افغانستان

چارواکي: په یوه اوونۍ کې سلګونه بریدونه شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې سلګونه  بریدونه شوي دي چې د اندېښنې وړ دي.

د دې وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې رئیس عبدالغفار سید زاده وايي چې په تېره اوونۍ کې پر نږدې درې سوه امنیتي پېښو سربېره نږدې دوه سوه نور جرمونه ترسره شوي دي.

سیدزاده نن تر غرمې مخکې په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې په تېرو دوو اونیو کې وضعیت د اندېښنې وړ و، خو یواځې په تېر اوونۍ کې ۲۵۴ امنیتي پېښې خورا هېښوونکې موضوع ده.

د نوموړي په خبره دا شمېره ښيي چې په طالبانو زور موندلی دی، چې دولتي مسوولینو ته طبعاً اندېښمونکې مسئله ده.

دا په داسې حال کې دی چې په تېره اوونۍ کې نږدې هره ورځ د سرتېري برید شاهده وه.

له دې سره جوخت د دې اوونۍ په پیل کې په کندهار، هلمند، لوګر، او روزګان کې هم د نښتو، چاودنو او سرتېرو بریدونه خبرونه ورکړل شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x