
په څرخ کې په ټولو امنیتي پوستو بریدونه روان دي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د لوګر ولایت چارواکي وايي چې لسګونو طالبانو د د دې ولایت په څرخ ولسوالۍ ودانۍ او ټولو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي چې لا هم روان دي.
د څرخ ولسوال خلیل الله کمال وايي چې طالبانو په دې ولسوالي کې د ټولو مخابراتي شبکو فعالیتونه پرې کړې دي او وروسته يې نن سهار وختي د ولسوالي په ودانۍ سربېره په ټوله ولسوالي کې په امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي.
د ولسوال په وینا طالبان سیمې ته په پوره زور ننوتي دي او دوی يې په موټر سایکلونو او زرنجونو کې د چورلکو ویشتونکې وسلې هم لېدلې دي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي په خپله ټویټر پاڼه کې د دې بریدونو تائید کړی، خو بشپړ جزیات يې نه دي ورکړي.
طالبانو هم د لوګر ولایت په څرخ ولسوالي کې د دې بریدونو اړوند تراوسه پورې څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې دی چې دفاع وزارت په اوولسو ولایاتو کې د چاڼيزو عملیاتو خبرونه ورکړي دي.
د بشپړ جزیاتو لپاره نن ټکی اسیا څارئ.