په لومړي ځل د ټیټانېک پنځه برابره بېړۍ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د تلې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د لندن ساوت همپټن ښار پر ساحل وروسته له هغه د خلکو گڼه گوڼه زیاته شوه چې پر دغه ساحل د نړۍ تر ټولو گران بیې بېړۍ لنگر واچاوه.

دغه بېړۍ د اویسس اف دې سیز (oasis of the seas) په نامه یادیږي او د ټیټانېک تاریخي بېړۍ پنځه برابره ده.

دغه کروز بېړۍ د ۴۰ میلیاردو په لگښت دریو کلونو کې جوړه شوې ده چې ۱۸۷ فټه اوږده، ۷۲ فټه اوچت او ۲۰۸ پنډوالی لري. دغه بېړۍ ۲۵۰۰۰ ټنه وزن لري.

دغه بېړۍ د ۵۴۰۰ کسانو د انتقالولو وړتیا لري چې په کې مارکیټونه، هوټلونه، پارک، حوض او د ورزش لپاره د منډو وهلو لارې سربیره هر څه موجود دي.

په دغه بېړۍ کې د سفر کولو تر ټولو کمه کرایه ۳۰۰۰ امریکايي ډالر ټاکل شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د