نظــر

د جبار ثابت کلیوال اشرف غني

لیکوال: الف – نون – میم

ویل کيږي چې د ډاکټر اشرف غني د معرفي کیدو له ورځې يوه ورځ مخکې په ارګ باندی راکټونه لګیدلي وو، له هغه مخکې هغه مرمۍ ضد چورلکه ويشتل شوې وه چې حامد کرزي کاروله.
اشرف غني چې کله د ولسمشرې لوړه وکړه، بیا يې امینه قومندان ورغوښتی، هغه ته يې ویلي چې په ارګ د راکټ ویشتلو او دا ډول د چورلکي ويشتونکې کسان درڅخه غواړم، د حوزو مشران به دي مسلکې او سم خلک راولي.

خلک د ولسمشر له خولې وايې چې د راکټ ویشتونکی امان الله ګذر او د چورلکي ویشتونکی ملاعزت دی.

سیاسي شنونکې وایې چې په دي قضیه کې د شکیلو کسانو اړوند به ولسمشر مجبور وي چې سترګې پټې او انعطاف پذیرې وکړي، ځکه وس يې نه رسيږي.

که څه هم ولسمشر وايې چې د امريکا مرسته ورسره ده، ډیر مثبت تغیرات به راولي، مګر افغانستان داسي ځای او داسي خلک يې دي چې دلته ډیر ځله د بهرنيانو پلان او فشار کار نه دی ورکړي.

د ولسي جرګې يو مهم غړی او د اشرف غنی پلوی قوي او ځواکمن پخوانی قومندان چې اوس هم پوره واک او ځواک لري، د هغه له خولې قول شوې چې ډاکټر اشرف غني ته يې ويلې وو ته لږ ځان ټینګ کړه، د واک شریک کولو په اړه ډیره ویره مه کوه، د عبدالله ډله ډیره قوي نه ده، دهغې ځينې مهم نظامي قومندانان به هم زه درته راولم، مګر ته معامله په اسانه مه کوه، دا خلک دی هسي ویروي، اشرف غني ورته وایې دا پریکړې په واشنګټن کې کيږي، دا ډول پريکړي ستای د کلي او سېمې پوري اړوند نه دي، وکیل ډیر خفه او ناهیلی له ډاکټر اشرف غني څخه پرته له نورو خبرو وځي.

نادرخان کټوازی او د اشرف غني د خوست ولایت د کمپاین مشر يې کورته ورځي، د خوست ولایت د کمپاین مشر د مبارکي تر څنګ د ولایت غوښتنه کوي، اشرف غني ورته وایې چې هغه د ګمرک غلا دي نه ده بس، تیز وځه چې بیا دي ونه وینم، نادرخان کټوازي چې د کمپاین په وخت يې يو لک ډالر ورته لګولي، هغه هم د خپل سپکاوي د ویرې له امله نور ژر ورڅخه وتلی، دا د غني ښه خوی دی، مګر وبه نه توانیږي، ځکه دده شاوخوا ډیر يې بیا هم پخوانې په اختلاس او فساد ککړ خلک راټول شوې، ټول نه شي اخستلای او نه يې هم چاڼ کولای شي، څو ورځې به همدغه کارونه وکړي، بالاخره به پاچا هم مجبوره وي چې له غلو سره لیونۍ اوبه وڅښي، بیا به نو د غلو او لوټمارو چړچې وي.

او که ډاکټر اشرف غني د جبار ثابت ورته کړنو ته ادامه ورکړي لویو لویو شاخونو ته لاس واچوي لکه د کابل بانک قضیه، دکابل د حوزو د مشرانو بدلیدل، په ملي امنیت کې تغیر او تبدلي، په دفاع وزارت کې د کمونسټانو ځای په ځای کیدل، بیا به يواځي پاتي کيږي، باالاخره به په وروستیو وختونو کې یواځي د خپل واک ساتلو په دفاع کې تیروي.

حاجي فرید د ولسې جرګې پخوانی غړی وايې د اساسي قانون د تاید په وخت کې د ازبکې ژبې د رسمیت په اړه ستنوزه پيداشوه، حکومت د کورنيو چارو وزیر علی احمد جلالي، د دفاع وزیر رحیم وردګ او د ماليې وزیر ډاکټر اشرف غني راولیږي چې ستونزه حل کړي.

