تاسې غواړئ وواياست چې د افغانستان د اوسني حالت انځور دغه دى؟ که دا وي نو ډېر خطر ناک کېدلى شي.”بي بي سي

البته چې ډېر خطر ناک دى او دا په هيواد کې د جړې وروستي حل ته رسېدل خورا گرانوي.”ویندرل

پوښتنه: “يعنې تاسې واياست چې حالت اوس په دغه ډول دى؟”بي بي سي

هو، اوس، حالت همدغسې دى.”ویندرل

پوښتنه: ” څومره نړيوالې غونډې د افغانستان د لانجې له غوڅېدو سره مرسته کولى شي؟”بي بي سي

د نړيوالو غونډو په جوړېدو کې څه بدي نشته، خو څه ته چې اړتيا ده هغه ژورې خبرې دي، چې په آرامه فضا کې د نورو تر نظره لېرې وشي او ټول سيمه ييز مهم لوبغاړي او دغه راز پخپله مهم افغان لوبغاړي ورته وبلل شي او چې يو ځل د ټولو اندېښنې واورېدل شوې، تر هغه وروسته دې داسې يو فورمول جوړ شي چې ټولو ته د منلو وړ وي. او هر کله چې د ټولو نظر يو شو، هله دې نړيواله غونډه راوبلل شي چې تر شا يې ودرېږي. نو فکر کوم هغه کنفرانسونه چې سم چمتووالى ورته نه وي شوى، ښايي تر هغه ډېر لږ څه ترې راووځي چې خلک يې هيله کوي.”ویندرل

پوښتنه: “ښه، که تر ٢٠١٤ کاله هېڅ ونشول او حالات همداسې پاتې شول، نړيوال پاتېږي، که وځي او افغانستان پر خپل حال پرېږدي؟”بي بي سي

لوېديځ او نړيواله ټولنه په افغانستان کې بوخته پاتې کېږي، خو پوښتنه داده چې په پوځي ډگر کې به هم بوخت پاتې شي که نه. فکر کوم د امريکا او اروپايي هيوادو خلک په کلکې لېوالتيا سره غواړي چې ووځي. خو که هېڅ ډول موافقه ونشوه، ماته ددې خبرې منل گران دي چې له يوې مخې دې وتل پيل شي. يو شمېر پوځيان به پاتې کېږي – څه د روزنې لپاره او څه هم د افغان لوري د پوځي مرستې لپاره. خو راځئ چې هيله من واوسو. له نن تر هغې شېبې درې کاله لا شته او بايد ډېر کلک زيار وايستل شي چې په دې دريو کلو کې يوه مثبته نتيجه راووځي .فرانسیسک ویندرل

په پای کي لیکوال دښاغلي ویندرل څخه پوښتي چي سمه ده چي ته اوس سپین ږغیدلی شي ،خولږنورهم سپین شه سپین ته سپین ووایه ؟!

دافغان ولس دارمانونو ممثل اسلامي – ملي حکومت راپرځول او پرځای یې دولس له خوا شړل شوي ټوپکسالاران، سیکولرستان اوکمونستان یو وار بیا د واک پرګدۍ کښېنول څنګه ارزوئ ؟

په تېرو لسو کلونو کي د امریکا او متحدینو له لوري یې په افغانستان کي د بیا نړوني او بیا ویجاړوني تاوان به څوک ورکوي؟

د لسهاوو زره ملکي افغانانو د وژني  او ځوروني  مسؤل او تر سره کوونکي بهرني ځواکونه به د چا له خوا محاکمې ته را کشیږي او کنه ؟

ایا د نړیوالو قوانینو له مخي په افغانستان کي داشغالګرو ځواکونو له خوا د ذروي او کیمیاوي ممنوعه وسلو استعمال توجیه کیدلی شي؟

د افغاني مړو د لاښونو سوځول، ورسره یادګاري !! عکسونه اخیستل او لوبي پرې کول اوعاملینو ته یې په کومه سترګه ګورئ ؟!

ښاغلی ویندرل تاسي خو هم دهمدې ټلوالي کلک ملاتړي پاته شوي یاست اخر که راته سپینه کړئ چي په راتلونکي کي به هم د افغان ولس سره د نړیوالو بشر دوستي !! د تېرو لسو کلونو په شان دوام ومومي او که به څه زیاتوب یاکمی پکي راشي ؟؟!!.

سید سعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x