
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته رارسېدلی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز نن له غرمې وړاندې کابل ته راورسید.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شیکیب مستغني وايي چې سرتاج عزیز نن سهار شاوخوا لس بجې کابل ته راورسید.
د نوموړي په خبره سرتاج عزيز به د ګډ حکومت له مشر، اجرایوي ریس، د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره خبرې ولري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري ویل شوي دي چې د دې هېواد د ملي امنیت د سلاکار د سفر اصلي هدف دا دی چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني احمدزي ته پاکستان د سفر بلنه ورکړي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شیکب مستغني وايي چې سرتاج عزیز به د هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو په اړیکه او په سیمه کې په شته خطرونو خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوګان او د ګډ حکومت له پیله نږدې دوه ورځې وروسته د بریتانیا لومړی وزیر ډیویډ کمیرون هم افغانستان ته سفرونه درلودل.
یاده دې وي د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په داسې حال کې افغانستان راځي، چې د پاکستان له لوري په کونړ توغندیز بریدونه روان او په سرحدي سیمو کې د پاکستاني پوځیانو مداخلې هم بندې شوې نه دي.