جلالي وویل تاسي دغه ژبه په رسميت قبوله کړي په پښتون میشت سېمو کې به زه ستاسو په خوښه پښتانه والیان مقرر کړم، او ستاسو په خوښه به کار کوی، هلته به پښتو نصاب او پښتو ژبه کارول کيږي

رحیم وردګ وویل د قول اردو قومندان به ستاسو په خدمت کې وي

اشرف غني وویل زه د مالي چارو کارپوه یم، افغانستان ماته اړتيا لري، که ډیر مجبوره شوم نو استعفاء به ورکړم. افغانستان به له اقتصادي ستونزو سره مخ وي

حاجي دین محمد هیئت مشرتوب کاوو، حاجي فرید وایې ماته يې د خبرو وخت راکړ، ومي ویل:

ای ناستو خلکو: زموږ د تګاب ولسوالي د ولسوال د تبديلي امر دوه ځله وزیر صاحب کړی چې ایسته شي، تر اوسه هلته ناست دی څوک يې نه شي ایسته کولای، درېم ځل بیا خلکو شکایت وکړ، جلالي صاحب بیا ونه توانید چې ولسولا لیري کړي، دا به امکان ولري چې وزیر صاحب والي لیري او یا تبدل کړي؟

د ماليې وزیر اشرف غنی ته وایم، که تا غیرت لاره، ستا قریب او ستا ملګری د حاجي دین محمد ورور حاجي قدیر چې يو تکړه پښتون وو، هغه د خپل وزارت مخکې وویشتل شو، تا ولي په هغه غیرت ونه کی، ولي دي استعفاء ورنه کړه؟ مایک يې قطع کړ، او بیا وروسته اشرف غني ګیله کوله چې ماته دي سخته خبره وکړه، ما ډیره حوصله وکړه، ورته مې وویل چې حوصله به دي نه کوله، سمه خبره مې درته کوله.

حاجي فرید د ولسې جرګې پخوانی وکیل وايې کله چې جبار ثابت لوی څارنوال شو، يوه شپه يې ټلیفون راته وکړ، ويې ویل زما په ټلیفون کې پیسې نشته، ته ټلیفون راوکړه، ډیر اوږد مجلس يې پېل کړ، زما يې ۸۵۰ افغانۍ په ټلیفون مصرف کړي، په پای کې يې وویل چې زما مبارکې ته ټول وکیلان او مشران چارواکې راغلل تاسو نه پوښتنه وکړه او نه مبارکې ته راغلاست. ورته مې وویل سبا به درشم.

ثابت ښه ستړې مه شي وکړه، ده ته د چای پیاله ايښې وه، زه يې څنګ ته په چوکۍ کیناستم، د چای ست يې ونه کړ، خلک په لیکو کې ناست او عریضې يې په لاس کي وي، يوه سړي د عطامحمد نور څخه شکایت لاره، ماته ثابت وویل چې ته يې جواب وکړه، دغه سړي سره څه وکړم، ما سړي ته وویل چې وروره ولاړ ښه ارام کينه، چې کله يوه ښه مستحکم نظام راغی بیا په خپله قضیه پسې ګرځه، په عطامحمد نور د کرزي وس نه رسيږی، نو څارنوال صاحب غریب به څه وکړ ي، دغه خبره په څارنوال د ګڼو خلکو په مخ کې ښه ونه لګیدله.

لږ وروسته ثابت راته وویل که عریضه لري هلته د نور عادي خلکو په قطار کې ته هم کینه، ما ورته وویل څارنوال صاحب! نه عریضه لرم، او نه عریضه کولو ته راغلی یم، که عریضه وهم لرم، په تا يې نه خلاصوم، ماښام دي زما ۸۵۰ افغانۍ په ټلیفون راختمې کړي چې ګیله دي لرله زه دي مبارکې ته نه یم راغلي، زموږ رواج نه دی چې خلکو ته ګلان وروړو او په غاړه کې يې ورته واچو، ډیر کمزوری سړی يې، زما ارمان دادی چې ستاسو په اړه مې په ولسې جرګې کې وکیلانو ته ویلې وو چې مناسب او وړ سړی دی، ما تاسو نه پېژندلۍ چې ډیر کمزوری او ضعیف سړی يې، د خلکو د عریضو خلاصولو وړتیا هم نه لري، عصاب دي نورمال نه راته ښکاري. ورڅخه روان شوم چې ډیر بد دي وکړل چې ماته دي ټلیفون وکړ چې راشه، وروسته بیا ثابت زارۍ کولي او غرمنۍ ته يې ستون کړم.

