
د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخېزه دوه ورځنۍ ناسته پيل شوه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، د تلې۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان، پاکستان او چین د ديپلوماتو او کار پوهانو تر منځ درې اړخېزه دوه ورځنۍ ناسته نن په پاکستان کې پيل شوه.
د پاکستان-چین د اړیکو د انسټیټوټ مشر مشاهد حسین سید څرګنده کړه، چې په دې ناسته کې به د درو واړه هېوادونو تر منځ د هر اړخیزې همکاري، مرستو او د«اسیايي پېړۍ»د ودې په هکله بحثونه وشي.
ده همداراز وویل، چې دوی به نن د چین او فغانستان د سفیرانو سربېءه د دغو هېوادونو څخه د راغلیو کارپوهانو او ديپلوماتو کوربه توب کوي.
ویل کېږی، چې په دې غونډه کې به د درو واړه هېوادونو تر منځ د ننګونو او ګواښونو پر ضد د ګډې مبارزې، اقتصادي ودې او نورو پرمختیايي او استراتیژيکي مسایلو په باب خبرې اترې وشي.
د غونډې د کوربه ادارې په وینا، په دې غونډه کې به په پاکستان کې د افغانستان سفیر جانان موسی زی او د چین سفیر سن ویډانګ ویناوې کوي.
همداراز سبا یعني د غونډې په وروستۍ ورځ به په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند او د لومړي وزیر نواز شریف د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ، چې نن په افغانستتان کې دی، هم د سېمي د سولې ، اقتصادي ستونزو او نور اړونده مسایلو په باب غونډې ته ویناوې کوي.