وکیل وايې بل ځل بیا د رسمې کار له پاره د جبار ثابت دفتر ته ورغلم، ماښام مې په ټلیفون خبره ورسره کړي وه، ویل يې چې ستا هر ډول کار وي غږ کوه، راشه سهار به خبره وکړو، سکرټر يې خبر ورکړ چې وکیل راغلی، د ثابت دفتر ته چې ننوتلم هلته نور مشران هم ناست وو، ثابت وویل چې تاسو بیخې وخت نه پېژنئ، هر وخت چې مو زړه وغواړي راځي، له وکیلانو په تکیلف شوی یم، ومې ویل چې ثابت صاحب ماښام مې خبره درسره وشوه، اوس سکرټر اجازه واخستله، ثابت ویل چې تاسي بیخې رسمیات خراب کړل، هیڅ اصول او قوانین نه پېژنۍ، ومې ویل چې ثابت صاحب ، زه په خپل وخت راغلی یم او رسمي کار مې دی، شخصي کار نه لرم، ثابت يو دم لیونی شو، ویل يې وځه له دفتر څخه مې وځه چې بیا بې وخته رانه شئ.

وکیل وایې ومې ویل ستا پلار مې نه شي ایستلای، تا څه جک وهلې، خوله سمه ښوروه، ثابت ویل عسکر راغواړم په زور دي باسم، خو په سمه وځه، د میز په سر ښایسته تیګې ته مې لاس کړ چې وژنم دی نا اهله انسانه، ثابت په خپله چوکې کې ډډ واوښت، ضعف شو، خلکو يې په زړه لاس وهل شروع کړل، خلکو زارۍ شروع کړي او بیا زه راووتلم.

په دریو میاشتو کې يې د ولسې جرګې ډیر غړې خفه کړل، الله ګل مجاهد ته يې ویلي وو، د باندي ووځه، بوټونه وباسه بیا دفتر ته راننوزه، وکیلانو يې د استیحضاء پریکړه وکړه، ماښام يې وویل چې قانوني خپله په قانون نه پوهیږي، دا څوک دی چې ما استیحضاء کوي، هیڅ نه حاضریږم، شکایتونه زیات شول، بیا يې بل لیونتوب داوو چې ځان يې د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کړ، چې کرزي له دندې وشاړه.

اشرف غني په اوله ورځ د سترې محکمې د لويې څارنوالي او وکیلانو بدي په غاړه واخیستله، دغه درې مهم ارګانونه يې د ځان دښمنان کړل، بیا يې د لويو غلو (د کابل بانک غله) بدې په غاړه واخیستله، له هغه وروسته يې د امنيتې کسانو د ادلون بدلون غوښتنه وکړه، چې ياد يو کار به هم ونه کولای شي.

د لوی اختر په لومړۍ ورځ د استاد سیاف او عبدالله عبدالله د دوستم تر شا دریدل او هغوئ ته نه درناوی به کله د استاد سیاف له کينې ډک زړه څه ووځي. عبدالله عبدالله به تر کومه زغم کوي، ویل کيږي عبدالله غوښتل چې صدارت عضمی يې دفتر وي، مګر هلته د دوستم کسان مخکې لا رسیدلی وو، قلفونه يې مات کړي وو، د عبدالله کسان چې کله ورغلل هغه يې له شخړې وروسته پسي واخیستل.

تر ټولو بده، مهمه او د افغان ولس دښمنې يې وکړه، چې امنيتې تړون يې لاسلیک کړ، داسي پېښې داسي فرمانونه دي چې ډیر خلک وایې د نورمحمد تره کې وخت يې راپه یاد کړ.

سياسي شنونکې په دي عقیده دي چې ډاکټر اشرف غني د غرب په تله ښه اداره کونکي او مدیریت کونکی دی، خو په افغانستان کې به دهغه مهارت کار ورنه کړي، او ډیر ژر به د خپلمنځې شخړو خوراک او سهامي شرکت به يې خپله پنځه کلنه موده پوره نه کړي، مخکې له پنځو کلونو به يې د سهامي شرکت شریکان ستونزې ورته جوړې او شرکت (حکومت) به يې له سختو ستونزو سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x